Browsing Tag

جان روان ځاځی

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس پرانيستل شو

جان روان ځاځی د چين د واکمن ګوند (کمونېست ګوند) شلم ملي کانګرېس د اکتوبر د ۱۶مې نېټې د سهار په لسو بجو د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شو، چې د همدې مياشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام ولري. په دغه کانګرېس کې د چين د واکمن ګوند څه…

د افغانستان سفارت په بېجینګ کې افغان کلتوري خونه پرانېسته

د چين په پلازمېنې بېجينګ کې د افغانستان لوی سفارت د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې افغان کلتوري خونه پرانېسته. په دغو مراسمو کې د چين د چارواکو په ګډون د بېلا بېلو هيوادونو ۱۵ سفيرانو، ۷۰ ډيپلوماتانو، سوداګرو او ګڼو مېلمانو ګډون کړی و. په…

افغان سفیر جاويد احمد قایم د چين د دولت رئیس ته خپل باورليک وسپاره

په چين کې د افغانستان لوی سفير جاويد احمد قایم د اپرېل په ۱۴مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د يو لړ خاصو تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې د چين د دولت رئیس شي جينګ پينګ ته خپل باورليک وسپاره. سفير جاويد احمد قايم د چين د دولت رئیس ته د…

سينواک واکسينونو کلنۍ توليدي کچه ۲ ميلياردو ته رسول کیږي

 سينواک شرکت: د کوويډ-۱۹ ضد واکسينونو کلنۍ توليدي کچه به ۲ ميلياردو ته ورسوي  کورونا وبا لا هم په ګردې نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده او د بشر د ژوند چارې يې ټکنۍ کړې دي. په ډېرو هېوادونو کې د دې وبا نوې څپې يوې پر بلې پسې پورته کيږي او پر…

په بېجينګ کې د افغانستان سفارت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځله

د چين په پلازمېنې بېجينګ کې د افغانستان لوی سفارت د مارچ په دولسمه نېټه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځله. په يادې لمانځغونډې کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کميټې بريد جنرال سونګ يان چاو، ډګروال چن پي لينګ او د ترکيې،…

پسرلنی اختر

پسرلنی اختر یا نوی کرنيز کال د چينايانو تر ټولو لوی دودیز اختر دی. که څه هم  دغه اختر د ختيځې اسیا په يو شمېر نورو هيوادونو کې هم لمانځل کیږي، خو په چين کې يې څپه تر نورو پورته وي او خلک يې راتګ ته شپې او ورځې  شماري. د پسرلني اختر په وياړ…

په چين کې د کوویډـ۱۹ ضد واکسين د تطبیق چارې پيل شوې

د چین د روغتيا ملي کمېټې د ناروغيو کنټرول څانګې مسئول څوی ګانګ د ډسمبر په۱۹مه نېټه د کوویډـ۱۹ ويروس په اړه د حکومت په يوې مطبوعاتي غونډې کې وویل، چې اوس په چين کې د کورونا ضد واکسين د سرتاسري تطبيق چارې پيل شوې او په لومړي ګام کې د وارداتي،…

د کوویډـ۱۹واکسين او ويش یې…..

دلته نه غواړم، چې د کوويډـ۱۹ ويروس په اړه مقدماتي خبرې وکړم، خو له کله چې دغه ويروس د بشر ګرېوان ته لاس اچولی، تر دې دمه يې ترې د امن ساه نه ده اخېستې. دغه ويروس په نړۍ کې ډېر چټک خپور او پر ګردو هيوادونو يې ډېر ژر د وېرې او ډار مرګونی…

د شلو صعنتي هيوادونو ۱۵مه سرمشريزه

د شلو صنعتي هيوادونو سازمان (G20)  د مشرانو ۱۵مه دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه د نومبر په ۲۱ او ۲۲مه نېټه د سعودي عربستان په کوربتوب انلاين ترسره شوه.  دغه غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې کورونا وبا د نړۍ کونج کونج ته ځان رسولی او د ګردو…

د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون

د چين نړيوال وارداتي نندارتون د وارداتو ترعنوان لاندې د نړيوالو همکاريو لوی ډګر بلل کیږي، چې تر اوسه دوه ځلې ترسره شوی دی. د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر د څلورمې نېټې په ماښام د دې هيواد په شانګهای ښار کې پرانيستل شو، چې تر…