په کویټ کې د لبنان د حزب الله تخریبي اعمال /  فضل الله رشتین

0 957

د کویټ  نن ورځې په رسمي ورځپاڼو او رسنیو  کې دا خبر نشر شوی دی چې ” حزب الله ” يو مسلح ىاسې تنطیم دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره کار او فعالیت کوي. او غواړي چې د ایران د  اسلامي انقلاب اصول او افکار اسلامي هیوادونو او کویټ ته  منتقل کړي او په دې ډول په اسلامي او عربي هیوادونو کې د عدم استقرار حالت مینځ ته راولي. او له بلې خوا د تروریستي فعالیتونو په کولو امن او استقرار ګډوډ کړي.
د لبنان حزب الله په کویت کې په ډیر تیرورستي پیښو کې لاس درلودلای دی چې لاندنۍ پیښې یې و نمونې په ډول لیکل کیږي.  .
۱- د کویټ د یوې الوتکې تښتول
۲- د کویټ د پخواني امیر شیخ جابر الاحمد الصباح  د وژلو لپاره په تروریستي عمل کې د لبنان د حزب الله لاس درلودل.
۳- د ایراني جاسوسانو نیول چې غوښتل یې له ایران څخه د بحر له لارې بیلابیلې وسلې کویټ ته راننباسي (ایران دغه کار په عربی هیوادونو کې د داعش او نورو تروریستي ډلو د پیدا کیدلو څخه د مخه کولو)
۴- په کویټ کې ایراني جاسوسانو له خوا  د کویټ د حساسو عسکري  او نفطی موقعیتونو عکس برداري کول.
۵- د سفارت د دیبلوماتانو  او عسکري کارمندانو په همکارۍ له ایران څخه د مختلفو اسلحو راوړل او په سفارت کې یې ذخیره کول
لڼده دا چې د کویټ په ورځپاڼو کې په اسلامي او عربي هیوادونو کې د استخباراتي فعالیتونو په اړه ډیر څه لیکل شوي دي.
مونږ اوس په دې خبره کوو چې د کویټ د تمیز محکمې په لس هاؤ کسان په دې خطر محاکمه  کړل چې د حزب الله له خوا په کویټ کې د تخریبي اعمالو د ترسره ه کیدلو لپاره  یې فعالیتونه کول . دا کسان د کویتي ورځپاڼو د ګزارشونو په اساس په لبنان کې د حزب الله په عسکري قراګاؤ کې ترین شوي او په کویټ کې د ایران د سفارت له خوا ورسره مرسته شوې چې تروریستي اعمال سرته ورسوي.

د کویټ حکومت په کویټ کې د ایران د سفارت فرهنګي دفتر او د عسکري اتشې دفترو وتړل او څو تنه ایراني دیبلوماتانو ته یې خبر ورکړ چې د کویټ له خاورې څخه ووځي.
البته دا ټول اجراات د تمیز د محکمې د حکم او فیصلې په اساس تر سره شول.

د کویټ په ورځپاڼو کې راغلي دي چې ټول هغه متهمین چې په محکمه کې حاضر شوي وو ، دا اعترافات وکړل چې دحزب الله او ایران له خوا ورته دنده ورکړ شوې وه چې په کویټ کې تروریستي اعمال سرته ورسوي،
دا یادونه باید وشي چې حزب الله او ایران له ډیر پخوا یعنې د څو کالو راهیسي ددې تروریستي  اعمالو په  سرته رسولو تورن دي.
د هغو کسانو شمیر چې محکمې یې په اړه حکم صادر کړی چې باید محاکمه شي ۲۶ کسانو ته رسیږي.
له دې حالاتو څخه معلومیږي چې ایران او حزب الله  نه یوازې په کویټ او اسلامي هیوادونو کې فعالیتونه لري ،  بلکه په افغانستان کې هم فعالیتونه لري. په افغانستان کې نه یوازې ایران بلکه  ۴۵ هیوادونه استخباراتي فعالیتونه لري.
اوس نو دا دنده د افغانستان د حکومت او د محاکمو ده چې بیلابیلې تروریستي واقعات وڅاري ، وڅیړي او هغه کسان چې په دې اعمالو کې لاس لري ، محاکمه کړي.
که د افغانستان حکومت داسې ونه کړي نو په هیواد کې به دا ټول خارجي هیوادونه همداشان خپل استخباراتي فعالیتونه کوي ، تخریبي اعمال به سرته رسوي او خپلو اهدافو ته به ځان رسوي.
آیا مونږ د کوچني هیواد کویټ ته هم نه شو رسیدلای چې د تروریستانو او ترهګرو په مقابل کې له لازمو اجرااتو او اقداماتو څخه کار واخلو؟ که داکار نه شو کولای نو بیا دا حکومت او دا دولت څه شی لپاره دی ؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply