افغانستان ملت دي که حکومت / صفت الله زاهدي

0 867

 

هلمند

له هغه وروسته چي یو شمیر هیوادونه ملتونه سوي ترډیره خرابیږي نه او نه هم له منځه ځي خو چیري چي حکومتونه رامنځ ته سوي هلته ملتونه نسته خواوس خبره داده چي افغانستان ملت دی که حکومت ؟

افغانستان چي ویل کیږی ۵۰۰۰ زره کلن تاریخ لري دا هیواد ملت دی حکومت نه دی دلته له تیرو سلو کلونوراهیسی چي کله غازی امان الله خان ، محمد نادرخان ،اعلیحضرت محمد ظاهرشاه،سردار محمد داود خان،امین،نورمحمد ترکي،ببرک کارمل،ډاکټرنجیب الله، استادبرهان الدین رباني، ملامحمدعمراخوند، حامدکرزي چي دلته یې پاچاهي ترسره کړي دهغوې حکومتونه ړنګ سوي خو ولي ملتونه یې له منځه نه دي تللي.

ترټولو لویه خبره داده چي کله احمدشاه بابا واکمن وو هلته ملتونه هغوي راټول کړه او دملتونو لپاره یې کاروکړ ترڅوغلجي،دراني،ازبک،هزاره،ترکمن،بلوڅ او تاجیک ټول په یوه ټغرسره کښیني

هغوی  چي واکمنان وه دوي ترډیره په دی کارکوي ترڅو ملتونه راټول کړي او خپل حکومتونه پري وکړي

اوس که ګاونډ پاکستان ته راسو دلته ملتونه شتون نه لري دپاکستان د یوه سیاستوال وینا مي اوریدل هغه کابل کي یوشمیرکسانو ته دخپلي وینا پرمهال وویل چي له زړو خبرو به تیرسو چي موږ مشران لرو او نومیالي لرو نوموړي ددې سره ترڅنګ چي زموږ مشرانو ته یې درناوي هم نه کوي زیاته کړه افغانستان کي دي خلګ خپل ملتونه راټول کړي او وروسته دي حکومت وکړي موږ یو ملت یوو چي حکومت مو جوړدی او نړۍ وال څه نسي راته ويلاي.

زه وایم چي داستاد پوهاند یون په دې خبره چي وایي ملتونه له منځه نه ځي خو حکومتونه خرابیږي تایيدوم

پاکستان ملت نه دی او کله چي هغه هیوادونو کي ملتونه نه وي اکثره له منځه ځي لیبیا، عراق،سوریه،ایران،افغانستان،هند،چین،امریکا،ایټالیا،چیک هغه هیوادونه دي چي ترډیره پرملتونو ولاړدي.

 

که موږ او تاسي وګورو پاکستان،بریتانیا،روس،شمالی او جنوبی کوریا،بنګال او یوشمیرنورهیوادونه دي چي حکومتونه دي که چیري همدااوس د پاکستان حکومت ړنګ   سي تاسي به وویني چي پاکستان به دوي ټوټي سي حتآ دری ټوټي به سي یوه برخه به یې افغانستان پوری ونښلی بله برخه دګیلګیت لوري ته په چین او کشمیر په هند پوري ځکه دلته ملتونه شتون نلري.

ملتونه په دي مانا چي خپله خاوره خپله خرڅه نه کړي او دهغي لپاره وجنګیږي که چیري تاسي لیدلي وي دپاکستان لپاره تراوسه پوري داسي څه نه سته چي په هره سیمه کي دي دهم هغي سیمي پوځ هلته اوسیږي او یا دي هم هلته په دنده وګمارل سي که چیري دا کارترسره سی ښایي هغوي سم نیمایي دنده ترسره نه کړي

پاکستان له خپل دغه فوځه په یوه رنګه سیاست کارځیني اخلي پښتانه دپنجاب لوري ته پنجابیان دپښتنو لوري او شیعه پوځیان دمسلمانانو لوري او مسلمان پوځیان دکشمیرلوري ته جنګوي دوي په دې ډول هغوي مصروف ساتلي که چیري تاسي وګورئ افغانستان کوم پوځ چي له ملت جوړدی دلته ټول په یو او بل ولایت کي چي اوسیږي په داسي ډلو نه دي ویشل سوي او نه هغوي لپاره د شمال او جنوب تقسیم اوقات جوړسوي.

 

دافغانستان خاوره ځکه یو ملت ده چی بله مهمه خبره داده چی موږ ترډیره په یوه واحده اداره باندی چی تل جوړه سوی وی راټول یوو یو بیرغ ،یو نښان یو سرود او یو ځای غواړوځکه زموږ ملتونه همداسی جوړدی زموږ حکومتونه ۵۰ ځلی خراب سوی خو ولی زموږ هیواد ټوټی ټوټی سوی نه دی او نه هم هغوی ویشل سوی.

 

بیله روسه چي کله افغانستان باندي حمله وکړه او لس کاله وروسته یې افغانستان کي ماتې وخوړل نو هغوي ټوټي ټوټي سول او د دوي دغه حکومت خراب سوي ځکه دوي ملتونه نه درلودل او هره خوا جلاجلا خپل ځان ته حکومت اعلان کړ،تاجیکستان، ازبکستان ترکمنستان، جورجیا( ګورجستان) هریو ځانته بيل سول.

 

خو زه خپلو ګاونډیو هیوادونو ته د یوه اوسیدونکي په توګه د یوه افغان په حیث دا وایم چي موږ ملتونه یوو تاسو چي کوم فکرکوي دا فکرمو سم نه دی او موږهیڅکله نه بیلیدونکي یوو،هغه هیوادونه چي تل یې پرحکومت تکیه وي هغوي له ماتې سره سم اویاهم دحکومتونو دړنګیدو سره سم تل ټوټه ټوټه کیږي او دوي یو ملت پاتی کیداي نه سي که څوک دا فکرلري چي افغانستان ملت نه دی  دا فکربه له ځانه سره ګور ته یوسي خو ولي افغانستان به هیڅکله سره بيل نسي.

دیو واحد افغانستان  په هیله

په درنښت

صفت الله زاهدي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply