ماشومان سياسيون او ماشومانه جنګونه / خوشحال آصفي

0 889

وروسته له هغې چې د بلخ په والي عطامحمد نور، د ولايتي شورا د وکيل آصف مهمند د نيول کيدو، د نوموړي د ساتونکو د وژل کيدو او په خپل کور کې د آصف مهمند د بندي کېدو او ترې د غوږ پرې کېدو خبرونه خپاره شول؛ له دغه ولايته د عطامحمد نور د ليرې کېدو اوازې هم خپرې شوې. تيره ورځ په خپله نور هم تاييد کړه او زياته يې کړه داسې خبرونه یې ترلاسه کړي چې د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ ارګ کې د بلخ له ولایته د ده د لېرې کېدو لپاره لیدنې کتنې شوي دي.

د آصف مهمند او عطامحمد نور د شخړې د قضيې له برسېره کېدو وروسته د اسلامي حزب د مشر ګلبدين حکمتيار او عطامحمد نور تر منځ د لفظي شخړو او يو پر بل د تورونو لګولو بازار هم ګرم شو. آن تيره ورځ په سمنګان ولايت کې د افغانستان د نجات د عالي شورا د ملاتړ لپاره په جوړه شوې غونډه کې نور تقریباُ خپلې ټولې خبرې د حکمتیار غندنې او بد ویلو ته ځانګړې کړې وې. ده حکمتیار ته په خطاب کې وویل «ته چې د کابل په قصاب مشهور یې په کوم مخ دې ښار ته راغلی یې؟» نور تور ولګاوه چې حکمتیار له بهرنیو هیوادونو پیسې اخلي او د ایران او شیعه ګانو پرضد څرګندونې کوي.

نور وروسته تر هغه په حکمتیار لفظي بريدونه پیل کړل چې حکمتيار یوه اونۍ وړاندې کابل کې عطا محمد نور یو بزدله مشر وباله چې پر وینا یي د حکومت له امکاناتو پر حکومت نیوکي کوي. همداراز څو ورځې وړاندې حکمتيار د جمعيت ګوند په پخواني مشر احمدشاه مسعود د پاکستان د جاسوس تور ولګاوه. حکمتيار د بدخشان ولایت له یو شمېر خلکو سره په کتنه کې احمدشاه مسعود له آی ایس آی سره په تار لرلو تورن کړی او ويلي يې دي چې د دفاع وزارت ۶۰۰ جنرالان د پنجشېر اوسېدونکي دي چې زیاتره یې په اصل کې کلینران دي. د حکمتيار له دغو څرګندونو وروسته د جمعيت ګوند بېلابېلو سرلارو تند غبرګون وښود او هر يو په نوبت سره حکمتيار په هيواد کې په قومي، سمتي او حزبي تعصب تورن کړ.

که د عطامحمد نور او ګلبدين حکمتيار سياسي مخينې ته وکتل شي؛ دواړه هغه څوک دي چې په سياست کې کابو ديرش کلنه تجربه لري. هم عطامحمد نور او هم ګلبدين حکمتيار د ا فغانستان په سياست کې خپل قوي رول لوبولی دی. دا نه وايم چې مثبت دی که منفي؛ خو تر ډيره دواړه په سياست کې پاتې شوي دي. خو له بده مرغه چې تر اوسه دواړه سياسي ځوانۍ ته نه دي رسيدلي او دواړه لکه پنځه کلن ماشومان داسې جنګونه کوي. دا ډير د افسوس ځای دی چې د کابو ديرشو کلونو په تيريدلو سره بيا هم زمونږ دغه سياسيون د سياست پوخوالي ته نه رسيږي او اوس هم ماشومان دي.

د نور او حکمتيار لفظي شخړې بلکل د هغه ماشومانو جنګونو ته ورته دي چې په لوبو کې وران شي او بيا يو و بل ته سپکې سپورې وايې او تورونه لګوي. دوی دواړه يو پر بل داسې تورونه پورې کوي لکه ماشومان چې په توپ ډنډه يا خوسي لوبه کې په خپل منځونو کې سره وران شي او بيا مقابل لوري ته وايې چې د هګيو غله، ته هماغه يې چې د فلاني کاکا له کوره دې هګۍ پټې کړي دي. مقابل لوری ورته وايې چې ته هم سپينه کوتره نه يې، تا هم د فلاني ماما له مرغانچې ډير چرګان پټ کړي دي.

اوس دې نه حکمتيار او نه هم عطا نور خلکو ته د خپلو شخصيتونو ښودنه کوي. د دواړو سابقه ولس ته معلومه ده او د دواړو شخصيت ټول ملت په درسته معنا پيژندلی دی. اړتيا نشته چې اوس دواړه بيرته له سره خلکو ته د خپرو څېرو ښودلو نمايش وکړي. ولس د اويايمې لسيزې  کورني تنظيمي جنګونه نه دي هير کړي، ولس د دواړو حزبونو (جمعيت او حزب) خاطرې له ځانه سره لري او اړتيا نه ليدل کيږي چې دوی هڅه وکړي چې ځانونو ته نوې شخصيتونه پيدا کړي. دا چې ولس حوصله کړې او دواړه يې بخښلي دي؛ نو نور دې د ولس حوصله نه ازمويې.

د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي تر منځ د اختلاف پخوانۍ خاطرې د هيواد د هر بچي په ذهن کې لا شته دی. ا و اوس چې يو ځل بيا دواړه سره ښکر په ښکر کيږي نو دا د هيواد او ولس لپاره بد شګون لري. ځکه نو ولس دواړو ته حوصله کړې او دواړه بايد د ولس د حوصلې ازموينه وانخلي، دواړه بايد نور خلکو ته د ستونزو د راولاړولو او په خپلو منځو کې د منفي رقابت لوبه پايته ورسوي. نور نو هيواد په هغه حالت کې نه دی چې د دوی دواړو لوبو ته لکه د فوټبال لوبې سيالبين ناست وي. که چيري دوی خپلو منفي رقابتونو ته دوام ورکړي نو ولس به نه يواځې دا چې پر وړاندې يې پاسيږي؛ بلکې له دوی سره به د خپلو تيرو کړو حساب کتاب هم وکړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply