بېواده پاتېدل يا د واده ځنډېدل، يوازې ستاسې کيسه نه ده. له بېوادهتوبه فاجعه مه جوړوئ او دا انتظار مه کوئ چې تاسې دې څوک هيڅ نه وايي. مجردۍ ژوند د عزت النفس او خوشبيني په دايرو کې تېر کړئ، ځکه يو وخت به د همدې ورځو ارمان کوئ.
لنډۍ دي چې؛
ارمان ارمان د دادا کوره
له ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه
پېغلتوب نيمه پاچاهي ده
ورک ناوېتوب شه چې دوه نيمې ورځې وينه
د يوه ايراني راپور په اساس ويل شوي چې پخوا د کوژدن د کولو ډول داسې و چې يو کس به واسطه شو، هغه نجلۍ به يې د هلک کورنۍ ته ور وښووله چې تناسب به يې سره درلود او دی به باوري وو چې ژوند يې سره جوړېدای شي.
د ننۍ نړۍ مصرفيتونو د پخوا په څېر خلکو تر منځ د تګ راتګ تارونه پرې کړي، که يې پرې کړي نه دي، سست کړي يې حتمي دي، ځکه خو د شناخت ډول توپير کړی او بلکې کم شوی دی. همداسې د ځوان کهول د کوژدې کولو معيارونه هم يو څه بدل شوي دي.
دغه لړۍ د مډرن کېدو تر دورانه په زور کې روانه وه، البته موږ وايو چې مډرن کېدل بايد يوه تصادفي حاثه نه، بلکې يوه شعوري پروسه وي. بايد مډرن کېدل د ځينو معنوي او مادي ګټو سبب وګرځي، که دا به يوازې د جامو برسېرن بدلون ته ورته وي.
هماغه وخت د نجونو د لوست کولتور هم کمرنګه و، اوس چې د نجونو مسلکي تعليم نسبتاً پر مخ تللی، نجونې هم پکې بري نه دي پاتې شوې.
خو د دې تر څنګ ځينو مواردو بدلون کړی، له دې جملې د لور واده ته د مور و پلار تلوار، د نجونو او هلکانو تر منځ د ازدواج معيارونه، په خپلوانو کې د ور کولو، د کورنيو او ګاونډيانو تر منځ د تګ راتګ سلسلې او ډېر نور يادولای شو.
د کورنيو کم شناخت يا د رويبارانو ورکه اوس د دې سببونه دي چې د نجلۍ کوژدن ناوخته او سن لوړ شي. نن سبا کابو ټولې کورنۍ د ورکو شويو دودونو د بديل او د نويو هغو د ايجاد وړتيا هم نه لري، ځکه خو يې د لوڼو خواستګاران په دوربين کې هم نه ښکاري او هېښتيا پېښه ده چې اوس به څه کېږي؟
يوه ځوروونکې نکته دا ده چې ډېری مجردې نجونې د مور و پلار تر فشار لاندې دي او په اصطلاح هغه لرګي يې ترې جوړ کړي چې دواړه سرونه يې سوځېدلي وي.
زموږ په ننۍ ټولنه کې کوژده د کوژده کېدو لړۍ تر پخوا څو چنده پېچلې شوې، د هغو نجونو شمېره لوړه ختلې چې تر اوسه بېکوژدې پاتې دي.
د مجردو نجونو پر وړاندې تر ډېرو ژور مشکل د کورنۍ فشار او د شا و خوا کسان دي، هغه هم په داسې ډول ټولنه کې چې يو خورا سنتي او بېنسخې ژوند تېروي او پر دغسې مسايلو يې له سره ځان ته د غور تکليف نه دی ورکړی.
اوس به وګورو چې د ناواده نجونو پر اوږو د کومو فشارونو بارونه پراته دي؛
• د مناسب مېړه د موندلو فشار
يوه درې دېرش کلنه ښځه وايي؛ «د پخواني وخت د نجونو په حال پسې ارمان راځي، ستونزې يې مالومې وې، د پلار و مور توقعات يې مالوم وو، اوس نو څه دي؟
کله چې د کوژدې سن ته برابره شې، اتلس يا شل کلنې ته ورسېږې او مرکه/جرګه هم درته راشي، پلار و مور وايي نه، بايد درس ووايې. څو کاله وروسته چې يوه لوستې نجلۍ شي، سن دې هم لوړ شي، بيا نو خواستګاري يوازې په خوب وينې.
دغه وخت نو پلار و مور ستا له کوژده کولو ځان بېخي ګوښې ته کړي او هر کار تا ته در پرېږدي. دا قضيه دلته هم نه ختمېږي، پخوا چې به يې د همکار، ټولګيوال يا کوم هلک په اړه معمولي خبره هم در نه اورېده، تېز غبرګون به يې ښوو، خو اوس دې تشويقوي چې له يو چا سره ځان جوړ کړه، يو څوک پيدا کړه، اوس خو عاقله او بالغه يې.
تاسې تر نن ورځې پورې له دې برعکس فرهنګ سره را لويې شوې ياست، د شا و خوا کسانو په هلکه پوره درک درته سخت وي.»
د دې ښځې له خبرو ښکاري چې نن سبا د ناوده نجونو پر وړاندې لوی خنډونه د هغوی کورنۍ او شا و خوا کسان دي، بل دا چې د دغسې يوه حالت لهپاره کورنۍ هيڅ راز وړاندوينه نهشوای کولای او تصادفي مخ ته روانه وه.
دغسې وضعيت د نجلۍ فکر دريو خواوو ته مشغولوي؛
• مجرد پاتېدل
• د کورنۍ او نورو وګړيو فشار
• د مناسبې مرجع نه موندل
دا ستونزې له يوې پېغلې د يوه لوړ عمر څښتنه لالهانده او غمجنه څېره جوړوي.
• د کنايو ټک و ټوک اورېدل
مجردې نجونې د خپل تجرد په اړه ګڼې خبرې اوري، خو په سريع اقدام او مستقيم شکل يې مخه نهشي نيولای، ځکه خو په رواني فشار يا سټرس اخته کېږي.
مثلا د کلي کوڅې په يوه واده کې ناورکړې نجلۍ دغه ډول خبرې اوري؛
• «زياتې به دې وار وي، لږ ته هم لاس و پښې ښووروه.»
• په فاتحه يا بله خواخوږي کې؛ «وخ، پر زړه دې د واده هيله ناختلې پاتې شوه.»
• په مېلمستيا کې؛ «د پلاني لور شپاړس کلنه ده ور يې کړه… خلک څومره چالاکه دي!»
• په اختر کې؛ «راشه چې دسترخوان پر سر در وڅنډم چې بخت دې خلاص شي.»
• د خپلوانو د کوژدې په ورځ؛ «د ناوې ګوته په لاس کړه، ښی لاس دې پر سر کېږده.»
• د نجونو پر نړيواله ورځ؛ «دا کال دې خدای وروستی کړه!»
دغه شيان وروسته وروسته د دې سبب کېږي چې ناواده نجونې په دغسې مراسمو کې ګډون پرېږدي، يا بېخي کمې له کوره وتلو ته زړه ښه کړي.
• شايعات او مزاحمتونه
د متاهلو کسانو په پرتله د مجردو نجونو پر وړاندې حساسيتونه ډېر دي. مثلاً که له کورنۍ سره په سيل يا سفر ووځي، له يوه نارينه چې شايد همکار يې وي، همسفر يا هوټلي وي، په څو ځلې مخامخ غږېدو يا ټليفون کولو د ورسره کسانو پسپسک پيلېږي. له دې سره سره مجردې نجونې په دفتر، ګاونډيتوب او کورني ژوند کې د نارينهوو له مزاحمتونو سره مخ وي.
• د کور کار
زموږ په فرهنګ او دودونو کې نجلۍ مجبوره ده چې تر واده پورې د پلار کره ژوند وکړي. دغه ژوند سره له خوندونو، ځينې مسووليتونه هم لري چې کله کله په ستونزو بدلېږي. له دې جملې يوه ستونزه دا هم ده چې له لور او خور څخه بېپايه چوپړ غواړي.
يوه نههويشت کلنه نجلۍ وايي؛ «که له وظيفې يا د سرای له کاره تر ماښامه پورې ځان خلاص کړم او خونې ته ورسېږم، وينم چې وروڼه، خويندې، لويان او ماشومان ټول را يو ځای شي، زه يې په ليدو خوشاله کېږم، مګر دوی ټول سره ناست وي او زه له ټولې ستړيا سره د شپې تر پايه پورې ښوورم، پخول او کښته پورته کېدل مې خورا له اخ و ټوخه غورځي.»
همداسې يوه بله درې دېرش کلنه ښځه خپل حال داسې بيانوي؛ «خور، ورور، ترور، توړۍ چې هر يو ناروغ شي، ما ته يې را له غاړې کوي. څو مياشتې مخکې مې خور ماشوم نقصان کړ، دا وخت نو زما د دوبي رخصتي وه، مګر رخصتي مې په روغتون کې شوه.
کله چې مو کورته راوړله، بيا يې هم زما لاس ته وغورځوله، د ورځې له کار او د شپې له بېخوبې سخته ستړې وم، اخېر مې يوه بهانه جوړه کړه او خپلې وظيفې ته وګرځېدم.»
بله ۲۸۸ کلنه پېغله وايي؛ «د بېځايه توقعاتو له اذيته دومره په عذاب يم چې مجردي دومره نه يم په تنګه کړې.»
• د ټولنيزو اړيکو کمښت
دا يو معمول دی چې دوستان يا شناخته کورنۍ په غم او ښادي کې يو د بل کره ورځي، دوی يو بل ته رسمي غوندې بلنه ورکوي او شايد په دغو مراسمو کې مجردې نجونې و نه بلل شي. مخکې به د پېغلو لهپاره د خواستګاري د پيدا کېدو غوره فرصتونه همداسې مراسم وو.
د ودونو، اخترونو يا فاتحو په مراسمو کې هغوی ګډون کوي چې ودونه يې شوي وي، ځکه خو ناواده نجونې له دعوته پاتېږي او په پايله کې يې د اجتماعي ژوند او اړيکو په برخه کې له يوازېتوب سره مخ کېږي.
دغه فشارونه ستونزې پېښولای شي؟
• د خطرناکو کړنو د احتمال ډېرېدل
هغه کورنۍ چې خپلې لوڼې د مېړه د موندلو تر فشار لاندې راولي، ممکن په داسې کږلېچونو ورسمې شي چې کمه تجربه يې په لويه پښېماني واړوي.
• د ناموفق ازدواج امکان زياتېدل
تهديدول او د ګناه احساس ورکول، که ستونزې ګڼې نه کړي، حل کولای يې نهشي، ځکه خو د مخکېنيو رد کړو خواستګاريو په اړه يو وار بيا فکر وکړئ.
هغه فشار چې پر نجونو لوېږي، ممکن دومره يې اغېزمنې کړي چې يا وتښتي او يا لا داسې چا سره واده ته غاړه کښېږدي چې ټول ژوند يې په تياره تالاب کې ډوب شي. دا بديهي خبره ده چې دغه ډول ازدواج لکه درواغ تر ډېره نه غځېږي، ژر يې د طلاقنامې مهر پر زړه د لګېدلي ټپ غوندې لګېږي.
• رواني ناروغۍ
مجردې نجونې د فشار له ډېرښته د ستړيا، اضطراب، ناهيلي، بدبيني، يوازېتوب، د معدې په زخم، د سر په ميګرني دردونو، د وينې په فشار او نورو ناروغيو اخته کېدای شي.
د پرمختګ د چانسونو له منځه وړل
مجرده نجلۍ د خپل تجرد يا بېواده حالت په هکله ګڼې خبرې اوري، څنګه چې سم يې سر نه خلاصېږي او بلکې بايد ووايو چې نهشي کولای د خپلې ستونزې حل ته نېغ په نېغه را پاڅي؛ نو پايله دا شي چې په سټرس يا ژور خپګان اخته شي.
دوی چې له ژور ځور سره مخ شوې وي، له خپلو رواني ظرفيتونو هغسې کامله استفاده نهشي کولای چې د يو نارمل انسان لهپاره دي. دغسې نجونو ژوند له هر اړخه له يوه نه يوه بحران سره لاس و ګرېوان کېدای شي.
اوس به يې د حل برخې ته راشو، پوښتنه دا ده چې مجردې نجونې د خپلو ستونزو مخه څنګه ډبولای شي؟
• د خلکو خولې نه بندېږي
دې ته انتظار مه کوئ چې ستاسې په اړه دې هيڅوک هيڅ نه وايي. دا چې هيڅوک دې له تاسې سره هيڅ ډول اړيکه و نه لري، امکان نه لري. مثلاً يوه اوونۍ مو پلار و مور تاسې ته هيڅ نه وايي، دغه وضعيت به څومره درته هېښنده وي؟ دوی به په يوه توره بېپروايي تورن نه کړئ؟ تر دې ور ها خوا زموږ و تاسې د چاپېريال ډېری کسان سادهزړي او واقعي خواخوږي دي، خو د کمې اګاهي په خاطر يې سم سر نه خلاصېږي چې خپله خواخوږي يا پاملرنه څنګه ښکاره کړي. په هکله داسې سپارښتنه کېږي چې تاسې د دوی په تا ويل ما ويل کې خپل فکر مه مصروفوئ، هغوی ته خپلې خبرې او چلندونه بيا بيا بيان کړئ چې له تاسې سره له زړه خواخوږي لري او بېغرضه دي. دوی ته غوږ ونيسئ او پوښتنې يې منطقي ځواب کړئ.
د خبرو اترو د مهارت زدهکړه او د شوخطبعي هنر که مو زده شو، پر دغه لاره سفر به مو سيل ته ورته شي.
• له مجردي فاجعه مه جوړئ
د پښتنو په اصطلاح، که مو ژر نصيب خلاص نهشو، خاورې مه بادوئ. دا سمه ده چې يوازېتوب د عاقل او بالغ انسان طبيعي انتخاب نه دی، مګر د هغو دلايلو په اساس چې ستاسې په واک کې نه دي، عاقلانه او مدبرانه چلند ته ملا وتړئ.
فاجعهسازي ستاسې ستونزې نه حل کوي نه حل کوي، بلکې يوه درېيمه ستونزه هم پېښوي، ځکه خو د ژوند د يوه مناسب ملګري تر موندلو، ژوند په پوره انرژي او انګېزه روان وساتئ.
• خوشبينې اوسئ
افکار مو د بدبيني په تورو اوبو کې مه ډوبوئ. ځان ته په منفي دايره کې مقام مه ټاکئ، تاسې باارزښته ياست، ځانګړې ياست، ښکلې ياست، استعداد لرئ او توانمنې ياست. ژوند له فرصتونو ډک دی او دغه چانسونه يوازې د هغوی په برخه دي چې عزت النفس لري او ځان ته په منفي سترګه نه ګوري.
• د جرات موندلو تمرین
له تاسې د شا و خوا کسانو توقعات ستاسې د جرات په کچه دي. په دې هکله ډېر مطالب ليکل شوي، هڅه وکړئ چې د جرات په موندلو له خپلو شا و خوا کسانو سره د خپلو رواني او عاطفي پولو کرښې واضح کړئ.
• د کتاب ويل بېخي مه پرېږدئ
کتاب لوستل، وزرش کولو، تفريح ته وخت ځانګړی کول… د خواشيني او خپګان د ختمولو ازمويل شوې لارې دي. ځان ته پخپله د اوونۍ يا مياشتې پوره پلان جوړ کړئ.
• د يوه رويايي ازدواج خيال وکړئ
مخکې مو هم ياده کړه چې ناواده شوې نجونې ممکن په رواني فشار، اضطراب، ناهيلي، بدبيني، انزوا، معدهدرد، سردرد، د وينې فشار او نورو ناروغيو اخته شي.
د ستونزو اعظمي برخه د هر انسان په درون کې دي، دباندې نه دي. که مو خيال وي چې ازدواج به مو لزوماً ټولې ستونزې په خوښيو واړوي، تېروتلي ياست، ان کله خو په واده کېدو يوازې دومره وشي چې د پلار د کور ستونزې د مېړه کره انتقال شي او بس، ځکه خو لازمه ده چې خپل مشکلات حل کړئ، له ستونزو فرار ستونزې له منځه نه وړي، بلکې يوازې مکان بدلوي. تاسې د خپلې کوژده کېدو په هکله يوازې د يوه مناسب ځای په لټه شئ، د تلوارې قناعت پښېماني لري.
• له دوستانو او خپلوانو سره اړيکې پالئ
له خپلو دوستانو او قريبانو سره اړيکې مه پرې کوئ، د يوه داسې تعادل په حد کې يې وساتئ چې متقابل زيان يې نه وي. تګ راتګ مه پرېږدئ، د ځينو خبرو له امله انزوا ته غېږ مه ورکوئ.
• ځان غښتلی وساتئ
د ځواني په دوران کې کله کله يو څوک د ځان له ازارولو خوند اخلي، دغه شی وروسته په واقعي ځور بدلېږي، ځکه خو له داسې وسوسو ځان وساتئ چې ډېر کمې پېښېږي، خو درد يې ژور وي.
• خپلې وړتياوې پياوړې کړئ
تاسې ته چې څومره مسووليتونه در له غاړې دي، همدومره وس هم لرئ چې تر عهده يې ووځئ. پر ځان باور مه بايلئ او د هدفونو پر لوري مزل مه سستوئ.
• د سوء تفاهم مخه ونيسئ
خپلې اړيکې و اروزئ، سره ځانګړې يې کړئ او کرښې يې څرګندې کړئ.
• د سټرس يا لالهاندي مديريت
پر ځان د غلبې موندلو، د فکر د کنټرول او د مسايلو د حل مهارت زده کړئ او هره ورځ يې وکاروئ.
• د مجرد پاتېدو کيسه مو وارزوئ
ځان ځورول او د ګناه احساس مو د ستونزې جړه ماشوړه نهشي سپړلای، يوازې دا کولای شي چې تر بدو مو پسې بترې کړي. په سړو مغزو د خپلې مخکېنۍ رد کړې خواستګاري يا مرکې په اړه غور وکړئ. دغه مساله ځکه ممکنه ده چې د ازدواج اړوند تر هغو فکرونو ور ها خوا چې اوس يې کوئ، ځينې نور دلايل هم موجود وي. د دغه دلايلو په هکله فکر کول د راتلونکو پرېکړو په اړه ستاسې د سم تصميم نيولو ځواک غښتلی کولای شي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320