بلخ کې د مافیا مشري څوک کوي!؟ / سیف پېژن

0 821

مزار شریف چې د افغانستان له لویو او ستراتېژیکو ولایاتو څخه شمېرل کیږي د پخواني ولسمشر کرزي دوه دورې او دې اوسني ولسمشر غني د څه کم درې کلن ماموریت سره پرې مافیايي کړۍ حاکمه ده او دغه دیکتاتوره کړۍ ورځ تر بلې شمالي سمت د خپل نفوذ او رسوخ ساحه ګرځوي.

دا پداسې حال کې ده؛ چې پدې ورسیتو کې یاده مافیايي ډله دومره په زور کې شوې ده چې حته په مزار شریف بلخ کې د مرکزي حکومت اجرئت  انتن نه ورکوي، یاده مافیا چې د حکومتوالۍ په تمثیل سره  زورګويي، د ځمکو غصب، د بشري حقوقو څخه سرغړونې د دولتي عامه شتمنیو چور او تلان هغه څه دي چې په رسنیو کې یې شور جوړ کړی او یو واقعیت دی چې سترګې ترې نه شي په پټیدای.

د اوسنيو تاوتریخوالو څخه ډکو راپورونو او عینې شرایطو څخه دا په ډاګه کیږي چې ددې کړۍ او ټولو بشري سرغړونو،  دولتي شتمنیو غصب، د حکومتوالۍ انحصار او داسې نورو په راس کې د بلخ برحاله والي او ترشا یې هغه کړۍ ده چې په یو نه یو ډول یې ګټې سره شریکې دي؛ که مرکزي حکومت د یادې مافیايي کړۍ په وړاندې خپل دریځ روښانه نه کړي او په وړاندې یې له یو قاطع دریځ څخه استفاده ونه کړي یاده کړۍ به لا نوره وسیع او بلاخره پداسې یوه بلا بدله شي چې کنټرول او مُدیریت به یې بیا د مرکزي دستګاه له وسه او توانه وتلي خبره وي.

په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان له یو نازک او حساس وضعیت څخه تېریږي په سیمه کې استخباراتي کړۍ پدې هڅه کې دي ،چې د خپلو فعالیتونو او په افغانستان کې د روانې جګړې د تدوم لپاره کوشش کوي ، چې دا ډول مافیايي کړۍ تقویه کړي او ترڅو وضعیت پداسې یو متزلزل حالت کې وساتي چې د مرکزي دستګاه قدرت کم او موازي حکومتدارۍ په چوکاټ کې د قومونه ترمنځ واټن رامنځته ته لار جوړ کړي.

له شک پرته په بلخ باندې د یادې کړۍ د حاکمیت تر شاه یو لړ هیوادونه ولاړ دي او هغوی یې لمسوي ترڅو مرکزي حکومت وننګوي او هغه اشخاص او افراد چې په مزار شریف بلخ کې د قانون، او د ځمکو غصب، او نورو بې عدالتیو په ارتباط غږ پورته کوي د ځانګړي ملېشې او ځانګړو شکنجي زندانونو ته یې انتقالوي او هلته له سختې شکنجې او ځورونې څخه ورسته که اصلاح نه شو نو ان د وژلو امر یې کوي.

او دا پداسې حال کې چې پدې وروستیو کې د بلخ د وضعیت څخه معلومیږي چې پورته یاد ټول موارید عملاً ثابت شول چې بلخ کې څه روان دي اوس نو دا مطلق د مرکزي دستګاه په تضعیف باندې دلالت کوي چې هره بې عدالتي د قانون څخه سئو استفاده، بشري حقوقو څخه سرغړونې په خلاصو سترګو دا هرڅه ګوري خو په وړاندې یې چوپ پآتې کیږي.

چې د دوی دا ډول چوپتیا هغو ته لا نور ددې جسارت ورکوي چې لا هم مقاویم شي او خپلو شومو موخو ته درسیدو په پار د قانون په مرۍ پښه کېږدي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply