خوشحال آصفي/نيکټايې لرونکي طالبان د نظام د سقوط په لټه کې

0 655

د حکومت اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وايې، سياسيون دې ملي ګټې د شخصو غوښتنو څخه نه قرباني کوي. نوموړي چې تيره ورځ يې د ځوانانو پارلمان ته وينا کوله؛ د هيواد له سياسيونو وغوښتل چې د هيواد حساسو حالاتو ته په کتو دې ملي ګټې د خپلو شخصي غوښتنو څخه نه قرباني کوي. ښاغلي عبدالله همداراز هغه کسان خاينان وبلل چې د حکومت برخه ده او پر حکومت بيځايه نيوکې کوي.

که څه هم اجرايه رييس عبدالله کوم خاصه ډله او يا د چا نوم وانخيست چې خاينان څوک دي او څوک د ترهګرۍ په ګټه تبليغ کوي خو د تروريزم په ګټه يې د سياسيونو لخوا هر ډول تبليغ ملي خيانت ياد کړلو. داسې باور کيږي چې د نوموړي اشاره د حکومت ضد د حکومتي چارواکو وروستيو ايتلافونو او ځينو ډلو ته وي چې وخت ناوخت پر حکومت نيوکې کوي.

د ښاغلي عبدالله اندېښنه پر ځای ده. مونږ او تاسې عملاً وينو چې يو شمېر کرغيړنې څېرې د نورو استخباراتو او پرديو هيوادونو په لمسون پر اوسني حکومت بيځايه نيوکې کوي. ډيری د دوی که څه د دولت يوه برخه هم ده خو بيا هم پر حکومت خوله پرانيزي او د نظام د سقوط هڅې کوي. په اوس وخت کې دوه لويې عمومې ډلې شتون لري چې د نظام د سقوط هڅې کوي. يوه ډله د حکومت وسله وال مخالفان دي چې په سنګرونو کې د امنيتي ځواکونو سره جنګيږي او د جنګ دستور ورته د پاکستان، ايران، روسيه او نورو هيوادونو څخه ورکول کیږي. او بله ډله د اوسني حکومت هغه قسم خوړلي او له حکومته هغه رټل شوي او شړل شوي څېري دي چې ولسمشر غني يې په حکومت کې ورته لنګه غوا وچه کړې ده.

دغه دويمه ډله ترهګر په حقيقت کې د هيواد د پرمختګ لپاره د ولسمشر غني د پاليسو مخالفت کوي، دوی د ولسمشر غني هغو هڅو قهرولي دي چې غواړي جنګسالار نور څنګ ته کړي او ځای يې نويو لوستو ځوانانو ته پريږدي. دوی د غني هغې پاليسۍ په غصه کړي چې له مخې يې د څوکيو هغه ټيکه داران چې دولتي څوکۍ يې ميراثې کړې ده؛ له څوکيو ليرې کول کيږي. د دوی په نس کې د ولسمشر غني هغو هڅو درد پيدا کړی دی چې غواړي پر اساس يې په هيواد کې نور د ټوپک ځای قلم ونيسي. دوی  د ولسمشر غني له هغو هڅو او پلانونو ډاريږي چې غواړي د غل، فاسد، جنګسالار، لوټمار، قاتل او جاسوس سره بايد د خپل تيرو کړنو حساب وشي.

 دوی د ولسمشر غني هغو پلانونو په غصه کړي چې له مخې يې د دغو جاسوسانو پر بادارانو د افغانستان ګټې بنديږي. دغه ډله ترهګر د افغانستان لپاره د ولسمشر غني له هغو پلانونو کړيږي چې پر اساس يې د دوی پر بادارانو د افغانستان اوبه بندیږي. دوی د غني هغه پياوړي بهرني سياست قهرولي دي چې په نړيواله کچه يې د دوی د بادارانو پاکستانيانو  اصلي څېره بربنډه کړه. دوی د ولسمشر غني هغو کاميابو پاليسو په غصه کړي دي چې پر اساس يې په هر نړيوال کنفرانس او غونډه کې ولسمشر غني د افغانستان لپاره په ميلونونو مرسته راغونډه کړې ده.

دوی پوهيږي چې ولسمشر غني که په واک پاتې شي نو نه يواځې دا چې له دغه غله، جاسوسان، د پرديو مزدوران او فاسدان به له اوسني دولتي موقفه ليرې بلکې له دوی سره د تيرو کړو حساب کتاب هم وشي. دوی د ولسمشر غني په شتون کې خپل سياسي راتلونکی په خطر کې ويني. دغه غله، فاسدان، د پرديو جاسوسان او مزدوران ولسمشر غني د خپل سياسي ژوند لپاره عزرايل بولي نو ځکه خو د ځان د خلاصون لپاره وخت ناوخت په ولسمشر غني نيوکې کوي او د نوموړي پلانونه ننګوي.

خو يوه خبره بايد ياده شي چې دغه بېځايه او د شخصي عقدې لرونکي حکومتي منتقدين هيڅ هم نشي کولی. دوی يواځې دومره کولی شي چې حکومت ته په ګواښ کولو او اخطارونو ورکولو سره خپل ځانونه ډاډه کړي. ځکه اوسنی حکومت د نړيوالې ټولنې د غوڅ ملاتړ تر څنګ د ولس غوڅ ملاتړ هم لري. ولس پوهيږي چې که خدای مه کړه په اوسني نظام څه کيږي نو بديل به يې يا طالب او ياد داعش وي. د همدې لپاره ولس په لويه کچه د حکومت ملاتړی دی او په هر دول حالاتو کې به له ولسمشر غني سره اوږه په اوږه ولاړ وي او د هيواد د پرمختګ لپاره د هرې کړنلارې او پلان کلک ملاتړ يې کوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply