نجلۍ ژړل! / اسدالله غيرت
(د تېرو ولسمشريزو ټاکنو يوه خاطره)
د تېرو ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو پيلېدونکی و، زه د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ د سمين اکبري د نجونو عالي لېسې د ښځينه ټاکنيز مرکز مسول وم، ياد مرکز څلور محلونه او ټوټل (۲۴۰۰) رايې درلودې. په مرکز کې له…