د نويو ټاکنو په اړه د شخصيت، ماهيت او مديريت پوښتنې

0 752

ځينې نظامونه دومره فاسد، کرکجن او مستبد وي چې د څېرو په بدلانه را بدلانه يې هم مثبت اړه نه‌شي را منځ ته کېدای. که کوم نېک شخص هم د دغسې نظام برخوال شي، هر که در کان نمک افتید نمک شد، له مخې د فساد او استبداد برخه ګرځي.
ځکه خو په ځينو هېوادونو لکه پاکستان کې خلک د څېرو نه، د نظام بدلون غواړي.
په افغانستان کې خبره سرچپه ده، دلته نظام نه، د څېرو د رښتيني او واقعي بدلون اړتيا ده.

د افغانستان نظام چټلو، فاسدو، تکراري، ناکامو او مافيايي څېرو کمزوری او خراب کړ، په دغه نظام کې له A تر Z پورې ټولې څېرې تکراري دي، نه يوازې تکراري، بلکې فاسدې ناکامې او مافيايي هم دي.
دلته چوکۍ او ډېری مقامات يا په لويه کې اداري تشکيلات د اړتيا او اغېزناکتوب له مخې نه، بلکې د سياسي رشوت او د خپلو خلکو او بهرنيانو په سترګو د خاورو اچولو په موخه را منځ ته کېږي، لکه د سولې شورا ټاکنې، له فساد سره د مبارزې بېلابېلې ادارې، لکه دا اوس انسجام ملي او په لسګونو نور…
تاسې له ښاغلي الماس زاهده د ملي انسجام تعريف وغواړئ، که يې درته وکړای شو زه به ليکوالي او د غوايانو ډاکټري دواړه پرېږدم.

ملي انسجام دومره پراخ مفهوم دی چې له معارفه تر ډيپلوماسي، امنيت ان زراعت پورې سټراټېژي احتوا کولای شي، ملي انسجام د هېواد له لومړي شخص يا ولسمشر سره غوټه دی.
تاسې ګل اغا شېرزی د قبايلو او سرحدونو وزارت له تاريخي شاليد، اهدافو، کاري استقامتونو او سټراټېژي وپوښتئ که نيمه دقيقه درته وغږېدای شوای زما لاس پرې کړئ.

دا وزارت يو وخت د پاکستان پر وړاندې لکه غر ولاړ و، له دفاع وزارت او ضبط احوالاتو يې رول او اغېز زيات و، خو کرزي او غني شنډ کړ.
زما پر ښاغلي لېوال زړه درد کوي چې له دغه بلا سره به څنګه ځان په خبره پوه کړای شي، هغه د استاد الفت شعر دی چېې د مايه اوښانو مهار په خره پورې وتړل شو.
تکراري څېرې ډېری هغه دي چې سخصيت، ماهيت او مديريت يې ټول تر پوښتنو لاندې دي.

حامد کرزي، ګل اغا شېرزی د دې له‌پاره له کندهاره لېرې او په کابل کې وزير او بيا د ننګرهار والي کړ چې کندهار خپلو وروڼو ته په قواله کړای شي.
چا چې په سپين بولدک کې پاکستان ته دروازه ډالۍ کړې وي، هغه د سرحدونو او قبايلو په اړه د افغانستان ملي سياست او ملي ګټو ته ژمنتيا نه‌شي پاللای.
ولسمشر غني د قسم او قران له ژمنو سره بيا هم په ټاکنو کې له سياسي، ګروپي او استخباراتي محدوديتونو و نه‌شوای وتلای، بلکې سر يې نور هم دغسې کرښو او ليکو ته ټيټ شو.

په وروستيو ټاکنو کې څوک تخصصي هغه را ښوولای شي؟ تر هغې چې نوی تشيکلاتي تفکر نه وي را منځ ته شوی، چوکۍ او مقامات د سياسي رشوت په توګه لاندې باندې کېږي، اداري سيسټم د کلمې په بشپړ مفهوم نه‌شي رغېدای. په دغسې حالاتو کې د فساد د مخنيوي هيلې که سل او زر ادارې ورته جوړې کړای شي، نه‌شي بوټېدلای.

په نورو هېوادونو کې د استخبابارتو رييسان پوځي او ملکي اسټبلشمنټ له دندې په ګوښه کېدو تر دوو کالو کومې خپرونې ته مقاله نه‌شي ليکلای، سياست خو پر ځای پرېږده. دلته د ملي امنيت رييس څو مياشتې پس حزب جوړ کړي، د ډلبند يوه لوبه يې توده کړې وي، د نظام او حکومت لمن پر ور اړوي.

همدا له مسلک سره خيانت دی، له افغانستانه بايد بې‌مسلکي ورکه شي. د نظام د ثبات او ځواکمنتيا له‌پاره بايد څېرې په رښتينې او واقعي مانا تعويض کړای شي.
د زړو، ورستو، فاسدو، ناکامو او مافيايي څېرو په انحصار کې نظام د خير، پرمختګ او ښېګڼې مخه نه‌شي موندلای.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply