څو ستوري چې پر ژوند ګران دي

0 975

هندي سېنما له ډول ډول پېښو ډکه ده، مینه، نفرت او کله کله مرګونې کیسې هغه څه دي چې د بالیووډ د هر ستوري له ژونده خبرېدو ته انسان هڅوي.
په سرخط کې نن د هغو ستوريو په اړه ولولئ چې له مرګونو پېښو وروسته بېرته راژوندي شوي او په اصطلاح دوسرا جنم یې پیل کړی دی.

کنگنا رناوټ؛
د ” کوئین اف جھانسی” فلم د شوټنګ پرمهال یې په تندي زخم وخوړ، پوره ۱۵ ټکونه یې وخوړل. له دې ټپ وروسته د فلم عکس بندي بنده شوه، تر هغه چې رناوټ روغه او بېرته بالیووډ ته راغله.

سلمان خان؛
د سلمان خان به داسې فلم پیدا نه کړئ چې یو ځل یې تر روغتونه نه وي رسولی، خو په ۲۰۰۳ مېلادي کال کې یې بیا د مرګ تر بستر وراساوه.
هغه د “تیرے نام” د شوټنګ پر مهال قسمت تر اور ګاډي له لاندې کېدو وژغوره. که هغه مهال د فلم یوه کارکوونکي سلمان خان له رېل کرښې کش کړی نه وای، نن به یې د مړینې ۱۴ کاله تېر شوي وو.

اېشوریا رای؛
د امیتاب بچن نږور د “خاکي‌” فلم په شوټنګ بوخته وه چې یوه جيپ ووهله او تر کوما یې ورسوله، خو خدای پرې رحم وکړ او بېرته ژوندۍ وشوه. دا پېښه په ۲۰۰۴ مېلادي کې شوې وه.

امیتاب بچن؛
د بالیووډ تر ټولو مشهور ستوری امیتاب په ۱۹۸۳ کال کې د “قلی” فلم د شوټنګ پر مهال داسې ټپي شو چې ۵۹ ورځې په روغتون کې تر درملنې لاندې و. هغه مهال د هغه د مړینې خبر هم خپور شو، خو وروسته مالومه شوه چې سړی ژوند دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply