جنرال دوستم دې یو پیاوړی مدني حرکت وکړي!/ احسان االه ارینزی

0 1,191

جنرال دوستم په تېرو پنځه دېرشو کلونو کې، د افغانستان یو زړور، مدیر او مدبر افسر بلل کېږي. د ولسمشر ډاکتر نجیب الله په ضد هغه ائتلاف چې جنرال دوستم یې د ملا تیر بلل کېده، په څو میاشتو کې هغه حکومت رنګ او هېواد له داسې ناورین، کړکېچ او ناخوالو سره مخامخ کړ چې اوس د افغانستان د تاریخ یو تور پړاو بلل کېږي!
جنرال دوستم په تېرو پنځه ویشتو کلونو کې د ائتلافونو د جوړولو او ماتولو له اتلانو څخه دی او دا وس او واک لري چې په لنډه موده کې لوری بدل کړي، یو پرېږدي او د بل په څنګ کې ودرېږي!
له احمد شاه مسعود او استاد مزاري سره د جنرال دوستم ائتلاف، د ډاکتر نجیب الله کاواکه حکومت ته د پای ټکی کېښود. له دې وروسته د جنرال دوستم ملیشې د حزب اسلامي په ضد وجنګېدې او کابل یې په ګډه په یوه کنډواله بدل کړ.
لږ وروسته جنرال دوستم د حزب اسلامي (حکمتیار) او صبغت الله مجددي په ګډه د همغږی شوری جوړه او د استاد رباني په (دولت اسلامي افغانستان) یرغل وکړ. ښکاره خبره ده چې په دې وړاندې تګونو او شاته تګونو کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتل؛ خو د اسلامي دولت او اسلامي تنظیمونو او جنبش ملي مشران دومره د ګران اسلام په غم کې ډوب وو چې د پنځوس – شپیته زره کسانو مرګ ژوبله ورته هېڅ هم نه ښکاریدل!
جنرال دوستم د طالبانو په وخت کې شمال پرېښود او ازبکستان او ترکیې ته مهاجر شو؛ خو کله چې امریکایان او ډالر او B – 52 پیدا شول، جنرال هم بېرته را ژوندی شو، بیا یې پوځونه او آسونه سمبال کړل او د لیلې دښته یې د خلکو په اجسادو ډکه کړه.
د حامد کرزي په وخت کې جنرال دوستم د اعلی سرقوماندانی درستیزوال او په عین وخت کې د جنبش ملي اسلامي د قومي وسله وال ګوند مشر و.
د ډاکتر محمد اشرف غني په ټاکنیز کمپاین کې، جنرال دوستم د هغه ملګری شو او د دې ټیم تله یې درنه کړه. د ټیم له بري وروسته جنرال د ولسمشر لومړی مرستیال و؛ خو ده اداري کارونه نه خوښول او څو ځلې فاریاب او جوزجان ته لاړ چې د طالبانو مخه ډب او د دې ولایاتو د احتمالي سقوط مخه ونیسي.
اوس بیا جنرال دوستم لوری بدل کړی او پریکړه یې کړې چې د بلخ والي عطا محمد نور او د حزب وحدت د یوه مشر محقق په ګډون، د افغانستان د ژغورنې ائتلاف جوړ او هېواد له اوسنیو ستونزو څخه وژغوري!
دوستم ولی له ډاکتر محمد اشرف غني څخه خوابدی دی؟ دی خپله وايي چې ډاکتر پوره واک نه ورکوي او په دولتي مناصبو کې یې د تقرر په برخه کې د جنرال د قوم خیال نه دی ساتل شوی!
څه موده مخکې په دې ستونزو باندې یوه بله هم اضافه شوه او هغه د ایسجي قضیه ده!
ایسجي، د جنرال پخوانی ملګری، د جنبش غړی، د جوزجان پخوانی والي ادعا کړې چې د جنرال وسله والو د ده په مخکې او د ده په امر وهلی او حتی د جنسي تیري یا ځورونې خبرې کېږي!
جنرال دوستم دا خبره سیاسي بولي او نه غواړي چې محکمې ته حاضر او د قضاتو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي!
د جنرال دوستم ځینې ګوندي ملګري او ویاند؛ خو دا هم وایي چې د افغانستان قضاییه قوه د مرستیال ولسمشر د محاکمې حق نه لري او دې به هېڅکله پوښتنو- ګروېږونو ته حاضر نه شي.
په عین حال کې امریکا او اروپایي ټولنه ډېر فعال شوي او استازي یې همدا اعلامیې صادروي چې جنرال باید د قانون له مخې محاکمه او د ایسجي د خبرې سپیناوی وشي!
څو ورځې مخکې داسې ګونګوسې خپاره شول چې ګواکې جنرال دوستم په یوه کوچني الوتکه کې، په پټه افغانستان ته راتلو؛ خو ولسمشر غني یې مخه ونیوه او هغه الوتکه بېرته ترکیې ته ستنه شوه!
اوس خبره دا ده چې جنرال دوستم ډېر وسله وال سړي لري او کېدای شي چې د بل هر تنظیمي مشر په پرتله، پیاوړی قومي ملاتړ هم ولري؛ خو هوښیاره مرغۍ یو وخت په دوو لومو کې نښلي!
جنرال دوستم یوه داسې جنایي دوسیه لري چې نړیوال یې هم د خلاصون غوښتونکي دي. په جنرال تور دی چې خپل یو پخوانی سپین ږیری ګوندي ملګری یې ځورولی او هغه سړی د افغانستان قضایي سیستم ته عارض شوی دی.
په اوسني افغانستان کې، له بده مرغه ټول دولت د لږ مشروعیت له درنې پوښتنې سره مخامخ دي. ولسمشر د خلکو په رایو نه؛ بلکې د جان کری او یان کوبیش په پریکړه راغلی، اجراییه ریاست د لاس شپږمه ګوته ده چې په اساسي قانون کې هېڅ ځای نه لري، د ولسي جرګې وخت دوه نیم کاله مخکې پوره شوی او د (خلکو استازي) اوس په دولتي فرمان چلېږي، د مشرانو جرګې یوه برخه غړي اصلاً نه دي ټاکل شوي او د یوې برخې وخت پوره دی او داسې نور؛ نو که په داسې حال کې مرستیال ولسمشر جنرال دوستم هم ووایي چې دا قضا زما د محاکمې واک نه لري؛ نو قضاییه قوې ته دومره دروند زیان رسي چې عوام الناس یې اټکل هم نه شي کولای.
جنرال دوستم اوس په داسې موقعیت کې دی چې بې له محکمې بله لار نه لري؛ خو دی باید اوس یو غټ او بریالی ګام پورته او ووایي چې د ده له پاره دې یو داسې ځانګړې واکمنه، مسلکي ناپېلې، محکمه جوړه شي چې نړیوال څارونکي هم ولري او د ده وکیل دې هلته حاضر شي. هر څومره چې جنرال دوستم په خپل پخواني دریځ ټینګار کوي او د زور او ټوپک بابولالی اوروي، ځان ته زیان رسوي. د افغانستان خلک او په تېره بیا ځوان نسل هم غواړي چې مشران د قانون د تطبیق او د قانون د منلو او درناوي سرلاري شي او نور دې د سر زوري، زور ښودلو، کلاشنکوف فرهنګ او وحشت خورولو په ځای د تفاهم، قانونیت او مشروعیت له لارې، په مخ لاړ شي او ځانونه د قانوني ژوندانه او مدني توب په سمبولونو بدل کړي.
داسې یو مدني حرکت به هم د افغانستان د قضاییه قوې حیثیت لوړ کاندي او هم به جنرال دوستم ته موقع ورکړي چې خپل نسبتاً بایللی نوم بیرته ژوندی او د خلکو او سیاسي کړیو ملاتړ بیا تر لاسه کړي!
که جنرال دوستم بیا هم په خپل پخواني دریځ ټینګار وکړي، مانا یې دا ده چې جنرال د امریکا او اروپایی ټولنې یا د خپلو ملاتړو، پیام سم نه دی اخستی او له اور سره لوبې کوي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply