Browsing Tag

ودود همت

!يو روحي نوستالژيا

څومره ګرمه څومره وچه. د بکوا تر دوړو خړه. د ځوانی شېبه شېبه ده. خوب يې برېښوي شعورته. روح يې څکه نيمه وکړي. یوبرغکه ځي چټکه. (ځای يې وي جولايې نه وي). زما د زړه پردړې ځمکه. لکه ډوبه چې څپه سي. لکه جګه چې جوپه سي. خاطره راځي…

پوښتني پرېږدي

هره ذره راته پوښتني پرېږدي. د ژوند څېره راته پوښتني پرېږدي. پرملياردي تعداد هستي ارزوم. آن يو شمېره راته پوښتني پرېږدي. په دې خاورين دېوال کې څه نسته دي؟ د اور اېره راته پوښتني پرېږدي! چې د (آرامو) پر سرای دمه وکړم! دا هديره…

لنډ خوب

کله چې لمر د غرو ترشا خپل طلايې رنګه ژېړه پرده کې خپل تېز اورنی رنګ او زر زري شغلې را ونغاړي، او د حرارت آغېز د ځمکي له اوږو کم سي، د برقي انرژی چېنه يې د شپې د قدمونو په سايې وچه سي د مغرِب له لوري عجيب کيف اوعجيب منظر د طبيعت پر هسکه نقش…

حِسوم

ستاد مالګین انځور مزه حسوم. د حٌسن روح تازه تازه حِسوم. بوی د وصال په بدرګه وينمه. ديدن د يار پر دروازه حِسوم. زه د ښکلا رنګونه پوراخلمه. لکه هنداره درويزه حِسوم. د ژيړ باړخو دا ژيړي ژيړي جلوې. د لمر شغلې پر خربوزه حِسوم. د…

لاشعور

د روح خبرو لاشعور ته يوړم. ګرمو بڅرو لاشعورته يوړم. ما د حلقې ملګري وموندله! دغو ملګرو لاشعور ته يوړم. شپې د رڼا په رنګ کې ولونلم. بيا جادوګرو لاشعور ته يوړم. د سرودونو په ګونګي جمودکې. د چا سندرو لاشعورته يوړم. د لوړ قامت…