څو ورځې وړاندې کله چې د ؛رستاخیز؛ تر عنوان لاندې کابل کې سیاسي دکانداریو زور واخیست او یوې ځانګړې ډلګې د امتیاز ترلاسه کولو په پار عدالت پلمه کړ او د کابل په ښاریانو یې لارې بندې کړی وی او له هر لوري یې د نظام د تضعیف او بدنامولو هڅه کوله نو طلوع په هره دوه کسیزه خیمه پسې کمره اخیستی وه او یاد څو کسیز پاڅون ته یې د یو لوي ولسي بحران په څیر انعکاس ورکاوه.
ورځ لا نه وه تیره چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی محمود سیقل کابل ته راورسید او د طلوع تلویزیون له لارې یې د نظام د تضعیف او عامه ذهنیت د مغشوشولو هڅه وکړه، نوموړي حکومت تورن کړ چې ګواکې په ملګري ملتونو کې یی د پاکستان پر وړاندې رسمي شکایت نه دی کړی خو د طلوع څارنوالانو هیڅ و نه پوښته چې د ښاغلي دنده او مسولیت څه دی؟ په ملګرو ملتونو کې د کومو موخو ترلاسه کولو په پار ګمارل شوی او په رسنیو کې یی د دا ډول څرګندونو موخه څه ده؟
بلکه برعکس یې د سیاسي وضعیت خړ پړتیا ته لمن ووهله، له دې امله یې په ولسمشر، امنیت شورا او نورو نهادونو توندې نیوکې وکړئ او د ورځې توده موضوع یې ترې جوړه کړه خو د بهرنیو چارو وزارت په اړه چپه خوله پاتې شول!
څه وخت مخکې د ولسمشر په فرمان یوه اداره کې ځوان کدرد معین په بست ګمارل شوی و، موبي ګروپ چې طلوع یې یوه څانګه ده نوموړی ګواښولی و چې ګواکې د نوموړي په اړه به، هغې پخوانی دوسیې ته پکې ووهي چې څارنوالۍ لا پخوا توطیه بللی وه، په دې توګه یې نوموړی تر سخت روحي فشار لاندې راوستی و خو د موبي ګروپ سره تر خبرو وروسته هر څه رک روغ شول، نپوهیږم څه تیر شول؟
اوس راځم اصلي خبرې ته!
که د هیواد دښمنان د پردیو په لمسون د دې خاورې فزیکي او اقتصادي بنسټونه له منځه وړي نو د طلوع په څیر د پردیو په لاس تغذیه شوی رسنۍ د دې هیواد فکري او کلتوري بنسټونه د نابودی خواته بیایي او ورځ تر بلې یې پر ځمکه کیباسي.
طلوع که له یوې خوا ملي نوامیسو او ملي ارزښتونو پر ضد د پردیو لاسنیوی کوي، د بیان د آزادۍ، انساني حقونو خونديتوب او د ولس غږ اوچتونې تر نامه لاندې یې بې شمیرې تورې پیسې ترلاسه کړي نو له بل پلوه یې له بیلا بیلو لارو د ګاونډیانو فرهنګي یرغل ته لار هواره کړئ او د هیواد د اصیل فرهنګ تاریخ یی له پوښتنو سره مخ کړای.
طلوع تل د ځانګړی ډلګې ملاتړ کړی او د هغوي د سیاسي مخالفینو د ټکولو په پار یې خپل مایک د هغوي په واک کې ورکړئ.
هاغه ورځ څو نجونو افغان ملت ته ویاړ وباخه، تر امریکا ورسیدې او نړیوال یې په کمو امکاناتو خپل پنځولي هنر ته غاښ په ګوته کړل خو طلوع تلویزیون د (۱) یک ، تجارتي تلویزیون سره یو ځای نغارې وډنګولئ چې ګواکې د هیواد دغه ویاړلې لوڼه بیرته نه راګرځي ، آن کله چې هغوي له امریکا، دوبۍ ته پر لار وی ، (۱) تلویزیون راپور خپور کړ چې ګواکې یاده ډلګی د واشنګټن له هوایي میدانه ترې تم شوی!
دغه رسنیو د خپلو بدرنګو څیرو د پټیدا او دفاع په خاطر د ژورنالیستانو د خوندیتوب او بیان د آزادۍ تر سرلیک لاندې بیلا بیل شخصي بنسټونه او ټولنې جوړې کړي ، کله چې په یو خبري کانفرانس کې ولسمشر غني د طلوع یو خبریال حساسیت پارونکو پوښتنو ته پرینښود نو په صبا یې د همدغه نهادونو په ګته اخیستنی د بیان د آزادۍ تر سرلیک لاندې ولسمشرۍ ماڼی وننګوله او د ارګ پر ضد یې بیلا بیلو ۵ کسیزو ناستو ته خبري پوښښ ورکړ.
پرون یې بیا په کاناډا کې د افغانستان سفیرې اغلې شینکۍ کړوخیل پسې د درواغو راپور خپور کړ او د ثبوت په توګه یی جعلي لیک وکاراوه، د قانون له مخې د بهرنیو چارو وزارت مکلف دی، د یادې ادعا څیړنه وکړي او د هیوادوالو د تشویش رفع کولو په پار طلوع وپوښتي چې یاد اسناد یی له کومې مرجع تر لاسه کړي او د راپور جوړونې اصلي موخه یې څه وه؟
که د بهرنیو چارو وزارت دا کار ونکړي ، یاد وزارت به د یوې ډلګۍ تر انحصار لاندې نور هم له کرکې او ولسي بې باوری سره مخ شي او طلوع به د دغه ډلګۍ د سیاسي نمایندګۍ په توګه وپیژندل شي.
د خپلواک، سرلوړي او ودان افغانستان په هیله.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320