د افغانستان او امریکا تر منځ لومړۍ رسمي او تاریخي مکاتبه

0 871

ليکنه؛ احمد فواد لامع
ژباړه؛ زاهد صمدزی
شاه امان‌الله خان او جمهور ریس وارن هارډینګ
لومړی امریکایي چې د افغانستان په خاوره کې یې پل کېښود، هوسایا هارلن و. دې پنسلوانیایي بلاپېري/ماجراجوی په ۱۸۳۰مو مېلادي کلونو کې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفر وکړ.

خو د امریکا او افغانستان تر منځ لومړنۍ ډیپلوماټیکه اړیکه هغه وخت ته ورګرځي چې د وخت امیر امان‌‌الله خان د خپل هېواد ازادي د برېټانیا له امپراتورۍ څخه اخېستې وه او د نړۍ نورو هېوادونو ته یې هیيتان لېږل.
امان‌الله خان د ۱۹۲۰۰ز کال په ډسمبر میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت جمهور ریس وران هارډینګ ته لیک واستاوه. په لیک کې یې د افغانستان له ازادۍ په خبراوي سربېره، د کابل او واشتنګټن تر منځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګېدو غوښتنه کړې وه.

جمهور ریس هارډینګ د امان‌الله خان د ورلېږلي هیيت چې جنرال محمد ولي خان یې مشري کوله، ښه هرکلی وکړ او د ځوان افغان رهبر د لیک ځواب یې په ورین تندي ورکړ. د امان‌الله خان سلطنت یې په رسمیت وپېژانده، خو له فوري ډیپلوماټیکو اړیکو ټینګېدو څخه د امریکا متحده ایالاتو د قوانینو پر اساس لاس په سر شو. «دواړه لیکونه د مطلب په پای کې کتلای شئ.»

له څو مکتوبونو او د هیيتانو له تبادلې وروسته بالاخره په ۱۳۳۵م زېږدیز کال کې ټيوډور روزولټ چې د امریکا متحده ایالاتو د وخت ولسمشر و، ویلیم هورني بروک په افغانستان کې د امریکا لومړنی سفیر مقرر کړ. په امریکا کې بیا د افغانستان لومړنی سفیر عبدالحسین عزیز وټاکل شو، هغه په ۱۹۴۳ز کال کې د ظاهرشاه له خوا واشنګټن ته ولېږل شو.
دوایټ اېزونهاور بیا د امریکا متحده ایالاتو لومړنی جمهور ریس و چې افغانستان ته یې سفر وکړ. همدا شان ظاهرشاه بیا لومړی افغان ولسمشر دی چې په ۱۹۶۳زېږدیز کال کې یې د امریکا ننداره وکړه.
د امیر امان‌الله خان هغه لیک چې د امریکا د وخت جمور ریس ته یې استولی و؛

د لیک د متن پښتو ژباړه؛
“جناب عالي اعلیحضرت «د امریکا دولت د خپلواکو متحده حکومتونو دروند ريیس» ته!
له درنښت او رفاقت اظهارولو وروسته؛
دا چې د یوې لویې فاجعې په تر څ کې مې پلار اعلیحضرت امیر حبیب‌الله خان چې د مملکت په شاهانه سیاحت کې شهید او وفات شو؛ نو بناً د وارث په توګه او د ټول افغان ملت په ارزو او بیعت سره د افغانستان د حکومت پر سلطنتي تخت زه خپل ځان د ريیس په توګه ابلاغوم.

د احساساتو له ظاهرولو سره…، زما د حکومت په کړنو کې ستاسې د عالي شان حکومت په حق کې، زما د حکومت یو جنرال محمد ولي خان چې زما د حکومت یو تن فوق‌العاده استازی دی، ستاسې عالي شانه حکومت ته د مامور په حیث در لېږم.
د دوستانه او صمیمانه مناسباتو جوړولو په حق کې چې له باعظمته حکومت څخه یې کومه هیله لرم، ارزومند یم چې په عین خلوص او صمیمیت سر هغه تلقي کړئ. په دې ډول غواړم تاسې ته خپل احترامات او لوړ درنښت وړاندې کړم.
د ۱۲۹۹ لمریز کال د قوس میاشتې ۹ – د ۱۹۲۰زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې لومړۍ نېټه
-«د امیر امان‌الله خان امضا»”

د امیر امان‌الله خان د لیک په ځواب کې، د امریکا د جمهور ریس ځواب؛
د امریکا د جمهور ریس د لیک د ځواب پښتو ژباړه؛
” وارن جي. هارډینګ – د امریکا متحده ایالاتو جمهور ریس
د افغانستان امیر- اعلیحضرت امان‌الله خان ته!
ګران او دروند دوسته!
ما هغه لیک چې تاسې اعلیحضرت د خپل پلار اعلیحضرت امیر حبیب‌الله خان د مرګ او د افغانستان پر تخت ستاسې د کېناسو او د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان د دوستانه او ډیپلوماټیکو اړیکو پر ټینګښت متمرکز کړی دی، له جنرال محمد ولي خان څخه تر لاسه کړ.

زه، په عین حال کې چې ستاسې د پلار اعلیحضرت له مړینې خبرېږم، ژور خپګان څرګندوم. په دې لوی غم کې خپله صمیمانه خواخوږي درته وړاندې کوم. تاسې اعلیحضرت ته هم پر مبارک تخت د کېناستو مبارکي وایم او هیله‌من یم چې د سلطنت د جلال کاسه مو لبرېزه او د افغانستان د بسیاينې باعث وګرځي.

هیله لرم چې د متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ تل د دوستۍ طبعیت تر منځ وي. زه خوشاله یم چې په دې برخه کې له تا سره یو ځای همکاري وکړم. که څه هم زه ستاسې حضور ته د دې ټکي د ډاډ درکولو له‌پاره چې جنرال محمد ولي خان ته په شفاهي ډول بیان شوه، لاس تړلی یم. تر هغه ځایه چې د ډیپلوماټکې نماینده‌ګۍ د تاسیس خبره او اقدام دی، د امریکا متحده ایالاتو په ګانګریس پورې اړوند ده او هغوی به په دې اړه پرېکړه کوي.
په مننې له تاسې اعلیحضرت څخه چې خپله دوستانه علاقه مو ښوولې، غواړم چې تاسې ته د نېک خلوص هیلې او هېواد ته مو د پر ځان بسیا کېدو په برخه کې د باور اطمينان درکړم.
ستاسې ښه ملګری
وارن جي. هارډينګ
د جمهور ریس په نماینده‌ګي؛
چارلز ای. هیوز – د بهرنیو چارو وزیر ”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply