پړونی/ محرم خان

0 848

 

په دې ورستېو کې غرونه، غونډۍ، هسکې او ژورې چیغې وهي چې د افغانستان په دې او هغی ولایت کې ښځې برمته شوې ښځې د وینزې په توګه نیول شوې یا هم کوچني بیوزلي هلکان په زوره د زورواکو،  داړه مارو ، حیوان صفته ، بی احساسه د جهالت په تورو تیارو څاګانو کې ډوبو وګړو له خوا د بچه بازۍ او لواطت په موخه له ځانه سره بیولي دي.

زما خو کله هم باور نه راځي، ځکه ماته افغانان د عزت ساتنې بیلګه او د خپلواکۍ پرتم بریښي، آیا هغه افغان چی تل یې د ناموس او عزت په نامه سر ورکړی او دا یې خپل شعار ګرځولی چې مور د الله ج را استولی نعمت، خور زما د عزت شمله، مېرمن مې د غیرتونو نښه او لور مې د افغاني شخصیت د ودې او فرهنګ بلنده ډیوه ده. نو هغه به ولې د داسې بې شرمانه عمل ترسره کولو جرآت وکړی ؟

هغه چې ټول عمر یې جنګ او په جګړو کی د خپل عزت ناموس او هیواد د خپلواکۍ لپاره په ډیرو بدو حالاتو کې تیرکړی.

نو هغه به خپله داسی ولې کوي ؟

افغانان چی زه پیژنم هغوي خو تل د نورو لپاره هم د عزت ژوند غوښتی دی، مېرمنو ته یې د عزت پوړنی په سر کړی او هغوي ته یې د شرافت د ساتلو لپاره ان خپل سر او مال ورکړی نو اوس به څنګه زه باور وکړم چې زما اصیل افغانان د خپل ناموس ،خپلې افغانې ، مسلمانې خورته بد نظر ولري ؟

ډېره ستغه رات برېښي ومنم چې زما خپل افغان د خپلې خور د عزت په لوټلو پسې وګرځي او خپل غیرت چې نړیوالو ته جوته وه نن هغه غیرت لکه شمال په هوا کي  فناه شي .

نه، نه …زه یې هیڅکله نه شم زغملی او نه یې باورکولی شم، هسې ښکاري لکه سترګې مې چې ړندې وي حقیقت به پرې لیدلی نشم یا به دا قیامت زما په هېواد کې هم راغلی وي چی یو څوک مې عزت لوټل غواړي،  زما د غیرت اخیستل غواړي ،  د حقیقیتونو او واقیعیتونو وژل او تباه کول په توفانونو غواړي  .

دا به عجیبه بلا وي، ته چې له سترګو دی لمبې ختلې، ته چې چا مخامخ درکتلی نشول له تاسره چې هر ترهګر ،  هر دښمن ، هر بلواګر، داړه مار د خبرو توان هم نه درلوده، نو دا نننۍ بلا تر تا پورې څنګه راورسیده چی ان په تایې هم اغیزوکړه دا ځل غواړي چې تا هم نابود کړي څه دې په جنګ ، څه دې په جهل اوپه جاهل ساتلو ، څه هم د فلم ډرامو او په خیالی عشقونو … بوخت کړل. دنیا چیرې ځي او موږه په کومې لورې درومو. هغوي مریخ ته خیژي ته په بچه بازۍ بې حیایې بوخت یې، هغه خپل کور خپله دنیا جوړوي، ته په دې فکر کی یې چې د خپلې خور عزت او پوړنی څنګه لوټ او خرڅ کړې؟ ترڅو د ځان لپاره پوډر هیروین او شراب واخلې. ته د مستۍ خیالی خوبونه وینې او هغوي دنیا په خپله خوښه بدله کړه.

زه به اوس چیرې ولاړه شم له چا به د خپل پوړني او عزت ساتلو خیرات وغواړم او چاته به د هیواد آزادۍ لپاره خپل نازک ټپي لاسونه وغزوم.

هو، زه په څنګ کې ورور نه لرم پلار مې د عمر پر داسې پوله ولاړ دی چې تر خوا مې د درېدلو وس نه لري، د بې وسې مور یوازینۍ هیله مې زه یم، خویندې هم ماته سترګې په لار دي. یوازې زه یم چې د ژوند درانه پيټي ته باید اوږه ورکړم. چېرې ولاړه شم په اوږده خوب تللې ویده خوشالي به څنګه پاڅوم. هغه خوشال به چېرې وي او څنګه به یې د مرګی له درانه خوبه  راویښ کړم چې ویل به یې:

زه خوشحال به د کفن سره را پاڅم       که خبر شم چی پښتون د چا غلام شو

ستړې یم، د هېواد په ټپي بدن مې چې هره زهري پېښه واړوي وینم یې خو د لېرې کولو توان یې په خپل بدن کې نه وینم زغمم یې او پرته له اوښکو نور څه نه لرم.

حیا د بی حیایې له ویرې لکه ترهېدلې هوسۍ په مرغلینو پردو کې له هسکو غرونو اوښتې ده، هغه ترهېدلې ده، خدایزده چېرې لیرې یې د دېوانو او ځناورو له ویرې اړولي وي چې نه یې څوک وویني او نه یې د حیا پر پړوني کوم تور ولګي.

اوس وروره په خپله کمکۍ ژبه له تا او ستا په شان له نورو اصیلو افغانانو د خپلې پوښتنې ځواب د خور په ژبه غواړم له تا پوښتم چې زما زخمي مور زما وطن ته د ژغور کومې لارې تللې دي ؟

آیا ته ددې لارې د کاروان سره ههمغاړیې؟ که هو نو زه به له دې ها خوا د پړوني پرځای د خپل هېواد ملي بیرغ په سر کړم او د ژغور لپاره به یې ستا تر څنګ ودریږم، ستا خور د ملالې له توکمه ده، ژمنه کوي او د خپل هېواد د ښېرازې لپاره ستا ملا تړي.

نو یه زما غیرتي وروره!

له تا ځواب غواړم، اوښکې ځولې کې در وړم، نوره مې ګوښې او بې وسې مه پرېږده، نور دې د خور د پت او عزت ساتلو ننګه وکړه. ستا سړیتوب یوازې په ننګ او غیرت کې خوندي دی، د غیرتي پلار او نیکه لار دې پرې نه ږدې!

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply