Browsing Tag

زبیر افغان

!لمونځ قضا شو

د ۲۰۲۲/۹/۱۰ تاریخ یو مازیګر له میرمنې سره د قدم وهلو لپاره بهر ته ولاړم، زه خپله ډېر تېز پلی تګ کوم، خو د میرمنې له وجې سوکه تلم، په بازار کې یو ځای ایسکریم دی، زه ډېر وخت هلته ورځم او خورم يې، میرمنې ته مې هم ډېر صفت کړی و، نو هغې ویل: یوه…

له انسان سره د پيدايښت په اړه نه مشوره

دا خبره هم د ځینو کسانو له لوري کېږي چې ولې له انسان سره د هغه د پيدايښت په اړه مشوره نه ده شوې؟ ما د کایناتو او انساني ژوند هدف څه دی؟ تر سر لیک لاندې یوه بله لیکنه کړې وه، هلته مې دا روښانه کړې ده چې کاینات او انسان ولې رامنځته شوي دي؟ که…

قسم

پر یوه شي د ډېر ټینګار لپاره موږ قسم ته پنا وړو، د دې بل مثال زموږ په ورځني ژوند کې داسې دی لکه شاهد، د دې لپاره چې زما پر خبره اورېدونکي باور وکړي، زه د خپل بیان په یوه برخه کې دا ذکر کوم چې د دې خبرې یا کیسې شاهد پلانی هم دی، پخواني…

خیر او شر

په لغت کې خیر د ښېګڼې په معنا دی او شر يې ضد دی چې بدګڼې ته وايي. د خیر او شر په اړه له ډېرې پخوا زمانې فیلسوفانو او د علم کلام ماهرینو بحثونه کړي دي، چا یوازې د عقل له زاويې د خپل فکر نیلی پکې ځغلولی دی او چا بیا صرف پر دیني ارشاداتو په…

طالبانو ته اخطار

په هیواد کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په جنګي او له کړکېچه ډکو حالاتو کې په زور د طالبانو واک ته رسېدلو هغوی ته په کور دننه د دوو ډلو وسله وال مخالفت را وټوکاوه، یوه يې اسلامي دولت او بله يې د مقاومت جبهه ده او په نړۍ واله کچه يې مکمل…

حجاب د اختلاف او اتفاق ترمنځ

حجاب د دوو شیانو ترمنځ بېلونکي یا پټونکي ته وايي (۱)، په قران کریم د ګڼو معناؤ لپاره کارېدلی دی، د همدې معنا لپاره په دې ایت کې دی: { وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ} ژباړه: او که مو له نبوي میرمنو…

بیعت که انتخابات؟

په دې مقاله کې غواړم د بیعت، انتخاباتو او حل و عقد په اړه ځينې ناروښانه ګوښې راوسپړم. تر اسلام مخکې عربو د سودا مهال رواج در لود چې د فاینل سودا لپاره يې یوبل ته لاسونه سره ور کول چې بیعت صفقه ورته ویل کیدل. همدارنګه يې له خپلو مشرانو سره د…

شرعي حرام که قانوني ممنوع؟

د بشر ښېګڼه د قانون او شریعت لپاره معیار دی، په همدې اساس شریعت ځينې وختونه د انسان لپاره د حرام شویو شیانو د استعمال اجازه ور کړې ده؛ لکه: د مړزګې او خوګ غوښه خوړل. (بقره: ۱۷۳) همدې معیار ته په کتو رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې…

درې طلاقه، شرعي جنبه او کلتوري ستونزې

د طلاق پېژندنه: طلاق د طلق مصدر دی. لغوي مانا يې خوشي کول دي. عرب وايي: طلق الرجل زوجته تطلیقا. یاني سړي خپله میرمن ایله کړه. اطلقتُ الاسیر. بندي مي خوشي کړ. حُبِس فلان فی السجن طُلُقاً، مانا په زندان کې زولنه نه دی.(۱) لغوي مانا فقهي یا…

ښځه د ولور په مقابل کې

زما یو اخښی دی. مشره لور يې ډېره ذهینه، ښایسته او په خبره پوه وه. ما ته به يې هر وخت ویل چې زه د لور ولور نه خورم. ستا خورځه ده چې څونه ښه ځای دې ورته خوښ وي هلته يې ورکړه. ما د هغې او خپلې خور په خوښه یو ځای ورته انتخاب کړ. خبره فاینل ته…