افغانې ملالې
افغان ملالې زړه نه جوړه شوې هديره ده
هر ارمان يې زړه کې ښخ دى په سرو وينو آلوده ده
د تحصيل حق يې سلب دى
هم له زده کړو دي محرومې
هر چا تر خپله وسه
رانيولې دي مظلومې
چا اخيستى ترې قلم دى چا اخيستې کتابچه ده
نه يې خوب شته نه آرام شته…