Browsing Tag

سرلوڅ مرادزی

پښتانه

تر اویا میلیونو ډېر دي پښتانه د زمري، عقاب په څېر دي پښتانه چې په ننګ او غیرت راشي لیوني شي بیا له مال او سره تېر دي پښتانه هیڅ حاجت يي د پردي ټوپک ته نشته خپله توره او شمشېر دي پښتانه دا اویا کلونه کېږي چې بندیان دي د پنجاب په دام…

اسمان، فلک، افاق، ګردون، هسک

یو دوست را ته لیکلي چې په شعر کې ولې اسمان او فلک کاروي. د هغه په نظر اسمان یا فلک ګنې خدای دی. ریښتیا هم ځینې خلک په لیکنو کې د اسمان، فلک، افاق، ګردون یا د هسک کلمو په کارولو او فهم کې ستونزه لري. ځینې بیا دا کلمې د خدای په معنی…

ایا ریښتیا زیلینسکي باتور دی؟

  فخر افغان پاچا خان د افغانانو ملي مشر، یو وخت ویلي ول چې د افغان پر خاوره جنګ پردی جنګ دی. د هغه د داسې حکم موخه دا وه چې افغانانو ته ووايی چې جنګ د امریکا او انګریز په مشرۍ د لوېدیځ او د پخواني شوروي اتحاد تر منځ دی، افغانان پکې د سون…

!علي وزیر ته

د وزیر بند پښتانه ټول رابیدارکړل پر پنجاب يي وروستۍ فتحې ته تیارکړل د خوشال روح به نن ګور کې څونه خوښ وي تاتره کې يي مغل بیا تارومارکړل د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ ۱۵ مه *********************************************

نااشنا ساقي

وګړي يي بدل دي خو دا ښار راته اشنا دی د سوي کنډواله کلي چنار راته اشنا دی شملې تر پرون دنګې، پر سرو خلکو تړلي سرونه هغه نه دي خو دستار راته اشنا دی د باد په لور کږیږي، د ثبات تپوس يي مه کړه د خلکو لاپې باټې او کردار راته اشنا دی توپیر…

تېر وختونه

ماشومتوب او د ځوانۍ شپې هسې لاړې لکه څوک چې له خولې توکاندې توکاړې بیا به رانشي هغه سپرلي د عمر چې خزان کړ په یوه ګوزار ریتاړې خاورې شوی یو ارمان به پوره نه شي ورپسې که شپه او ورځې په سرو ژاړې بڼ د عمر به ونه نیسي ګلونه که باغوان د…

امریکا دې د دوحا تړون پټې برخې افشا کړي

د ۲۰۲ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه، د قطر په دوحا کې امریکا د طالبانو سره یو تړون چې اوس د دوحا تړون په نوم یادیږي، لاسلیک کړ. دا تړون د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغان انتخابي حکومت له ګډون او د تړون له منځپانګې څخه د حکومت له خبرتیا پرته، لاسلیک…

قمرګل د خاطرو سندرغاړې

زه لا ښوونځي ته نه وم تللی. د لمریز ۱۳۳۰ لسیزې د پیل کلونه ول. کلي کې د دیوال شریک ګاونډي چې زموږ خپلوان هم کېده، واده وو. زه د څو نورو همزولو سره زموږ د کور د یوې کوټې پر بام ناست وم او لاندې مو د ګاونډي د کور په حویلۍ کې د واده د مراسمو…

پوهاند ریښتین د پښتو نوې ژبپوهنې مشر پیلګړی

دغه لیکنه د ارواښاد ریښتین د تلین په مناسبت په ۲۰۰۹ کال لیکل شوې، نن يي بیا د هغه د تلین په مناسبت خپروم: د ارواښاد ریښتین نوم او دهغه د ځینو کتابونو په اړه مالومات مې د کامې ولسوالۍ د زرشوی په کلي کې، لومړی په ۱۳۴۲ لمریز کال د پښتو ژبې…

سخا

د ملا ماښام به څه وي ځه، ساقي خوا ته ماښام کې مینه مینه ده راټوله د ترخو اوبو په جام کې څه سخا چې شته ساقي کې هغه کله شته امام کې له ساقي به هغه زده کړي یو تاثیر لري کلام کې چې ملا نه دې زده نه کړل د پېړیو په ایام کې د ۲۰۲۲ کال…