په ترکیه کې سیکولریزم او اسلامکارۍ ته یوه لنډه کتنه / ر.ق

0 1,362

هر چاته خپلې سیاسي دولتي او ملي ګټې مهمې دي، نه اردوغان د اسلام او مسلمانانو په کیسه کې دې او نه هم څوک عثماني امپراطوري په«اسلامي امپراطوري» بدلولای شي.

د ترکیی له تاریخ څخه په واقعي ډول واقفو خلکو ته دا معلومات شته چې په ترکیه کې د یوه سیکولر نظام باني مصطفی کمال اتاترک ندې بلکه د دغه لوی هدف لپاره لږ تر لږه یوه پیړی اشخاصو، حکومتونو او جمیعتونو قرباني ورکړې ده.

له ډیرې پرنفوسه او جیوپولیتیک موقعیت لرونکې عثماني امپراطوری څخه د غرب هغه مهال لږه سترګه سوځیده کله چې د اقتصاد لوی عایدات د توري مخامخ جنګ او د څارویو سپرلي وه. په همدې اساس نو امپراطوری ته د جنګي ځواک په برابرولو کې  د ملایانو فتواګانو او د صوفیانو ضرورت وو. نو عثماني امپراطورۍ هم د اسلام ولۍ د ښودنې په خاطر باید عوام فریبانه تصنعي اکټینګ کړی وای کنې په حقیقت کې عثماني امپراطوري هیڅکله خپلې دولتي منافع تر دینه ندي قربان کړي.

د نولسمې پیړۍ په دویمه نیمایی کې د انګلیس له ظلمونو د جنوبي اسیا ټوله اسلامي خاوره سره تبۍ وګرځیده. هند خو څه چې دوه واره یې په افغانستان یرغل راووړو. انګلیسانو ته، هند، د دوې په ټوله مستعمره کې، د ملکې د تاج د غمي په څیر مهم و او د همدې استعمار د تداوم پخاطر د عثماني امپراطوری شتون دا یقیني کوله چې د روس پواسطه و هند ته د غځیدونکو لارو له نیواک څخه مخنیوی وکړي نو همدې تش په نوم اسلامي امپراطوری ته، انګلیس سره له دومرو ظلمونو تر ټولو نیږدې دوست وو. تاریخ پوهانو ته به د عثماني امپراطوری لخوا د امیر شیرعلي خان دربار ته د رالیږل شوي استازي؛ شیروانله احمد حمدي ایفندې، ډير ښه معلومات وي. د امیر شیرعلي خان په مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ ارتباطات ډير ښه. برعکس د افغانستان د ځمکني بشپړتیا په خطر کې اچولو اوعملا د انګلیسي یرغل په سبب د افغانستان او انګلیستان ترمنځ ارتباطات ډير خراب وو. سره له دې هم عثماني دربار له افغانستانه دا تقاضا لرله چې امیر باید د بخارا او افغانستان مسلمانان د کفارو روسانو په وړاندې جهاد ته ترغیب او منسجم کړي خو کله چې له استازي نه د هغه انګلیسانو په وړاندې د جهاد د اعلان څرنګوالي وپوښتل شې چې دوی د روسیې غوندې تهدید نه بلکه عملا د مسلمانانو په زجر او تعذیب مصروف دي نو بیا به «د خدای په ځمکه، د خدای سیوري ته د خطر» ببولاله وړاندې شوه.

بلخوا نه یوازې چې امپراطورۍ ملایانو او صوفیانو ته ضرورت درلود بلکه ملایانو او صوفیانو ته هم. سلطان هغه مهال په ځمکه د خدای سیوری بریښیدو کله چې به دربار د دوی د خیټې دوزخ ورډکولو خو کله چې صنعتي انقلاب راشروع شو نو د ملایانو فتواوو او د صوفیانو زاویه ګانو خپل اهمیت له لاسه ورکړو. او ایجاب ددې کیدو چې باید داسې بنیادونه ورغول شي چې هغه د امپراطوری احتیاجات رفع کړي او د غرب د منوال مطابق باید نور ده دین او دولت پولې سره  جدا او وټاکل شي.

د عثماني امپراطوري د ځواک ټول جوړښت په یوه مثلث کې خلاصه کولی شو چې عبارت له «خلیفه، دارالفتوی(ملایان، شیخان، صوفیان او نور) او اردو » دي. ده مډرنیزم پیل باید له نظامي بنیادونه نه شوی وای خو مشکل دا وو چې فوځ بالخصوص «ینې چرې» برخه یې د « غنایمو د کمبود په وجه» دومره سړي خواره شوې وه چې دایما به یې له شیخانو سره په معامله کې دربار ته ستونزي جوړولې. حتی په ۱۸۰۸کال کې یې، له روحاني طبقې سره په لاس یوځای کولو د مصطفی په نامه عثماني خلیفه څخه سر غوڅ کړو. دغه ازغنه لاره د خلیفه په مرګ سره پرینښودل شوه بلکه دویم محمود(له ۱۸۰۸نه تر ۱۸۳۹ پورې) په ډير لوړ مورال سره یې خپلو مډرنیستي اصلاحاتو ته ادامه ویرکړه.همدغه سلطان د مډرنیزه کولو په لړ کې، فوځ لپاره « یو منظم یونیفورم» توصیه کړو مګر ملایانو یې په دې بهانه مخالفت وکړو چې دریشي له کفارو سره د شباهت علامه دې. په نتیجه کې سلطان مجبور شو چې اول د «یني چري بدمعاشه ځواک» پواسطه « د دربار ټول ملایان او شیخ الخدیثان» له تیغه تیر کړي او بیا په ۱۸۲۹ کال کې د نوي منځته راوړل شوي«عساکر منصوریه ای محمدیه» ځواک پواسطه یې یاغي یني چري اردو له منځه یوسي.

د ۱۸۰۰ کال راپه دې خوا، د جوړښتونو د مډرینزه کولو لپاره  له فرانسې او انګلستان نه استاذان راوغوښتل شول، د هغوې د کریکولم له مخې په فرانسوي ژبه فوځیانو ته درسونه شروع کړل. د نظام په داخل کې نوي بدلونونه راغلل او په اروپا کې د ځوانو افسرانو لپاره مکتبونه او کورسونه ایجاد شول. په اروپا کې عثماني مکتبونو او کورسونه ته نه تنها چې نظامي کدرونه واستول شول بلکه په ملکي برخه کې هم زیات شمیر بورسونه ځوانانو ته ورکړل شول. تر څو کلونو وروسته، ورو ورو په روحاني برخې حلقه راتنګه؛ واکونه یې محدود او مډرن فکره ځوانانو ته یې ځایونه خالي کړل شول.

 که څه هم د عثماني امپراطوری د زوال د مخنیوی یو غټ حل همدا ځوانان کیدلای شول خو په تاسف چې دا پروسه د روحاني طبقې د دایمې ستونزو د زیږولو په وجه ډیره زیاته ټکنۍ وه. په کال ۱۸۶۳ کې، امریکې له خپلې خاورې د باندې خپله لومړنۍ تعلیمي موسسه د رابرټ کالیج (اوسنی بوعازیچي) په نامه په استانبول کې جوړه کړه، د ۱۹۰۰ کال په اوایلو کې په یاد تعلیمي مرکز کې ده «کاندیلي» په نوم یوه رصد خانه تاسیس شوه چې همدا نن د سیمي په کچه ترټولو لویه رصد خانه حسابل کیږې. یاده رصد خانه تر لسو ډیر وارې د ملایانو لخوا پدې تور وسوځول شوه چې دا د خدای په کارونو کې ګوتې وهي.

د ملا له انحصاره د دربار وتل  طبعا د دینکارو/اسلام کارو د د ګټو سره په ټکر کې وو. دلته دې چې د ملا او دربار ترمنځ د بیلتون پیلامه کیږي او دربار له همدې ورځې د ملا څخه د خلاصون هره لار لټوي او په مقابل کې ملا هم د خپل بغض د سړښت او د نس د ډکون په خاطر د هر چا لمن ته ورلویږي؛ د مختلفو لوبو او پروژو ښکار کیږي.

د دربار لخوا د ملا د فتوی او د صوفي ده حلقې ته د ضرورت له رفعې وروسته بیا ددوې ترمنځ هغه د اسلامکاری اړیکه او ناز وړنه پاتې نه شوه.

د ترکیی دولت یو انلاین ارشیف لري (دیولت ارسیولیرې- نقطه- جي او وي – نقطه – ټي ار) چې د عثماني خلافت د تاسیس څخه بیا د هغې د زواله، او بیا د نوي جمهوریت له تاسیسه تر نن وریځې پورې ټول فرامین او مکاتیب یو یو، سره له تاریخه؛ د جلد او ګڼې له شمارې سره ثبت دي.د نولسمې پیړی له پیل نیټې راپدیخوا په دغه ارشیف کې به په زرګونو داسې مکاتیب، جواز نامې او فرامین ومومی چې د عثماني خلافت په دوران کې، د مالیې د ترلاسه کولو په خاطر، د فاحشه خانو/عموم خانو، قمارخانو، میخانو + رقص خانو؛ او همدغو ځایونو ته د روسیې او نورې غربي نړی څخه د ښایسته ښځو د راوړلو/پیرلو په خاطر صادر شوي. ( د مثال په خاطر به دلته،ستاسو په اصطلاح، د لویې اسلامي امپراطوری د رسمي مکتوبونو پنځه نمونې درته وړاندې کړم:

Date:21-12-1327 هجري
Mahallelerarasındaumumhanelerbulunmasınınahlakivesıhhizararlarıbulunduğundanbunlaramünasibbirmahalbulunması.د محلې په منڅ کې د واقع فاحشه خانو د صحي او اخلاقي ضرر په وجه، بل یوه مناسب ځای ته د نقل مکان کولو امر.

Date:07-05-1328 هجري
Beyoğlu’ndadağınıkolarakbulunanumumhanelerinŞehremaneti’ningöstereceğibüyükbirdairetahsisolunarakbiryerdetoplanması. په بئ اوغلو کې په تیت و پرک شکل واقع فاحشه خانو د انتقال امر یوه واحد لوي تخصیص شوي مکان ته
Date: 10-08-1328هجري
Beyoğlu’ndaGalavaniSokağındaumumhaneaçılmasıüzerinesokağınsakinleritarafındankaldırılmasıistenmesiüzerine, Beyoğlu Polis Müdüriyeti’nin, umumhanelereŞehremaneti’ncebiryertayinedilmesiveizinsizumumhaneaçtırılmamasıtalebi. د بئ اوغلو د ګلاواني کوڅې د ساکنینو لخوا، په همدې کوڅه کې د افتتاح شوې فاحشه خانې د لیرې کولو امر.
Date:28-04-1330هجري
Galata’dabulunanumumhanelerinçokpis, kirlivegayrisıhhibirhaldebulunmasındandolayıbukonudavukubulançeşitlitahrirat.په ګلاته کې د واقع فاحشه خانو د ډیر زیات چټلوالي او غیر صحي بودن په وجه مختلف تحریرات

Date: 18-06-1332 Hijri
Şam’dabircamiyeçokyakınolanİtalyanİdaresindekiumumhaneninbirbaşkayerenakledilmesigerektiği.(  په شام کې، یوه لوې جامع جومات ته ډیرې نیږدې پرتې، ده ایټالوي فاحشه خانې یوه بل مناسب ځای ته د انتقال امر)
د رسمي احسایو له مخې، له ۱۸۸۴ نه تر ۱۹۱۵کال پورې ، صرف د استانبول د ګلاته (نني کره کوې = بدنام کلی) په یوه ډيره وړه سیمه کې، عثماني دولت په امر د خلاص شویو فاحشه خانو تعداد تر ۴۰۰ پورته وو.

نو په افواهاتو باید خلک ونه غولول شي.
ترکیه تر اتاترکه سل کاله مخکې سیکولره وه خو اتاترک غریب صرف د خلکو غولوول بس کړل او په ډانګ پیلې یې سیکولره وبلله.

پورته خو صرف په اخرو کلونو کې له دولت سره اړوند چارو کې د سیکولریت مثالونه وو.

ایا لدې خبر یئ چېد یوه عثماني بادشاه مور هم ترکه/مسلمانه نه وه؟ د لمړي مراد نه رانیولې بیا تر اخر وحدت الدینه پورې، د ټولو میندې یا رومي اصله دي، یا فرانسوی دي، یا هم د سربستان، جیورجیا، یونان او نورو اروپایي هیوادونو غیر مسلمانې اتباع دي.

(نوټ: په لاندې لینک کې د ټولو عثماني خلیفه ګانو د میندو نومونه، دین، ملت او هیواد لیکل شوی
http://www.sozcu.com.tr/2012/gunun-icinden/hicbirinin-annesi-turk-degil-148388/  (

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply