Browsing Tag

ذبیح الله احساس

غزل

کيسې نه کووم د دنګو دنګو غرونو نور به نه وايمه تا ته له دردونو! په بنګړيو لېچې نه درندېږي ياره خو بنديز دی لګېدلی په سازونو بې له اوښکو توېدو نو مينه نه شي په ګلانو وي احسان د بارانونو دلته وس له کمزورۍ يوه پيسه شو ته…

غزل

باران چې څومره ووریږي اخر ودرېږي دې زمانه کې نو د چا، چا پسې زړه درېږي دا سادګي ده، احترام دی، عاطفه که عادت چې مجلسونو کې يو بل ته پښتانه درېږي ته ګيله من يې، چې له څنګه دې زه غلی تېر شوم زه چې هم چا پسې روان يم هغه نه درېږي…

غزل

ژوند به د ګل غوندې، لمنه کې د غره ښکارېدای که يې د ډډو تشو لپو کې اوبه ښکارېدای دومره نزدې وای چې مې غږ کولی تا اورېدی يا دومره لرې وای چې هېڅ راته ته نه ښکارېدای د عشق پر للمه به ګل فکر و يقين يقين شين خو چې څه نښې د باور د بارانه…

مکتبۍ

مورې کميس کې مې پاولي مه ټومبه! غږ يې زما په زړه کې هيلې وژني زه عادت شوې د مکتب ساده جامو کې يمه که د پاوليو له شوخۍ سره دې روږدې کړمه که د ژوند دغسې مستۍ سره دې روږدې کړمه که ناڅاپي خدای مهربانه شي نو زما مکتب بېرته…

غزل

د شپې له ډاره مې ډيوه مړه کړه ما ځان ته خپله حوصله مړه کړه لمر راسره دی پرې هر څه کوی شم راته ونه وايې؛ چې شپه مړه کړه ته چې ولاړ يې، دلته هم رڼا وه دلته ډيوه وه، تا هغه مړه کړه ژوندي خو خپله مري، که زور لرې ډېر!…

غزل

ثواب دې هم وګټه، ګناه دې هم وکړه عشق دې هم وپاله او ريا دې هم وکړه زما دې ومنله، خپله دې هم واورېده رخصت دې هم راکړلو ژړا دې هم وکړه غېږ کې دې واخيستمه، په سر دې لاس راکش کړ ډاډ دې هم راکړو راته، دعا دې هم وکړه چې درکتلی…

يو نظم

نن مې بيا ډېره يادېږې... ته په خوی د پسرلي د بارانه يې ته قطره قطره اوبه يې ما د ژوند لپه نيولې ته پرې څک څک راورېږې نن مې بيا ډېره يادېږې انځورګر مېز ته ولاړ دی د هنر برس يې نيولی دی د خپل فکر په ګوتو پر ميز ايښو ګلابونو يې نظر…

غزل

يوه نه ده، دوه نه دي، پوره لس ګوتې مجبوره دي نغوته پرې کوی نه شمه بس ګوتې مجبوره دي چې پلار مې پر دېوال ځوړند ټوپک سره رالوی کړمه يو څوک خو به پرې وژنمه خلص ګوتې مجبوره دي ناراستو مړۍ خولې ته پورته نه کړه اوس يې ګوره ته له…

غزل

نور نو زياتي څومره مصلحت وکړم تا نه بېرته تا ته شکايت وکړم وګورم اينه کې، ځان ته موسک شمه ځان سره مې کاشکې محبت وکړم ستړی نه شم څومره ډېر ښاغلي دي زه به اوس د چا و چا عزت وکړم ستا په يادېدو دې ګنهګار شمه ښه ده چې دې…

غزل

پيدا شوې نوې لاره ده په لار کې غورځولې چا هينداره ده په لار کې شپه به غېږه کې بل کړی څراغ راوړي ورته ناسته له سهاره ده په لار کې له دې کلي نه ضرور يو کس کم شوی ګورې نه! د وينو داره ده په لار کې د مکتب بکسه په خاورو کې…