Browsing Tag

نور محمد لاهو

!ته غږیږه

ته غږیږه ! ته چی خبرې کوې دا ستا له غږه د انارو تکې سرې سرې خوشبویانې پورته کیږي ته چې خبرې کوې د شیرین غږ په رنګه مَوج دې شاه پرک غواړي ویده شي . سړی غواړي کلماتو نه دې غټه مړۍ واخلی ته چی خبرې کوې یو د سلګونو کلو…

یوه ستوې لار

د غُربت ناځوانه درد دې هغه چارې په ما وکړې لکه تږې ، تیرې څوکې د یو تبر د ګلونو نرمو غاړو سره وکړې تا لیکلي څنګه یمه ؟ زه ښه نه یم زندګی داسې ترخه ده لکه شپه کې د اسحاق ننګیال د مرګ سخته شیبه یا لکه زخم کې دننه راشنه شوې د…

څه اوښلن لړونه

ـ چینې! ته که شې مئینه، خپل مئین ته په سوغات کې به څه یوسې؟ ـ یخې، یخې شان سندرې او رڼې رڼې هېندارې. ـ شین ځنګله! که مئین شوې څه به یوسې؟ ـ مازدیګر سره څو کريږې او چغارې. ـ پسرلیه! ـ د ګلابو درمندونه ـ شینکی ستوریه! ـ سترګکونه،…

په ګلونو بار آسونه

په ګلونو بار آسونه یوه ورځ دواړه ضرور یوې کشتۍ کې لکه دوې کوچۍ مرغۍ ! د اورونو له سیندونو د سپوږمۍ سپینې کیږدۍ ته کډه کیږو خو ته مه مایوسه کیږه ! چې بیړۍ مو وچې ځمکې ډوبه کړې او ترکاڼ مو د زاړه بلوط په څير خپلې ارې دې…

غزل

لکه زخم په سینه کې زما اوسې لکه درد هره شیبه کې زما اوسې یوه یخه د اوبو خوږه چینه یې بیابان کې په غرمه کې زما اوسې لکه شین لوګی د عودو په هوا کې لکه ژیړ رنګ په لمبه کې زما اوسې ته یو ستوری د میزان یې د خوندونو د…

هیروم دې

هیروم دې هیروم دې ، درنه ځمه لکه ونې چې توپان کې خپلې پښې له ځانه پرې کړلې مرغۍ شوه لکه پوندو د یو آس نه پورته شوې سپينه دوړه چې له باده سره مل شوه بیا رانغله هیروم دې هیروم دې ما هم وریځو ته ویلي چې باران لکه ماشوم په دې قانع…

د ګلانو دیوالونه

یو تور باد له یوه غره رالګیدلی د ځنګله په څير شنې لښتې ورسره دي د دې باغ پر دیواله د یوه ګل راځړوند لاسونه یې ورمات کړل د دې باغ په بنفشو مې زړه خوږیږی چې یې پاڼو نوې نوې د لیلو له خوږو زلفو نڅاګانې دي زده کړي شیبه پس به یې په وینو…

لکه سیند

لکه سیند .... لا مې هم ستا د یادونو ، سره زخمونه ، په سینه کې د باران د لامده غږ په څير تازه دي پیړۍ وشوې یاره ستا پر شنې لمنې ، دا ګلان ، هسې تازه دي او اوس هم چې آسمان شین وي یو شاعر په نیمه شپه کې بام ته خیژي او د…

وچې لمنې

لا مې هم ستا د یادونو ، سره زخمونه ، په سینه کې د باران د لامده غږ په څير تازه دي پیړۍ وشوې یاره ستا پر شنې لمنې ، دا ګلان ، هسې تازه دي . او اوس هم چې آسمان شین وي یو شاعر په نیمه شپه کې بام ته خیژي او د ستورو پر سینو دې…

د ګوتو قفس

د ګوتو قفس نه غواړمه پوه شم پرآسمان د لاجَوَردو غالۍ څنګه اوبدل شوې ؟ غواړم پوه شم له رڼا د لاجوردو تاته څنګه کمیس جوړکړم ؟ ستا د غاړې خوشبويي د ګل له شونډو څخه څرنګه څښل کیږي هلته لیرې د غاټولو د نازکې پردې شاته له ټوپکه…