Browsing Tag

شاه محمود میاخېل

فکري ککړتیا

لکه څنګه چې د نا پاکو شیانو په استعمال سره د اوسیدلو محیط چټلیږي او د انسانانو ژوند ملوث کوي همداسې فکري مریضان هم هڅه کوي چې د انسانانو فکرونه په خپلو فکري او فاشیستي نظریاتو ملوث کړي. فکري ککړتیا د اوسیدلو د محیط نه زیاته ککړه پدیده ده…

د افغانستان د چورلکو او الوتکو په تړاو د امریکا نادرسته پرېکړه

د افغانستان د چورلکو او الوتکو په هکله د ازبکستان او امریکا وروستۍ فیصله ناسمه ده، چې امریکا د افغانستان ۲۶ الوتکې او چورلکې ازبکستان ته سپاري دا پرېکړه د بین الملتي تعاملاتو خلاف پرېکړه ده. دې کې شک نه شته چې د افغانستان…

د استقلال ۱۰۵ مه کلیزه؛ د یو هېواد لپاره خپلواکي یعنې څه؟

د انګریزانو څخه د خپلواکۍ د اخیستو ورځ د افغانستان ټولو حکومتونو په تېرو ۱۰۵ کلونو کې په شاندارو مراسمو سره نمانځلې ده او یوازې هغه ډلې او کسان د دغه ورځې مخالف دي، چې د پردو په لاس جوړې شوې او د پردیو ګټو لپاره کار کوي. ولې افغانان…

ناروغ افغانستان؛ د نړۍوالو غونډو نیمګړې پایلې او د افغانستان نامعلوم راتلونکی

فکر کوم ۲۰۱۲ یا ۲۰۱۳ ز کال و چې د ناتو له خوا د ستراتیژیک کمیونیکشن په اړه کنفرانس په دوبۍ کې جوړ شوې و. دغه کنفرانس کې یو شمیر افغانانو، د ناتو د هیوادونو د بیلابیلو تحقیقاتي ادارو، رسنیو او د أفغانستان د امنیتي او دفاعي قوتونو د ستراتیژیک…

د علم او جهل مبارزه

د جهل او علم تر منځ مبارزه د ادمه تر دې دمه روانه ده. کله علم او کله جهل غالب وي. خو که د دنیا تحولاتو او د اسلام له نظره تاریخ ته وګورو نو جهل هیڅکله علم له منځه وړلې نه شي او پدیتوګه د علم په ذریعه جهل ختم شوې او مغلوب شویدی. جهل کله کله…

ترهګر که لنډغر؛ د افغانانو تر منځ نفاق او د افغانستان د دښمنانو ستراتیژي

یو نږدې دوست او تکړه ژورنالست راته مسیج وکړ او ویلې و، چې د افغانانو او د افغانستان د دښمنانو او یا افراطي ډلو او د سیمې د استخباراتو لویه ستراتیژي دا ده چې څنګه افغانان سره جدا وساتي او بیا یې یو په بل ووهي. د دغه دوست خبره د تیرو څو لسیزو…

افغانستان؛ د دوحې دریم دور ناسته او ورسره ستونځې

په عمومیاتو کې د سیمې او نړۍ ټول هیوادونه چې د افغانستان په مسله کې دخیل او رول لري، په دې عقیده دي چې د جمهوریت د سقوط نه وروسته او د طالبانو د نوې واکمنې سره، د افغانستان وضعیت مخ په خرابیدو دی. فزیکي، بشري او رواني امنیت د جدي ستونځو سره…

افغانستان؛ ایا طالبان بدیل لري او که نه؟

یو شمېر کسان په شعوري او غیر شعوري توګه دا مساله مطرح کوي، چې طالبان بدیل نه لري او دا یو واقعیت دی چې باید ومنل شي. راځئ چې د (بدیل) او (واقعیت منلو) دغه دوه مسالې سره تحلیل او تجزیه کړو، چې دا سمې دي او که نه؟ که خبره د واقعیتونو د منلو…

نوې سیاسي لوبه او له یوې سوړې څخه څو ځلې چیچل

په دې کې هیڅ شک نه شته، چې د افغانستان حکومتونو او سیاستوالو په تېرو څو پېړیو په ځانکړې توګه بیا په تېرو پنځو لسیزو کې ډېرې تېروتنې کړي دي، تاریخ په یو شکل نه په یو شکل تکرار شوی او تکراریږي. سیاسي محاسبه د سوداګریزې محاسبې په شان ده،…