د نيکلسن نيم‌ رښتيا او د راز نيمه پاتې خبره

0 629

په افغانستان کې د امريکا په مشري د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان جنرال جان نيکلسن وايي، امريکا خبره ده چې تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه په کوټه او پېښور کې د طالب ترهګرو ځالې دي.
ده ويلي دي، د کوټې او پېښور شوراوې دواړه د هماغو سيمو په نومونو دي چې ريښې يې په‌کې دي، خو وايي، په دې اړه به د امريکا او پاکستان تر منځ خبرې وشي.
نيکلسن نيم رښتيا وويل، خو نيم پاتې رښتيا چې د پاکستان له‌پاره بېخي ترخه دي، هغه يې تر ژبه لاندې تېر کړي دي.

امريکا په وار وار ويلي وو چې ترهګر يې دوښمنان دي او هر ځای چې په ګير ورغلل، پر هماغه ځای به يې وژني، اما اوس چې نيمه خبره وشوه چې د ترهګرو ځالې په کوټه او پېښور کې دي او ډاډ هم ورکړل شو چې امريکا د ترهګرو په دغو ځالو ښه خبره ده؛ نو د کيسې پاتې برخه ولې دويم پړاو ته پاتېږي او يوازې خبرې ورباندې کېږي؟

په دغو خبرو کې به څه ويل کېږي؟ ايا پاکستان ته زارۍ کېږي چې د طالبانو روزل او د خدای د عامو بندګانو وژل ګناه لري، لاس دې ترې واخلي، که به ورته ويل کېږي چې پاکستان ته به امريکا له يوې بلې لارې يوه ګوله حرامه ډوډۍ ورپيدا کړي، دوی دې ترهګر نه روزي او که به ورته ويل کېږي چې همدا ترهګر دې د کشمير پر خوا ورخوشې کړي؟

په خبرو کې خو به همدا ويل کېږي. که نه نو دا خو لېونتوب دی چې لا هم پر پاکستان دومره باور کېږي چې خبرې به ورباندې اثر وکړي، له بې‌لاريو به لاس واخلي او له امريکا څخه د دومره لېونتوب تمه کله هم نه‌شي کېدای.
دلته بيا هم تر کاسه لاندې د يوې بلې نيمې کاسې څنډې ښکاري.
په تېرو کلونو کې تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه د قبايلو ټولې سيمې د امريکا د بې‌پيلوټه الوتکو د وزرو تر سيوري لاندې وې.

لسګونه ځله پر هغو طالبانو بريدونه وشول چې د پاکستان د حکومت پر ضد يې وسله پورته کړې وه، د هغوی مشران يو په بل پسې ووژل شول، کورونه يې ويجاړ او ځالې له منځه يووړل شوې، ټول امريکا وکړل، خو په شپاړسو کالو کې د بلوچستان، خيبر پښتونخوا، سيند او پنجاب ايالاتونو پر خوا کله دغو الوتکو لاره هم چپه نه کړه.
يوازې د ملا منصور مرګ مېلمه و چې هغه په بلوچستان کې د ډېورنډ کرښه لږ ها خوا ووژل شو، نور خو امريکا هلته پر مېشتو ترهګرو د ګل ګوزار هم نه دی کړی.

پاکستاني طالبان په افغانستان کې نه جنګېدل، د کوټې او پېښور له لارې يې افغانستان ته د ناټو پر را روانو اکمالاتي موټرو بريدونه هم نه کول، يوازې يې پاکستاني عسکر ويشتل، خو بيا يې هم د امريکا د بې‌پيلوټه الوتکو له بريدونو سر نه‌شوای پورته کولای، اما افغان طالبان چې دا يوه نيمه لسيزه يې دلته سور اور بل کړی دی، زرګونه افغان او بهرني سرتېري يې شهيدان او ووژل، لا هم جګړې ته په پوره شدت دوام ورکوي او په کوټه، پېښور، کراچۍ او د پنجاب په ځينو سيمو کې ښکاره او خوندور پټنځايونه لري، امريکا ورباندې کله په تېروتنه هم تر کرښه پورې غاړه بم و نه ويشت.

د نيکلسن پاتې نيمه خبره چې امريکا به له پاکستان سره په کوټه او پېښور کې د شته ترهګرو په اړه خبرې وکړي، بيا بده ګواهي ورکوي.
اعلان شوی دی چې ترهګر بايد ووژل شي، لومړيتوب خو بايد هغه ترهګر ولري چې موږ او بهرنيو سرتېرو ته يې تر نورو زيات د مرګ خطر پېښ کړی دی؛ نو بيا ولې مخکې له دې چې د خطر ګراف نور هم لوړ کړي، و نه وژل شي.
امريکا او ناټو بايد نور د ورستو هګيو جنګول بند کړي. ترهګرو او د ترهګرو هېواد ته چانس ورکول، د زرګونو خلکو ژوند په خطر کې اچول دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply