د نيکونو پر ټغر
غزل مثنوي (د نيکونو پر ټغر)
لویه خبره ده له خوبه را ویښېږي وطن
لکه جنډه د آزادۍ راپورته کېږي وطن
لکه د مور د تودې مينې ناز پروره وږمه
د تاندو هیلو په غوټيو راغوړېږي وطن
لویه خبره ده، ښکالو د پسرلیو راځي
لکه غاټول له وچو تيږو راټوکېږي…