غزل/ سپوږمۍ

0 1,036

جرګو سره زه نه ځمه جرګې ځان سره وړم
ملاله دمیوند یمه ټپې ځان سره وړم

دسرو پیزوان مې ورک دی لوغړنه پسې ګرځم
دسرو شوڼدو لپاره سِری لمبی ځان سره وړم

له خوبه لا کله بیدار یږی مړ پښتون
دسر ټیکری مې ورک دی شوګیری ځان سره وړم

وطنه ستا په سر به دمرګ دار ته غاړه کیږدم
زندان ته ځمه دارته زولنی ځان سره وړم

بنګړی مې دنازکو لیچو وتړل په شال
یادونه دې دغلو په ځیر له شپی ځان سره وړم

سپوږمۍ د څورلسمی یمه ړنا را خوروم
خپل قوم ته به ټپی څو زمزمی ځان سره وړم

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply