د یوه مضمون تدریس کول /عبدالله وردک

0 856

څلورمه برخه

آګست ـ۲۰۱۷ـ انګلستان

ګرانو او محترمو لوستونکو اسلام عليکم و رحمته الله وبرکاته!

الحمدالله ډېرخوشحاله يم چه يو ځل بيا ستاسې په خدمت کې حاضرېږم.

دلته د انګلستان په پوهنتونو کې د یوه مضمون د تدریس کولو د پاره دغه لاندې ټکی په پام کې نیول کیږی:

۱- شاګردانو ته په لومړی ورځ د مضمون په حیصه کې یو کلنی درسی پروګرام ورکول کېږی. پدې درسی پروګرام کې د هر لکچرعنوان او موضوع په واضح ډول سره ذکر شوی وی.

۲- استاد خپل کلنی درسی پروګرام د مضمون د موادو مطابق جوړوی او د مضمون ټول مواد باید شاګردانو ته تدریس شی.

۳- د استاد د دفتر دتلفون شماره، د اطاق نمبر اوبریښنالیک هم شاګردانو ته ورکول کیږی، ترڅو شاګردان وکولای شی چه د ضرورت په وخت کې له استاد سره رابطه قایمه کړی.

۴- تدریسی ساعت ۴۵ دقیقې دی او اکثره مضامین یو لکچر، یو توتوریل او یو لابراتوار لری. په لکچر کې استاد مهمو ټکو ته اشاره کوی او په توتوریل کې بیا د هغه تمرین کوی او په لابراتوار کې د هغه عملی کارونه پر مخ بیایی.

۵- هېره د نه وی چه استادان خپل تدریسی مواد حد اقل یوه ورځ مخکې شاګردانو ته په کمپیوتری صفحو کې اچوی. هغه شاګردان د استاد له درس څخه ښه ګټه اخستی شی چه هغه درسی مواد د استاد د لکچر څخه مخکې ښه لوستلی وی.

۶- ځنې استادان د پخوانیو امتحانو سوالونه او حل د شاګردانو د تمرین له پاره د کمپیوتر په صفحه اچوی. د پخوانیو امتحانو سوالونه د شاګردانو د تمرین د پاره بهترین سوالونه کېدی شی.

۷- کله چه امتحانونه را نږدې شی، نو بیا استادان د خپل مضمون د یوه یا دوه ساعته د پاره تکرار کوی او شاګردان باید په دغه وخت کې په هیڅ صورت سره غیرحاضری ونکړی، ځکه ډیر امکان لری چه استاد هغو موضوع ګانو ته په غیر مستقیم اشاره وکړی چه هغه د راتلونکی امتحان سره ارتباط ولری.

۸- د امتحان څخه وروسته پارچې د مضمون د استاد پواسطه کتل کیږی او هغو ته نمرې ورکول کیږی، بیا ځنې پارچې د دوهم استاد پذریعه یو ځل بیاښه په غور سره کتل کیږی. دغه دوهم استاد کولای شی چه د حقایقو په رڼا کې د شاګرد نمرې یا کمې کړی، یا زیاتې کړی او یا هغه په خپل اولنی حالت پریږدی. د نومرو د کموالی او زیاتوالی په صورت کې دواړه استادان باید یو له بل سره پوره قناعت وکړی او هغه پارچه بیا دواړه امضأ کړی.

۹- که چېرې دواړه استادان موافقې ته ونه رسېدل، نو بیا دریم استاد هغه پارچه ښه په غور سره ګوری او هغه خپل نظر چه هغه نهایی نظر دی، وړاندې کوی.

۱۰- کله چه د امتحان پارچې د دواړو استادانو پلاس امضأ شوې، نو هغه بیا خارجی استادان هم په دقیقه توګه ګوری.

۱۱- د خارجی استادانو د موافقې او قناعت څخه وروسته دغه د شاګرد آخری نمرې ګڼل کېږی.

۱۲- په آخرینۍ مرحله کې د مضمونو استادان او خارجی استادان د هر یوه شاګرد نمرې په دقیقه توګه تر هر اړخیز بحث لاندې نیسې او لازمې او معقولې فیصلې کوی.

۱۳- د پورتنیو مراحلو څخه وروسته بیا شاګردانو ته نمرې اعلانېږی.

۱۴- که چېرې کوم شاګرد له خپلو نمرو سره موافقه ونلری، هغه کولای شی چه د خپلو نمرو تجدید نظر وغواړی او دهغه دپاره یو هیٔت ټاکل کېږی چه هغه یو ځل بیا وکتل شی.

د پام وړ ټکی:

الف – استادان باید د شاګردانو د امتحان پارچې په ډېر غور او دقت سره وګوری او هغه ته مستحقې نمرې ورکړی، ځکه چه همدغه نمرې دی چه د یوه شاګرد آینده په علمی ډګر کې تعینوی.

ب – استاد د عادل قاضی په شان باید خپل مسٔولیت په ښه صداقت پای ته ورسوی. هیڅکله به یوشاګرد خپلې نمرې چاته ونه بښي، نو محترم استادان خپله وظیفه باید په ښه صداقت او ایماندارۍ سره، سرته ورسوی او د شاګردانو په حیصه کې هیڅ شانته بې غوری ونکړی. محترم استادان باید پوه شی چه د دوی مقام لکه څومره چه لوړ دی، هغومره د دوی مسٔولیت هم زیات دی. استادان باید د یوه ملت په حیاتی سرمایه یعنې شاګردانو لوبې ونکړی او د هغه په تربیه کې خپل مسٔولیت په ښه توګه ادأ کړی. هغه استادان چه استادي نشی کولای، هغه باید بل کار ځان ته پیدا کړی او له استادۍ څخه د لاس واخلی. البته دغه هم د لمر په شان څرګنده ده چه د مونږه او تاسې په ملکونو کې استاد ته د هغه منل شوی حقوق نه ورکول کېږی او دهغو لازم قدر نه ادأ کېږی، چه دغه حالت د ډېر افسوس او خفګان وړ دی. د وخت د حکومتونو وظیفه ده چه د محترمو استادانو حقوق په ښه احترامانه توګه ادأ کړی او بیا له دوی څخه همغه لازم کار هم وغواړی.

ج – شاګردان هم باید خپل مسٔولیتونه په جدی توګه په پام کې ونیسی. شاګردان باید خپل درسونه په ښه توګه زده کړی او هغه شاګردان چه غیرحاضری نکوی او د مضمون په ټولو صنفونو کې فعاله برخه اخلی او ځان پوهوی، هغه ډېر موفق شاګردان دی. شاګردان باید هر وخت له استاده د هغې موضوعګانو په حیصه کې چه دوی مشکل لری، پوښتنه وکړی. شاګرد باید په سوال کولو و نه شرمېږی او په موضوع ځان ښه پوه کړی. ځنې شاګردان خپل طلایی وخت بېځایه ضایع کوی، صنف ته نه ځی او یا که ځی هم، صحیح ګټه د خپل وخت څخه نه اخلی.

نوټ: د یوه ملک وران شوی تعمیرونه به بیا له پخواه څخه ښه جوړ شی (کاشکی چه خلق پکې نه مړه کېدای)، مګر که خدای ناخواسته د یوه ملک تعلیمی سیستم ړنګ او ګډوډ شو، هغه بیا په آسانی سره نه جوړېږی. نو محترمو استادانو دالله(ج) په خاطر د وطن د ځوان نسل د تعلیم او تربیې په حیصه کې له هیڅ زحمته دریغ ونکړی. که څوک د تاسې په قدر نه پوهېږی او تاسې ته توجه نکوی او د ستاسې مسلک ته اهمیت نه ورکوی، نو په یاد ولری چه الله(ج) به تاسې ته ډېر ډېر اجرونه درکړی او د الله(ج) اجرونه خو بیا بې حسابه او اصلی اجرونه دی. زه له ډېره لرې ځایه ستاسې صادقو او زحمتکشو استادانو ته ډېر ډېر سلامونه او احترامونه وړاندې کوم او د ستاسې د دین او دنیا کامیابی د ستاسې د محترمو کورنیو سره یو ځای د الله(ج) د لوی او مهربان دربار څخه غواړم. زه هم د خپلو ټولو مسلمانانو استادانو د پاره د زړه له کومی دعا کوم او الله(ج) د هغوی ته هم په دغه دنیا او هم په آخرت کې اجرونه ورکړی. آمین. وسلام. په ډیره عاجزی او درناوی.

الله(ج) د په افغانستان اوټوله نړۍ کې هغه صلحه راولي چه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وی۰آمين۰

تربلې ليکنې د الله(ج) په امان۰ زما اړيکه : abdullahwardak53@gmail.com

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply