اماني فکرته ژمنتیا » سردارمحمد همدرد

0 767

 

د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت غواړم د څومهمو خبرو یادونه وکړم؛ بيله شکه دغازی امان الله خان سرښندنه او فداکاري زموږدتاريخ د کتاب ډېر ارزښتناک باب دی خو اوس خبره داده چې په دې تاريخي شېبو کې مو هیواد له خورا  بدحالت څخه تیریږي، دهيواد په ۲۳ ولایتونو کې مو تاوجنه جګړه روانه ده پاکستان اوایران شوم  قسم خوړلی دی چې دا ملک(افغانستان) به جوړېدو ته نه پريږدي له بله پلوه،  دملي يوالي او وحدت په وړاندي يوتعداد داخلي جاسوسان دشخصي ګټو لپاره ددې هیواد د بربادۍ لپاره دپردو په ماشه او اشاره کارکوي لوي تعداد جعلي سياسیون دملي ګټو پرځای شخصی منافعو ته کارکوي اقتصاد مو په صفر کې قرار لري اقتصاد مو مصنوعي ساختار لري ، لوږه اوبیکاري اوج ته رسېدلې ده  هیواد مو دنړۍ دلوي طاقتونو دسیالۍ مرکز  دی،  له بله طرفه یو افغان ټوپک په لاس تردې شعار لاندې چې ازادي مو ترسوال لاندي ده جګړه کوي ، خو هغوی ته دیومسلمان افغان  په توګه قسم خورم ، چې وجدان او ضمیر مي هيڅکله دا اجازه نه راکوي چه دغلامۍ بدرنګه تاريخي او شرمېدلی طوق  غاړي ته وا چوم.

خو يوه خبره ستا د يو دردېدلي ورور په حیث درته کوم چه ستاروانه جګړه موږ نور هم دغلامۍ خواته ټېلوهــــــــي،  ستاروانه جګړه نورهم بهرنیانو او دنړۍ استخباراتو ته زمینه برابروي چه دلته نورهم و اوسیږي او وپړسیږي  نه غواړم چه بحث ډیر اوږدکړم او یا تحلیل  ژورکړم خو زما پیغام ټولو بادرده او واقعي افغانانو ته دادی: که غواړو چه دغازي امان الله خان ارمانونو ته کار وکړو لومړی باید بین الافغانی سولي ته زمینه برابره کړو هم دولت او ددولت افغان وسلوال مخالفين دا ومني چې یوازې په جګړه کي ګټه نسي کولای اوګټه یې بیګانه وو ته رسیږي راسئ په یواواز سولي ته غاړه کښېږدو. دوهم داخلي جاسوسان او قومي ټیکه داران  هغه چې د هیواد ملي وحدت ورانوي له صحنې وباسو اوبغیر  له کومه تبعیضه په هیواد کي ټول مېشت قومونه  سره وزغمو او دیو مټي افغانستان دپاره ملي وحدت یقیني کړو. دریم د زده کړو په برخه کې دنارینه اوښځینه وو  لپاده په ټول هيواد کې زمینې  ایجاد کړو او خنډونه له منځه یوسو. د قانون حاکمیت اجتماعي عدالت دولسواکۍ پیاوړتيا او دفساد سره جدي مبارزه خپل لومړيتوبونه وګڼو.   ۴ : خارجي پالیسۍ دنړۍ دټولو هیوادونوسره دافغانستان پر ملي منافعو جوړې کړو یعنې دوست اودښمن مو دافغانستان پرملي منافعو اوګټو تعریف سي .

د اسلام مبارک دین په رڼاکې دافغاني ارزښتونو په پام  کې د ښې حکومتدارۍ په رامنځته کولو  سره ملي او دیني ارزښتونه خوندي کړو. په پای کې بیا پر خپلې مخکنۍ خبرې ټینګارکوم چه جګړه مونورهم غلامۍ ته بیایي د خپل دهیواد په جوړونه کې او دراتلونکې دپاره چې غواړو پرخپلوپښو ودریږو ډیر زیات مجبوریتونه هم  لرو اود ګدایی ګر په حیث د نورو هیوادنو نه پیسې اخلو  طبیعي ده چې خپلواکي به  موقت تر  ترسوال لاندي راځي، خو  زه یوه خبره دتاریخ کوم چې احمدشاه بابا ددې هیواد هغه نومیالی شخصیت و چې په دې سیمه کي یی لویه امپراطوري جوړه کړه هغه دداسي چا پراوږو راغی او دهغه په فوځ کې یي دنده اجرآ کول لکه نادرافشار چه زموږ دخاورې دښمن و  اما احمدشاه بابا په داسي تاریخي او اساسو شېبو کې هغه چې قومي اختلافات اوج ته رسېدلي وه ترټولولومړی یې خپل د هیواد ملي وحدت یقني کړ اودخپل دښمن څخه یې په ډیرهنراومهارت کارواخیست. په نړۍ کې ډیری داسي بیلګې سته چې مشرانو یې د وخت مطابق دنړۍ د زبر ځواکونو څخه په هنرکاراخیستی خونن یي خپل هیواد په بشپړه ډول دنړۍ دخپلواکوهیوادونو په قطارکې درولی دی. زه دافغانستان دخپلواکۍ د ۹۸ کلیزې په مناسبت داوایم چه دغازی امان الله خان دفکر خپرولو او ارمانونو د پوره کولو لپاره  کاروکړو ، غازي اما ن الله خان دانګریز له ماتې وروسته دهیواد سیاسي، نظامي ،اقتصادي او  فرهنګي برخو کې د یولوی او متمدن بدلون فکر  درلود.

زه بخښنه غواړم کله ناکله دخپل زړه درد  شعر اویا  نثرکې لیکم ، دا زما د زړه درد او دیوه افغان په حیث د خپل ځان مسؤلیت ګڼم چې یو څه ترخه حقیقتونه ووایو، دادی  ددې ورځې په مناسبت بیا په هیواد دننه اودباندې ډېری شانداره مراسم نیول سوي وه ځینو لوړپوړو مسؤلینو دغازي امان الله خان دازادۍ او افتخاراتو خبرې کولې هغوی ته زما پیغام دادی: که تاته په رښتیا د غازي امان الله خان اودهغه کارنامې ارزښت لري نن ددې وطن سره دا تعهد وکړه چې نور به فساد  نه کوې ، دجیب د ډکولو فکربه نه کوې او  ژمنه وکړه چې د وطن په وړاندې هیڅ ډول خیانت  نه کوې . نو بیاچې تا کوم مراسم دغازي اما ن الله خان په حق کې جوړکړی دي په رښتیا چې ته د غازي امان الله خان ریښتنی بچی  او اماني فکرته  ژمن يې اوکه ټوله ورځ فساد، غلا، رشوت، واک ، دبدبې او وطن فروشی په فکر کې یې نو بیاداستاجشنونه هم  نمایشي  لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply