Browsing Tag

ګل آغا احمدي

پښتو د مینې ژبه

د زېږدیز کال د فبروي ۲۱مه نېټه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده او دا ورځ په ملګرو ملتونو کې ثبت ده. هر افغان، هر دنیاوال او هر انسان ته دا نړیواله ورځ مبارک وي. مورنۍ ژبه د انسان خدایي، بشري، ملي او نړیوال حق دی. انسان حق لري چې په مورنۍ خبرې…

روژه والې لنډۍ، اوولسمه برخه

ورکه لالیه هېر مې نه یې هر روژه ماتی دې دعا کې یادومه وطن مو ټول آفت وهلی خدایه روژه به زموږ څنګه وي مینه؟ وطن مې خپل، روژه مې خپله پخپل وطن کې کوچنی اختر کومه وعده دې یوه هم پوره نه کړه  روژه په سر شوه را دې نه وړل دیدنونه هلکان…

روژه والې لنډۍ،شپاړلسمه برخه

ما د روژې له نومه جار کړې جانان روژه کې د راتلو ویلي دینه ما د روژې یاري منلې دواړه جنت ته لاس نیولي سره ځونه ما د هجران روژه نیولې ستا د وصال اختر به کومه میاشت راځینه؟ ما له خدایي درباره جار کړې چې هم روژه یم، هم دعا ورته کومه ما…

روژه والې لنډۍ، پنځلسمه برخه

خاونده بیا دې په روژه کړم د ورک جانان دیدن ته وږې ناسته یمه لالیه ځه بازار ته لاړ شه لومړۍ روژه ده ګندنه راوړه مینه لالیه ستا د سفر وخت شو زه د روژې په غرمه ګرده تاوېدمه لکه چې وخت د پړشمي شو د شالیلا د بنګړو شرنګ مې واورېدنه لکه…

روژه والې لنډۍ، څوارلسمه برخه

ښېرې به یې ولې نه قبلېږې یار په معصومه خوله روژې نیولې دینه صبر کوه، صبر مې کړی روژه تېرېږي بیا به وکړو دیدنونه غرق شې آذان را باندې وشو  حقه روژه ده ګنهګار به شو مینه فرضي روژه ده غلی کښېنه چې اختر راشي بیا دې هره یوه منمه فرضي…

روژه والې لنډۍ، دیارلسمه برخه

زه پرواګیر د روژې نه یم زما په کار دي لرې، لرې دیدنونه زه په روژه، روژه عاشق یم په جنتي ریان مې اخلي سلامونه زه دې په سپینه ورځ حیران کړم سمه روژه کې په مخ مه راځه مینه سبا به بیا یاره روژه وي نن درنه غواړم د سرکو شونډو سرونه سبا د…

روژه والې لنډۍ

روژه والې لنډۍ ګل آغا احمدي وردګ لنډه تبصره لنډۍ د پښتو شعر داسې مهم، لرغونی، شېرین او په زړه پورې صنف دی چې شاعر یې معلوم نه دی او د ټولنې ګډ کلتور او فولکلور ګڼل کېږي او مالکیت له ټولنې سره دی. د شعر دغه مهمه برخه یوازې په پښتو کې…

سل کاله مخکې د افغانستان د پوهنې نظام

د اعلیحضرت غازي امان الله خان د واکمنۍ دوره د افغانستان د پوهنې د انکشاف او پراختیا په برخه کې یوه زرینه دوره ګڼل کېږي چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو سره جوخت د پوهنې په لاره کې داسې غورځنګ پيل شو چې وړانګې یې تر نن پورې په هېواد را…

اوربنده

اوربنده! ستا راتلو ته افغانان داسې تلوسه لري لکه دوه مین انسانان چې د کلونو کلونو په تېرېدو سره د بېلتون شېبو ته د پای ټکی ږدي او د اوږده هجران په پای کې د محبت د دسترخوان د پاسه د وصال په مېلمستیا کې ګډون کوي. اوربنده! ستا په لیدلو پسې مو…

لویه جرګه په مختلفو اړخونو کې

لویه جرګه د افغانستان د دین، کلتور، تاریخ، فرهنګ، ټولنې، دود او داسې نورو اړخونو کې ښکاري چې په دې لیکنه کې په لنډ ډول وړاندې کېږي. د لویې جرګې دیني اړخ لوی خدای (ج)  مسلمانانو ته په شوری امر کوي او جرګه د شوری یوه داسې بڼه ده چې زموږ په…