تر ځينو خو سني‌لېون ډېره د خلکو په غم کې ده

ځينې کسان له دندو ګوښه کړل شي، ولس يې نه غواړي، خو بيا يې هم دواړې پښې په يوه پايڅه کې ننه‌ايستې وي، په وچ زور کلي کوي او خبره نه مني. نه د خلکو غوښتنو ته ګوري نه د حکومت پرېکړې ته، خو د هندې سېنما بې‌باکه فلمي ستورې سني‌لېون داسې نه ده.…

حکومت اصلاحاتو ته ژمن دی / ايمل پیاوړی

اوسني حکومت ته اکثره ستونزې او ناخوالې له تېر حکومته په میراث ور پاتې دي، یو له دغو ستونزه څخه اداري فساد دی. له بده مرغه د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال فساد په هېواد کې هم پراخ شوی و او هم یې ځېلې او رېښې دومره غځولې وې چې ځینې ادارې یې د…

نظامي درېشۍ د قومي ناندرۍ جامې نه دي

د بلخ عزل شوي والي پر خپله فېسبوک‌پاڼه د هغې غونډې انځورونه خپاره کړي دي چې د ده په خبره، د ملي شورا او ولايتي شورا وکيلانو، سياسي شخصيتونو، عالمانو او د افغان امنيتي ځواک قوماندانانو پکې برخه اخيستې وه او له بلخه د عطا د ګوښه کېدو په…

عدالت غوښتنه تعصب نه دی!/ ډاکټر صلاح الدین سعیدي

عدالت غوښتنه تعصب نه دی! حق غوښتنه، عدالت غوښتنه، د وطن متوازن اقتصادي او فرهنګي انکشاف نه دفاع د وجیبې اداء دی، تعصب او تفرقې ته لمن وهل نه دي. تفرقې، تعصب او جنګ ته لمن وهل او عملاً هغوی کار کړای او دا ملت او وطن یې د جنګ او تعصب سره…

متوازن پرمختګ/ محمد روښان ښاد

متوازن پرمختګ باید د ټولنیز اصل په توګه ومنل شي او تطبیق ته یې جدي پام پکار دی، ځکه تر هغو چې د متوازن پرمختګ اصل تطبیق نشي، نو په ټولنه کې نظم، امن او ثبات ناممکن دی، ځکه د غیر متوازن پرمختګ پرمهال د خلکو، سیمو او حتی قومونو تر منځ تضادونه…

سیاسي ثبات

سیاسي ثبات سیاسي ثبات کومه ځانګړې یا اټکلي پېښه نه ده چې په خپله او ناببره توګه رامنځته شي، بلکی سیاسي ثبات هغه پروسه ده چی دخلکو په اراده، غوښتنه او هلو ځلو دقانون په رڼاکې دعدالت ټینګښت او دټولو هېوادوالو په پراخ ګډون سره رامنځته شي، د…

د ”نور“ استعفی یوه عادي چاره ده

د ”نور“ استعفی یوه عادي چاره ده دولتي مقامونه، څوکۍ او منصبونه نه شخصي دي او نه هم میراثي. په دې برخه کې تغیر او تبدیل یوه عادي او قانوني چاره ده. هیڅوک باید په دې برخه کې د رهبرۍ د پرېکړو مخالفت ونه کړي او نه یې هم د کوم چا پر…

دغه ډول ماهرانه دروغ او پروپاګنده د افغانانو د ذهن محصول نده

دغه ډول ماهرانه دروغ او پروپاګنده د افغانانو د ذهن محصول نده، چې په ارګ کې د پینځه مېلیونه ډالرو په ارزښت کلیساګکه جوړېږي او رولا غني به پکې عبادت کوي. افغانان ساده سیده خلک دي، حتا که باچا یا قاضي ته یې زړه ډک شي، که حریفواله یې تور…

روسي ضرب المثل دی، وايي: « پاچا ومړ، زنده باد پاچا/ ډاکټر شیر حسن حسن

روسي ضرب المثل دی، وايي: « پاچا ومړ، زنده باد پاچا (!) ملګری مې په قوم هزاره او په مذهبي باور پاک سوچه شعيه مذهبی دی. يوه ورځ يې د ښاغلي محمد محقق او يو بل شعيه زورمند له ناروا کړنو سر وټکاوه او د هغوی اعمال يې وغندل. ورته ومې ويل چې ښاغلی…

جوزجان د داعش پر مرکز بدلېږي!

جوزجان د داعش پر مرکز بدلېږي! عرب، فرانسوي او ازبک جګړه‌مار پر دغه ولايت را مات شوي سرخط ورځپاڼه په عراق او سوريه کې د داعش تر ماتې خوړلو وروسته اوس تازه راپورونه دا دي چې د دغې ډلې راتښتېدليو جګړه‌مارو پر افغانستان منګولې خښې کړې دي.…