پښتنو ته د آباسين آواز/ امان الله سېلاب ساپي

0 849
اى لروبر محكوم آزاد پښتونه
 څه شي مخمور كړې انتظار يې څله؟
 زه غورزنګونه ستا په نوم وهمه
 ته دربدر او ناكرار يې څله؟
 ستا په تاريخ زه افتخار لرمه
 ته نو لـه ژوند څخه بېزار يې څله؟
 دا كاڼي بوټي درته ځير دي بېل بېل
 چې نن ته خدايږو خواروزار يې څله؟
 څه خو لږ فكر او نظر كړه پيدا
 د استعمار په دام دوچار يې څله؟
 لاليه ويښ شه تير عظمت دې څه شو؟
 آ تيره توره متانت دې څه شو؟
 ستا د تاريخ پاڼه چې وګورمه
 مستې چپې مې په خيزو راشي
 چې دې راياد شي تير شوكت او هيبت
 زما چپې په غورزنګو راشي
 ستا د همت او زوړ دبدب په نامه
 ځمكه هوا په خوځېدو راشي
 چې تاترې ته دې ايمل كړي څوك ياد
 له خوشالۍ په مستېدو راشي
 د خوشال خان د نوم اواز چې وشي
 ګور كې اورنګ په لړزېدو راشي
 نو تاته وايم ته ناچار كړې څه شي؟
 تسخير په جال د استعمار كړې څه شي؟
 پاڅه زه نور تاته كتلى نه شم
 دا بده ورځ دې قبلولى نشم
 مونږ دې تاريخ كله دې حال ته پرېږدي
 ستا دا ژوندون نور زه منلى نشم
 د استعمار ښامار كړې هضم ګوری
 پاڅه دا حال دې زه زغملى نشم
 هله زنځير د اسارت وشلوه
 نور دې په حال زه ژړېدلى نشم
 ستا په دې حال يم په ژړا او حسرت
 د ژړا شور اوس ټينګولى نشم
 لاليه بيا دې تير شوكت غواړمه
 ستا پخوانى ننګ او غيرت غواړمه
 ماله خوشال بابا پيغام راكړى
 ونيسئ غوږ لږ شئ خبر پښتنو
 وايي بچوړو انتظار وشلوئ
 سره راغونډ شئ لروبر پښتنو
 ما امانت پت او ناموس پرېښى
 زما په لوروكړئ نظر پښتنو
 تاريخ دى منځ كې شهادت ته تيار
 لويو وړو د سم او غر پښتنو
 په ماله غمه دلته ګورتنګ شوى
 تپوس په كار دى د خيبر پښتنو
 بچيانو زه ستاسو ذلت نه منم
 ستاسو ژوندون په اسارت نه منم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply