Browsing Tag

اجمل ښکلى

د يوازېتوب سل کاله

ځينې ملګري پوښتنه کوي، چې د مارکېز د اثر"one hundred years of Solitude" نوم په پښتو کې د "سل کلن يوازېتوب" سم دی، که "د يوازېتوب سل کاله"؟ که د انګليسي بڼې ته يې وګورو، "د يوازېتوب سل کاله" سم دی؛ خو راځئ، چې د ژبني سيستم له مخې پرې خبري…

پښتو نوېزونه او ستونزې يې

سره له دې چې په پښتو کې د نوېزونو تاريخ پخوانى دى، چې پوهان يې تر خيرالبيان پورې رسوي؛ خو د شلمې پېړۍ په سر کې "مرکه د پښتو" نوېزونو ته په ماډرنه مانا پاملرنه وکړه، چې ورپسې پښتو ټولنې د کره املا په پرتله کمه وپالله او ښايي همدا لامل و،…

پر ادراکي ژبپوهنه د ګشټالټ ارواپوهنې اغېز

لنډيز ګشټالټ اراوپوهنه د شلمې پېړۍ په سر کې رامنځته شوى داسې يو مکتب دى، چې د هغه وخت د دوديزې ارواپوهنې له چوکاټه راووته. دې ارواپوهنې د انسان پر حسي، په تېره د باصرې پر حس کار وکړ او دا نظر يې وړاندې کړ، چې موږ شيان چې څنګه دي، هغسې نه،…

غزل

د جنګ په ښار کې محبت کوي زلمي له ځان سره خيانت کوي نهيلي شوي دي له دې زندګۍ خلک آرزو د شهادت کوي خوله دې په "هو" ويلو بخل کوي سترګې دې څومره سخاوت کوي لکه مخونه پټوي خبرې لفظونه هم منافقت کوي زړونه صبرېږي نه له…

پر خپل کوچني او خپله ژبه زړه وسېزئ

زوى مې څو کاله مخکې په يوه دري لېسه کې د مدير په دې ژمنه واچاوه، چې پښتو نصاب به ورته ښيي. څه وخت تېر شو، بچي ته مې د دري او انګليسي مضامينو زده کړه ډېره سخته وه، په ټيټ ټولګي کې مې کېناوه، خو مزه يې نه وه. مدير ته مې خپله ژمنه ورياده کړه،…

د ژبو د مړينې مانا

وړمه ورځ پښتو څانګه کې استاد ضياء الاسلام شيراني د ژبو د مړينې پر ټولنيزو لاملونو مفصل کنفرانس ورکړ. د نوموړي کنفرانس پر دې بنسټ ولاړ و، چې ژبه هم د بلې هرې پديدې غوندې له منځه ځي؛ خو ځينو استادانو دا دريځ درلوده، چې ژبې نه مري، مثلا اوېستا…

نوې تاريخواله

نوي تاريخواله (New historicism) د تاريخ په اړه يو نوى ليدلورى او مېتود دى، چې د شلمې پېړۍ په نهمه لسيزه کې يې انکشاف وکړ. دا اصطلاح په ۱۹۸۰ کې امريکايي عالم سټيفن ګرينبلټ په خپل اثر Renaissance Self-Fashioning: from More to Shakespeare کې…

رغښتوالې ته يوه ځغلنده بين الرشته يي کتنه

تر شلمې پېړۍ مخکې ژبني توکي بېل بېل مطالعه کېدل؛ خو سوسور په يوه سيستم کې مطالعه کړل او دا سيستم د نوموړي په اند د ژبنيو توکيو ترمنځ د اړيکو زېږنده دى. په دې ډول پر متقابلو جوړو سربېره د دوى ترمنځ اړيکه هم مهمه شوه او اړيکه هم يو عنصر او…

استعاره؛ د انسان د ادراک وسيله

لنډيز: ادراکي ژبپوهنه هغه ده، چې د انسان د حواسو، ادراک او ژبې پر تعامل غږېږي. د دې ژبپوهنې پر بنسټ د انسان ادراک او ژبه سره نه بېلېدونکي ځانګړنې لري. ژبه چې د اړيکو د رغولو لپاره کارېږي، مانا پکې بنسټي اهميت پيدا کوي. ټول ژبني جوړښتونه او…

د انسان د غړيو پورونه / اجمل ښکلى

ادارکي ژبپوهنه د انسان د حواسو، ادراک او ژبې پر تړاو خبرې کوي. دا ژبپوهنه د ماده پرستو په پله ژبه د انتزاع او احساس ترمنځ تړاو ګڼي. د دې ژبپوهنې پر بنسټ انسان د فيزيکي نړۍ اړوند حسي تجربه کوي، دا تجربې په انساني ذهن کې راټولېږي او ادراک د…