اوبه که نن مهار نشي سبا ناوخته ده! / انجنیرعبدالصبورساپی

0 1,081

اوبه یعنی آبرو یعنی ژوند:

اوبه هغه ستر نعمت ده چې الله (ج) دهستي د ښکلا او ژوند د بقا لپاره د  جوړښت ورغښت او د کائناتو د سمون و بسیا لپاره ډالۍ یا هدیه کړې دي، ژوند بی له اوبو او هوا نه شتون نشي درلودلی، درې پرڅلورمه برخه د ځمکې، اوبو نه جوړه ده خو له بده مرغه ستربرخه اوبه مالګه لري چې  حیوانات او نباتات ترې ګټه نشي اخيستی، نوځکه دا یوه سلنه اوبه چې خوږې دي د ژوند ټول اړخو ته حیاتی ارزښت لري، باید ډېره ورته پاملرنه وشي، ۱۴۰۰کاله دمخه حضرت محمد(ص) فرمایلي:

“د اوبو يوه قطره هم مه ضايع کوئ، که تاسو د سيند په غاړه هم ناست ياست.”

د اوبو ککړول، چپاریال سره ناوړه چلند او د جمعیت زیاتېدنه د کراو کښت کم والی د اوبو نه نشتون له عمله هرورځ  ژوند ته د دې حیاتی کې مادې د ارزښت دزیاتېدو د خطر زنګ غږوي، نوځکه اوبو ته پام لرنه او دغې ارزښناکې مادې په مصرف او ساتلوکې زیار دهر بادرکه وګړي نده جوړوي۰

د اوبو مصرف زمونږ په هیواد کې له معیاره وتلې ده داچې په کومو برخوکې اوبه زیاتې او بېځایه مصرف ېږي، ککړېږي او له ګته  اخيستو وځي ډېر د اندېښې وړ خبره ده، پنځوس کاله د مخه د اوبو معضل چاته غټه خبرنه ښکارېده او ټولو داسې انګېرله چې اوبویوه نه خلاصېدونکی نعمت ده، خو اوس وخت بدل شوې هغه وخت جمعیت د نن په پرتله زیاد نه و او دخلکو اقتصاد هم قوي نه و، هغه وخت یوپر دریمه برخه اوبه چې نن مصرفېږي؛ مصرفېدلې، دلیل دا  ده چې نن  نفوس ۷ ملیارد ته رسېدلی  د غوښو، سبو او اوبو مصرف هم ورسره زیات شوی د  دې سره سم د اوبه د مهارولو، ترلاسه کولو د صنعت او ښاري خدمتو لپاره اړینه ده، اقلیمی او آب وهوائي بدلونه د دې سبب شوي چې وچکالي رامنځ ته شي ځنې هیوادونه د نه مدیریت او ضعیف اقتصاد له عمله د وچکالي نه سترزیانونه ګاللي او ګالي ئې  په تېره په ځنې افریقایی هیواد وکې۰

راتلونکي شلو کلو کې به افغانستان چې په وچه کې موقعیت لري له ستروستونزو سره  مخ شي زمونږ ګاوندیان دې لپاره چې زمونږ مفته اوبه ورته بهېږي په لسها وو نبدونه جوړکړي خو زمونږ مشران پرته د داکترغنی نه په دې  برخه کې دسترو غیرملی کړنو تورن دي او دا نبښونکي او نه جبرانوکي یوعمل ده چې باید ځواب ورکړي۰

ګواښونه

  • راتلونکې شل کاله زمونږ ملک ته چې په وچه کې پروت دي خوږو اوبه مهار ته د نه پاملرنې لکبله سترو او ګواښو او ستونز وسره مخ کېدای شي۰
  • اقتصادی کارپوهان پدې اند دي چې د اوبو ارزښت هرورځ مخ په زیاتېدو ده د دغې ستر نعمت  په مهارولو کې هررنګه تعلل، د افغانستان دخلکو دفقر، بېروزګاري  د زیاتوالي او سترو زیانو عامل کیدای شي۰
  • یوسترعامل د خوږو اوبه د کمښت  په  ټول جهان کې  د اوبو ککړتیا ده، خو زمونږ په ملک کې ئې کچه له حده زیاته ده چې د یو ستر تبلیغاتی کمپاین په وسیله د دې تهدید کچه کمېدای شي  او ټول خلک باید پدې کې ستره ونډه واخلي۰
  • اوبه د ژوند او وطن د پایدارې او تل پاتې رغونې او پراختیا یوستر عامل په اقتصاد او هم په سیاست کې شمېرل کېږي د اوبو مهار، کولی شي چې ګاونډي مجبورکړي د افغانستان سره خپل سیاسی او تجاري اريکو ته پاملرنه وکړي۰
  • د اوبه ککړتیا د انسان دصحت  دخرابوالي او ساري ناروغیو دزیاتوالي سترعامل ده چې باید پام لرنه ورته وشي۰

دولت او خلک باید داسې روزنې ترلاسه کړي چې څنګه کولی شي چې خپلې اوبه او چپېریال له کثافاتو او باطله لوښو پاک او صفا وساتي دا باید له مکتب ومدرسې نه نیولې بیا تر مسجدوترممبره د دې سترې ارزښتناکه مادې د ساتلو لپاره سترکمپاین په لارواچول شي۰

د اوبو منابع او تنظیم:

څرنګه چې پورته مې و ویل اوبه یو سترخدایي نعمت ده هرڅومره چې تمدن پراختیا مومي په همهغه اندازه اوبه مصرف او اړتیا هم زیاتېږي دنفوسو زیاتوالی په تېره په آسیا کې  کرنه او څښاک ته د اوبو اړتیا زیاته کړې او کوي ئې، د ظاهرشاه په زمانه کې د یو شخص مصرف ۲۰-۲۵ لیتره په ورځ کې سنجول شوی و، خو اوس دغه توازن له منځه تللی ده او هرسړی د اوبو له زېرموسترګټه اخلي چې یو زیاته پیمانه دغه اوبه بیا بې ځایه ضایع کېږي په داسې حال  کې چې  په ځمکه کې زېرمې شوې اوبه د نباتاتو دبقا او ژوند ته ستر ارزښتمندې دي، زمونږ هیواد کې اوس د اوبو د زیرمو سطحه ډېره تېټه شوې ده او دېرې دښتې او ځنګلونه مو وچ شوي او له منځه تللي دي، په متمدنه نړې کې د یوشخص مصرف اوس ۵۰۰ نه تر۶۰۰ لیتر اوبه دي چې لا په زیاتېدوده په هرصورت، زموږ د هیواد مساحت یا پراخوالی ۶۵۲،۲۲۵ کیلومترمربع ده په اوسط توګه ورښت زمونږ ملک کې ۲۵۰ ملي متره چې په کال کې ۱۶۳ بیلیون مترمکعبه اوبه اټکل شوي چې له دې جملې نه ۵۷ بیلیون مترمکعب اوبه په رودونو کې ۱۸ بیلیون مترمکعبه ترځمکې لاندې او نور ئې یا په بخار او په بوټو یا نباتاتو او نورو موجواتو په وجود کې ذخیره دي چې په احصائیه کې نه راځي، افغانستان له بحره به اوسط توګه ۱۲۰۰متره لوړ والی لري چې په مرکزی ساحوکې دا لوړوالې ۱۸۰۰ متره په جلال آباد کې ۴۵۰ متره او په بدخشان کې ۲۵۰۰ مترو ته رسېږي، ترټولو جګه قُله د بدخشان [نوشاق]  قُله ده چې ۷۴۹۲ متره او ژوره سیمه د آموسیند ده چې ۲۵۰ متره له بحره لوړ واقع شوې ده، په اوسطه توګه ورښت په لوېدیځ او سویلختيځ وسیموکې ۲۵۰ ملی متره اوپه لوړو سیمو کې چې تر۳۰۰۰ متره زیاتې لوړې دي په غرنیو برخوکې د ۴۵۰ تر ۱۰۰۰ ملی متره په کال کې رسېږي۰

او د [واورې] ورښت د [پامیر] او[ واخان] په برخوکې ۱۰۰۰ ملی متره یا یومتر ته رسېږي ، د وزیرانو شورا د سلواغې  میاشت  کال ۱۳۸۶هـ ش  د ښاغلی کرزي په سلطنت او  د تورن اسماعیل خان په وزارت کې د افغانستان د اوبه دسکتور استراتېژي تصویب شوه او بیا د میزپه المارۍ کې قفل شوه چائې مخ پورته نکړ، د دې استراتېژي  په اساس ئې افغانستان د اوبو په پنځو حوزو باندې ویشل شو چې دا حوزې دا دي:

  • ۱- دآموحوزه۰  دغه حوزه کې کارد تورن اسماعیل خان وقتکې [صفر]
  • ۲-دشمال سیندنوحوزه۰ کار داسماعیل خان وقتکې[صفر]
  • ۳-دهریرود او مرغاب حوزه۰ داسماعیل خان وقتکې کار[صفر]
  • ۴-دهلمند سیندنو حوزه۰ کار داسماعیل خان وقتیکه [صفر]
  • ۵- د کابل سیند حوزه  او نورې فرعي حوزې۰  کار د اسماعیل خان وقتی که[صفر]

په  مجموع کې، په اوسط توګه ورښت په ټول هېواد کې ۱۶۵۰۰۰میلیون مترمکعبه په کال کې او په مجموعي صورت د سطحي اوبو کلنی حجم ۵۷۰۰۰میلیون مترمکعبه دی۰

په اوسطه توګه دسطحي اوبو موجودیت د هرنفرلپاره ۲،۴۸۰ مترمکعبه په کال کې تخمین شوی په داسې صورت کې چې کوم فصلي مشکل رامنځته نشي د افغانستان د دغې ستراتېژۍ له مخې دا مقدار کافی بلل شوی و۰

د دغو سيندي حوزو تفصیل پدې لاندې جدول کې ښودل شوی ده۰

خو په دا پنځه واړه حوزو کې د کرزی د ضعیف مدیریت  او تورن اسماعیل  خوشخدمتی ایران ته تيګه په تيګې کېنښودل شوه یعنی د کار کچه د سلما او بخش آباد کی اوټولوحوزوکې [صفر] نه پورته نشو ځکه چې نه کرزي او نه اسماعیل خان غوښته چې ایران خفه کړي ایران کرزي ته مفته ډالر نه ورکول!!!

له بده مرغه افغانستان له ۷۵ملیاردمترمکعب اوبونه صرفاً ۲۰ملیارد مترمکعبه مصرف وي او همدا د فقراو بېچارګي اساس اوعلت ده، په هیوادکې ځمکې شاړې پاتې او اوبه ګاوندیوته ورتویېږي اما ګاونډي د دې ستر نعمت په قدر تراوسه ندي پوشوي ځکه ګاونډیانو افغانان په خپلوکې سره اچولي قومی، ژبني او مذهبي اختلافات تې رامنځته کړي او دوی پکې چړچې کوي،  د افغانستان دآمو سیند ۲۲ بیلیون متر مکعبه ظرفیت او دهلمند سیند ۹،۳ بیلیون مترمکعبه ظرفیت لري چې باید ترمدیریت لاندې ونیول شي او هیواد وال له فقر اوتنګدستۍ نه خلاص شي مګر په خواشینی سره ووایم چې د آمو له سینده نه داچې هېڅ استفاده نه کېږي دغه سیند هرکال چې د اوبه  سطحه لوړه شي دهیواد داخل خواته راځي چې د سرحد تثبیت شوې نخه له منځه ځي او هم د هیواد ځمکوته زیان رااړوي۰

دبرېښنا انرژی چې هم آرزانه اوهم له هرډول چپاریال ککړونه منزه او پاکه ده نن زمونږ هلمندیان ترې بې برخې دي، افغانستان د خوږو اوبو د شتون نه یوسترغنی هیواد ده چې ۲۵ سترسیندونه او په سل هاو واړه رودونه او د واورو ډک غرونه لري چې خلک باید په ارزښت ېې پوه شي اوترې سمه ګټه واخلي۰

اوبه، د اوبو منابع او اقتصاد سره ئې تړاو:

افغانستان د سترو غروڅېښتن ده چې په دې تورو غرونوکې سترې خزانې پرتې دي خو موږ دفقرسره لاس په ګریوان یو، دغه ستر یخچالونه چې د هندوکشه نیولې بیا ترسپین غر و فېروزغر سلیمان ود باباغر د پغمان غربې څانګې دي چې دلته زه هریوته یو لنډه کتنه کوم، هندوکش او د غه غرهٔ څانګې تقریباً ۷۵٪ د افغانستان خاور نیولې چې په مجموع کې ۹۹۶ کیلومتر اوږد والی لري ۶۰۰ کیلومترئې  د هندوکش په نامه یادېږي اوپاتې  په نورو نومونویادېږي، ځنې څانګې لکه د بابا غر چې ۲۰۰ کیلومتره، تورغر۶۲۸ کیلومتره د پغمان ، سلیمان غر، سپین غراو فېروزغر۳۵۲ کیلومتراوږد والی لري ، دترکستان [تيربند] او [پاراپامیزاد] نورې څانګې ئې دي، ختېځ هندوکش دایمی یخچالونه او مرکزي هندوکش چې سالنګونه ، یکاولنګ، دصوف دره ، بامیان او هزاره جات وچغچران کې پروت ده ۶میاشتی له واورو ډک دی، د هندوکش لمنی او شاوخوا د پغمان ، بابا، سرخ پارسا، دبهسود درې، سوخته وادی، سبزمیر، ناهور،مالستان، دایه فولاد،ارزګان، غاب، دایکندي، ایماقستان وختیځې ناحیې او د سویلي هندوکش سيمې لکه استالف، ګل دره، شکردره، پغمان، جلګه میدان، جلرېز، بېک سمند، میرداد کلی، خوات، تورمي، تورکان، ککرک، شاګي ،زرسنګ، قره باغ، زردآلو، تمکی، رسنه، سنګ ماشه، دې چوپان، خاک افغان، ارغنداب وادی او ګيزاب د [چینې]سترې زېرمې دي، د بابا دغرلمنی د خاورو سترې تپې دي  چې په ژمي کې ډېرې اوبه ذخیره کوي او دوبي کې  د اوبو سترې چینې دي خوموږ له د دغې شتمنۍ نه بې برخې استو۰

ډېرڅېړونکي پدې اند دي چې د اوبو دمنابعو او اقتصاد ترمنځ اړیکې متبلوره کړي، د اقتصاد پراختیا د انسانی ژوند د ښه کېدل او سرانه عاید د زیاتوالی سبب کېږي دملګروملتویوه څېړنه دا په ګوته کوي چې د میندو او ماشومانو د مړینې  لوی عامل فقر او د ژوند ټولو ارزښتو ته نه لاس رسي له عمله رامنځته کېږي او د دې جملې نه یوه ستره برخه د ناسمو اوبو له څښاکه منځته راځي۰

افغانستان یو له هغه هېوادو نه ده چې سترې د اوبو منابع او زېرمې لري که څه هم د اقلیمی شرایطو له وجې دغه زېرمې زیانمنې شوي، د انرژۍ اوبرېښنا وزارت د یو راپورله مخې افغانستان د اوبوذخيرې ۷۵ میلیارد مکعب متروته رسېږي چې د دې جملې نه ۷۰٪ اوبه ایران او پاکستان ته په وړیا توګه تویېږي او ګاونډیان ئې په قدرهم نه پوهېږي او غواړي چې افغانستان آن د هغه ۳۰٪ نه هم محروم  او بېرته پاتې وساتي، ناسالم مدیریت د متخصصینو نشتون د دې سبب شوی چې افغانستان ونشي کولای د اوبو زېرمو او حوزو په هکله پوره معلومات ترلاسه کړي ، د اوبو سیسیم مدرنيزه کړي او د کښت او کر لپاره نهرونه او بندونه جوړ کړي نن ورځ ۶۰٪ خلک د څښاک دصحي اوبه نه محروم دی  د دغې تشې ډکول هم روزګار رامنځته کوي هم د خلکو ژوند وده کوي او اقتصاد ښه کېږي افغانستان کولی شي هرکال په میلیون هاومترمکعبه اوبه خپل ګاونديوهیواد و باندې وپرولي او عاید زیات کړي، افغانستان یو زراعتی هیواد ده ترڅو زموږ دا خوارې بې سروسامان دښتې چې اندازه ئې ۸ میلیونو هکتاروته رسېږي د اوبولاندې نشي  روزګار  او اقتصاد به  وده ونکړي، د دې ۸ میلیون هکتارسخه یوه ډېره کمه اندا ځمکې په غیرفنی توګه کراو کښت کېږي چې بسیا ندي که څه هم زمونږ ۴۰٪ صادرات زراعتی محصولات جوړوي خود اوبو د نشتوالي له امله فقیراو بېرته پاتې یو۰

ګاونډیان زمونږ په اوبو سترې پروژې جوړې کړي او زمونږ هېوادې په جنګو او ناآرامي کې ساتلی ده،  افغانستان کې د بې امنیویو ستر عامل هم اوبه دي ځکه ډېرژربه د نفت انرژی پای ته ورسېږي او اوبه به د هَغه ځای ونیسي، اوس افغانستان ۵ ملکوته په وړیا توګه اوبه ورکوي یعنی زمونږ ۵۰ میلیارده لیتره اوبه چې کم ترکمه ۵۰ میلیارده ډالره قیمت لري په وړیا توګه ګاوندیوته روانې دي په داسې حالکې چې پاکستان د کراچۍ بندر پرموږ تړلی ده چې د ټولو نړۍ والو مقرراتوخلاف ده، افغانستان په سلهاو واړه سیندونه او ۲۵ لوی سیندونه لري چې ستر نعمت ګنل کېږي۰

افغان  دولت او ایران سره د اوبوشخړه:

نړی وال سيندونه هغه سيندونوته ویل کېږي چې یو یا څو ملکوکې جاري وي، نړیوالو تجربو دا ښودلې ده چې نړیوال سیندونه تل د ملکونه ترمنځ لانجې را منځ ته کړي  دي چې دا لانجې په ضمني توافقاتو عرف سرسم یاد نړیوالو قوانینو په رڼآکې رسمي موافقو یا تړونوته رسېدلي دي که څه هم نړیوال قوانین په دغه عرصه کې محدود دي، ایران هغه ګاوند ده چې د اوبو پرسرې د خپلو ګاوندیوسره په تېرو ۴۰۰ کلو کې ستر جنګونه کړي نو ځکه هایدروپولیتک د ایران د بهرنی سیاست یوه مهمه برخه جوړوي او ښې تجربې په دې برخه کې لري، اما د افغانستان سره:

  • ایران سره د افغانستان لانجه د اوبو په سر د لمړي ځل لپاره ۱۸۷۱ ز کال چې د ۱۲۵۰ ل کال سره  سمون  لري رامنځ ته شوه چې خپل منځي خبرو اترو نتيجه ورنکړه نو ځکه نړیوال حَکَمیت ته خبر ورسېده،  په ۱۸۷۳زکال کې د «ګلداسمیت» حَکَمیت په اساس یو تړون وشو چې د افغانستان په زیان و د دغه تړون په اساس دواړو خواو هررنګه کارحق په اوبو د لاسه ورکړاو نیماېي اوبه د ایران حقابه تعینه شوه۰
  • په ۱۹۰۲زکال کې بیا د افغانستان او ایران ترمنځ اختلاف د[زد] یا د(رود مسیر) کې تغییرد«دلتا» په سر پیدا شو چې په ۱۹۰۵ ز یا  د( ۱۲۸۲ل) کال  کې د «مکماهون» په حَکمیت یو تړون رامنځته شو چې د دغه تړون پراساس «دوحصې اوبه د افغانستان او یوه حصه اوبه دایران برخه تعینه شوه» او همداشان افغانستان اجازه پیداکړه چې بند په دې اوبوودان کړي۰
  • د مکماهون حَکمیت هم ونشو کولی چې اختلاف رفع کړي، په ۱۳۱۷ل کال کې د دواړو ملکو ترمنځ بیا خبرې اترې شروع شوې او افغانستان مجبورشو چې نیمائي اوبه ایران ته ورکړي دا معاهده د ایران لخوا دایران سفیر «باقرکاظمی» او د افغانستان لخوا «علی محمدخان» د شاهی دولت د بهرنیو چار وزیر کابل کې لاس لیک کړه دغې معاهدې یوه اعلامیه هم درلوده په اول بند کې داسې راغلي، « دولتین افغانستان او ایران موافقه کوي چې هرکال  د هلمند د سیند هره اندازه اوبه چې د کمال خان بند ته رسېږي  د ایران او افغانستان ترمنځ با له کمال خان بنده سم نیمایی تقسیمېږي»، مګر دا اعلامیه د افغانستان د ملی انجمن هیت لخوا تاېيد نشوه مقصد دا چې اجراېي شکل ئې غوره نکړ۰

 

  • د اوبو په سرناندرۍ بیاهم سر ته ونرسېدې په ۱۳۳۰ل کال کې ستونځه  د امریکاهئیت ته ارجاع شوه، دلته یو کمیسیون جوړ شو چې د «دلتا»  په نامه یادېږي په دغه کمیسیون کې درې کسانو «فرانسیسکو ګویز» د چيلي نه، «رابرت لوري» له امریکانه، « کریستو فروب» له کانادا نه د معضلې د حل لپاره وټاکل شول دغه کمیسیون صرف د « سیستان وچخانسور» ‍‍‍دلتا ته ځانګړی شو، دغه کمیسیون روسته له تحقیق او سېړنې ۲۲متر مکعبه اوبه په ثانیه کې دایران حقابه تعینه کړه او د افغانستان لخوا چې کوم نهرونه او بندونه جوړشوي ول هم تائيد کړل۰
  • د ۱۳۵۰ل کال د سختی وچکالي له عمله بیا اختلافاتو د ایران او افغانستان ترمنخ اوج واخیست له دې عمله په کابل کې د «هلمند اوبو» په نامه یوه جبهه جوړه شوه، «محمد یوسف فرند» د روزګار جريدې مسوول؛ سیاسی احزابوته بلنه ورکړه چې د هلمند اوبو موضوع دې د بحث لاندې ونیسي، البته د ایران سیاسی فشارهم په عین حال کې زیات شوی و او د «ګلداسمیت» معاهدې تطبیق ئې غوښته۰
  • په ۱۳۵۱ل کال د «هلمند اوبوجبهې» چې غړي ئې سیاسي احزاب او تخنیکي کارپوهان ول یوه جلسه جوړه کړه چې همدا جلسه د ۱۳۵۱م لمریځ کال د افغانستان و ایران ترمنځ د موافقه اساس وګرځېد، او د «دلتا» کمیسیون د وړانديځ به اساس ۲۲ مترمکعبه اوبه د ایران [حق آبه] او ۴مترمکعبه نور د ښه ګاونديتوپ په نیت ایران ته وبښل شوې، او موافقه په ۱۲ مادو کې د اروا ښاد ښاغلی «محمد موسی شفیق» د افغانستان د شاهی دولت صدراعظم او مرحوم میرعباس هویدا د ایران صدراعظم ترمنځ لاس لیک شوه چې جمعاً ۲۶ مترمکعبه اوبه به  ایران ته حق آبه وکول کېږي دغه  معاهده د دواړو ملکود پارلمانونه لخوا تصویب شوه مګر اسناد ئې چې د ښاغلي سردارداوود خان د کودتا له عمله ځڼېدلي ول د ۱۳۵۶ل کال کې یو بل ته وسپارل شول۰

د ۱۳۵۱ ل کال دمعاهدې حقوقی ارزښت:

د وینا کانوانسیون وائي: « معاهده له هغه نړیوال توافق څخه عبارت ده چې د ملکونو ترمنځ په کتبي توګه  نړۍ والو حقوقو  سرسم لاسلیک شي، پرته له خاص سرلیک ئې په یو واحد سند یا په څو سندوکې په مرتبط شکل منعکس شوې وي۰» دهمدې عمله د۱۳۵۱ل کال معاهده د نړیوال معیار سره سم یو دو اړخيز تړون ده، او په بشپړه توګه د اجراء  وړ، چې هېڅ حقوقی مشکل نلري، د نړۍ وال قانون ۲۶مه او ۳۱مه معاهده «حسن نیت» نه خبره کوي چې هغه هم  پدې معاهده کې په نظرکې نیول شوې ده او۴ مترمکعبه اوبه د حسن نیت په نامه ایران ته بښل شوي دي، د معاهداتو د حقوقو ۲۴ماده  دواړه غاړې د معاهدې اجرائي کول ته ملزم بولي، نو پدې اساس ایران ځکه مکلف د دې معاهدې په  پلي کولو دی۰

د نړۍ وال  معاهداتو دحقوقو، ۲۸مه  ماده ټول مخکني تعهدات او معاهدې لغوه کوي نو ځکه د ایران تلاش او اسرار په تېرو معاهداتو چې د « ګلداسمیت» معاهدې پلي کولو په خوب کې ده؛ د نړۍ والو قواعد پر اساس باطل شمېرلکېږي، او بله داچې روسته له دغه تړون نه نورتړونه  هم شوې چې د ګلداسمیت معاهدې ارزښت باطل وي، د نړیوالو معاهدات د حقوقو ۲۰مه ماده د شرط حق آزاد پریښی لېکن مشروط پدې چې د معاهدې د اهدافو خلاف نه وي ۰

د۱۳۵۱ل کال د هلمندمعاهدې څلورمه ماده د تعدیل حق د اقلیمی وضعیت سره سم ذکرکړی، یعنی افغانستان حق لري چې په وچکالیوکې د ۲۶ مترمکعب نه کمې اوبه ایران ته ورکړي۰

د نتیجه په حیث د۱۳۵۱ کال د هلمند معاهده چې د افغانستان او ایران لخوا لاس لیک او د پارلمانو لخوا تصویب او اسناد ئې په ۱۳۵۶ل کال کې یو بل ته سپارل شوي دي دواړو خواو ته قانونې او اجرائي حیثیت لري، او د افغانستان ولس مشرښاغلی ډاکترمحمداشرف غنی هم دې همدې معاهدې پر اساس اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي۰

په ۲۱ بندونو  د عملي کار پیل:

یو اساسي ستونزه چې افغانستان ورسره مخ ده هغه د ګاوندیانوسره د سيندونو د اوبو پرسر د تړونو یا موافقو نه شتون ده، د آمو، کنړ، هلمند وهریرود سیندونو اوبه منځنې آسیا، پاکستان او ایران ته  په وړیا توګه توېږي مګرتراوسه دغه سهم په قانوني توګه تثبیت شوې نده صرف د ایران سره چې د هلمند معاهده لاسلیک شوې ده اوبس، ګاوندیان د افغانستان له نارامیو ګټه وچتوي او له دغو اوبونه ستره ګټه اخلي، د ډاکتراشرف غنی له راتګ سره سم اوس د اوبو او انرژي وزارت تلاشونه پیل کړي دي چې دغه معضلې په قانوني بڼه حل کړي۰

د اوبو او انرژي وزارت وائي چې په ۲۰۱۶زکال کې د ۲۸ بندونو سروې پیل شوې، د کمال خان بند دریمه برخه، د شاه عبدالله بند په سمنګانو کې، د شورابه بند سرپل کې، د آبګیربند  سمنګانو کې ، د دهنه دره بند په فاریاب کې، د تنګه شادیان بند بلخ کې ، دخان آباد ۲ بنده قندوزکې، د پلخمري د لمړي او دوهم بند بیا روغونه  بغلان ولایت کې، د دغه وزارت د لویو کارنو څخه دي چې به پرې کار وشي، د اوبو او انرژي وزارت له قوله  پنځ لوی بندونه  لکه د بخش آباد بند په فراه کې، د آغاجان بند په ارزګان کې، سروبی ۲ په کابل کې او دو بنده نور په قندهار او پکتیا کې ترمطالعې او ډيزاین لاندې نیول شوي۰

ښاغلی ډاکتراشرف غنی وویل چې افغانستان به یوکال کې د تېرسل کالوپه اندازه برق تولید کړي، د اوبو او برېښنا وزارت وائې چې تېرو سل کالوکې د برېښنا په تولیدې پروژو کارندی شوی د دغه وزارت د پروژو د تطبیق سره سم به د ښاغلې ډاکترغنی خبرې تحقق ومومي۰

د افغانستان وړیا اوبه او د پاکستان ارته خېټه:

هغه څه چې افغانستان ته د اهمیت وړ دي د کابل او کنړسیند پرسر د بندونو جوړول دی ځکه کومه انرژي چې به د کنړ له سینده ترلاسه شي خورا ارزښتناکه او لوړه به وي، په دې وروستیو کې چین ژمنه کړې چې د کنړ ولایت په سیند به د ۱۵۰۰ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا بند جوړ کړي چې له برېښنا به یې افغانستان او پاکستان دواړه ګټه پورته کوي.

«د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، د کابل ـ کنړ به اوبو د برېښنا پروژې د سروې او طرحې کار به چینايي کمپنۍ اجرا او په شپږو میاشتو کې بشپړ کړي»بی بی سی.

د ډاکتر غنی په ډېرځيرکانه یو عمل سره وشو کولی چې د دغه بند چارې د چین هیواد سره چې د پاکستان یو ستر ستراتېژیک متحد ده وسپاري دا کار به د دې  سبب شي چې پاکستان ونشي کولی ورانکاري ته زړه ښه کړي، په کنړ سیند برېښنا جوړول او یوه اندازه برېښنا خیبرپختوانخوا ته ورکړل دا کاربه د دې سبب شي چې هم پښتنو سیموکې تکنالوژی وده وکړي او هم به د بند امنیت تظیم شي، که څه هم ښاغلی احمد شکیب مستغنی د بهرینوچارو وزارت ویاند  اریانا نیوز ته وویل چې پاکستان هم په کنړسیند د برېښنا د دغه بند له جوړیدو سره موافقه کړې او همکارۍ ته يې تیاري ښودلی، مګر دپاکستان دومخی سیاست او لوړ خواهشات به دې سبب شي چې پاکستان سبوتاژ ته لارخلاصه کړي۰

لـه بلـې خـوا د پاکسـتان د اوبـو د څیړنـې مرکـز واېــي چــې پاکســتان بــه تــر کال 2025 پــورې د اوبــو لــه قلــت سره مــخ شي د اســیا پراختیايـي بانـک د راپـور پر بنسـټ پاکسـتان په نـړۍ کـې د اوبـو لـه کمښـت څخـه ډيـر اغیزمن دی او پـه نـژدې وخـت کـې بـه د هغـه هيوادونـو پـه قطـار کـې ودریـږي چـې د اوبـو لـه کمښـت سره مــخ دي . نــو ځکــه پاکســتان هــم هڅــه کـوي چـې د کنـړ د سـیند پـرسر د بنـد جوړولـو مخـه ونیيس او پاکسـتان اقتصاد پوهـان په دې نظـر دي چـې پاکسـتان که اوبـو تـه پـام ونکـړي نـو دا بـه دې ځـان وژنـې پـه مانـا وي . لـه بلـې خـوا بیـا زمـوږ د شمـال ګاونـډي هيوادونـه د اوبـو د سرچینـو لـه کبله غنـي دي .تاجکسـتان د انرژي د تولیـد لـه کبلـه پـه نـړۍ کـې اتـم ځـای لـري ۵۲۷ میليـارده کیلـو واټـه کلنـې ظرفیـت لـري د دې تــر څنــګ ازبکســتان هــم د انــرژۍ پــوره زیرمـې لـري او کلنـی ظرفیـت یـې ۱۲۴۰۰ ميـګا واټــه دی پــه همــدې ډول ترکمنســتان هــم د انـرژې دتولیـد پـه برخـه کـې غنـي هيـواد دی ، له دغو هېوادو برېښنا اخیستل ښه کار ده خو بڼڅټځ ارزښت نشي لرلی، افغانستان باید هرڅه ژر چې ممکنه وي د کنړپه سیند کارپیل کړي د یوخوا کاسا ۱۰۰۰ او ترانزیتي لار منځنۍ آسیا ته او بلې خوا د کنړپه سيند بند دا به سبب شي چې پاکستان دانرژي پلوه افغانستان پورې وتړل شي هغه هم په داسې حال کې چې د پاکستان اړتیا اوبو ته هرورځ زیاتېږي۰

                                       پایان

اخذونه

-کمبود آب، و آب در افغانستان ویکی پیدیا

-تنظیم منابع اب درافغانستان ویکی پیدیا

– دښاغلی عبدالعزیز حیدری اقتصادی او انکشافی کارپوه مقاله بی بی سی

-رابط میان آب وتوسعه اقتصادی درافغانستان د دچېوېلې سایت

-کارمقدماتی  ۲۸ بند درافغانستان دوچېوېلې سایت

– استراتېژی انکشاف ملی افغانستان

http://mew.gov.af/Content/files/Water_Sector_Strategy.pdf

-د اوبو اقتصادی ارزښت  د ښاغلي محمد داوود نیازي لیکنه د دنیا ورځپانه (آی تي)

-د اوبو او انرژي وزارت رسمی وب پاڼه

– د بی بی سي سایت د افغانستان اوبه

-همدا راز یوشمیر مرتبطې ليکنې او نظریات مطالعه شوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply