د شینکۍ کړوخېلې اشتباه دا وه چې په بهرنیو چارو وزارت یې د یوې ملي ادارې خیال کړی و او خپل وزارت ته یې مکتوب لېږلی و چې د کاناډا له مقاماتو سره د ملاقات د وخت نه ورکولو له امله متقابل چلند وکړي. هغې فکر کړی و چې ګواکې خپل وزارت دی، د افغانستان د حیثیت خیال به ورسره وي. په لنډه غرو د ملت پالنې او ملي ارزښتونو د قدر کولو باور کول هغه ستره تېروتنه ده چې زموږ ټول مشران یې بیا بیا تکراروي. لنډه غرو ته نه ملي حیثیت او وقار، نه د خپلې ادارې وقار او حیثیت او نه حتی خپل حیثیت او وقار مهم دی. د هغې دغه مکتوب یې چې د بهرنیو چارو وزارت آرشیف ټاپه کړی او خوندي کړی و، د دې لپاره را و ایست چې د خپلې سفیرې اعتبار د کوربه هېواد په مقابل کې را ټیټ کړي او د سفیرې ګناه دا وه چې لنډه غره نه وه. دلته یې تاسې درک لګولای شئ چې د بهرنیو چارو وزارت څومره ملي دی او تر کومه حده به پر نړیوال پرستېج د افغانستان د حیثیت او وقار دفاع او ساتنه وکړي. اوس خبره د ولسمشر پر مېز پرته ده چې آیا غواړي افغانستان هر ساعت او هره ورځ دغسې بې حیثیته او بې وقاره شي او که د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو د افغانستان د سپک شوي حیثیت پوښتنه کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320