Browsing Tag

سید اصغر هاشمي

د دوکتور مجروح په منظومو داستانونو کې د انسان څیره

ډاکتر مجروح په معاصر ادب کې د پښتو ژبې پېژندل شوی فکرمند او مبتکر لیکوال دی چې لیکنې یې فکر ورکوي او لوستونکی او اوریدونکی فکر کولو ته هڅوي، په هر ځل لوستولو سره ځانځاني ښامار راته نوې خبرې تداعي کوي. زما په اند ځانځاني ښامار یو له هغو…

د دانته (کمیډى الهى) اثر او اسلام

په قرانکریم کې د محمد صلی الله علیه وسلم د شپې د روحاني سفر (ایثري) یوازې یو ځل په دې ایت کې یادونه شوې ده. دا یوه الهامي تجربه ده چې محمد صلی الله علیه وسلم په یوه شپه کې له مکې څخه بیت المقدس ته سفر کړی دی، له هغه ځایه د یهودو د معبد له…

د شعر پوهنې نظري او عملي لارښود

د ټولنې علمي پرمختګ لپاره چې څومره او څنګه څېړنو ته اړتیا لیدل کېږي او په کوم کیفیت او د څېړنې د اصولو په پام کې نیولو سره باید څېړنې او علمي کارونه تر سره شي چې د سیمې له هېوادونو سره سیالي کولای وشو، نه یې لرو. خو بیا هم ځینې استادان او…

د (تصوف، روحانیت او کږلېچونه) کتاب ګټې او اړتیا

د افغانستان په پوهنتونونو کې تصوف او عرفان د یو مضمون په ډول ځکه لوستل کېږي چې زموږ ادبیات او پښتو او دري/ فارسي ژبې ښه صوفیان او عارفان لري چې ځینې یې ډېر لوی شاعران دي او آن نړیوال شهرت لري. تصوف یوه داسې نظریه ده چې د فرهنګونو، قومونو او…

د الله تعالی په اړه د ځینو غربي فیلسوفانو نظرونه

سنټ اګوستین وايي: که څه هم زموږ معلومات لږ او محدود دي، خو بیا هم پر دوو څیزونو باور لرلای شو. لومړی دا چې موږ شتوالی لرو. دویم دا چې فکر کوو او دا دوه روښانه حقیقتونه، زموږ فکر د یوه بل حقیقت پر لوري بیايي، چې هغه د خدای شتوال دی. هغه…

فرهنګي او ادبي فقر

فرهنګ د ادب، روزنې، پوهې، دودونو، عادتونو او داسې نورې ماناوې په ځان کې رانغاړي. په ځینو نورو ځایونو کې د هنرونو، اعتقاداتو، اخلاقو او د ټولنې هغه قوانین دي چې انسان یې زده کوي او ډېر وخت د ټولنې په دننه کې وي او انسان او ټولنې ته په…

په غني خان د کرګر نوې زیاتونه

غني خان د بیل سبک څښتن شاعر، لیکوال، مفکر او مبتکر وه. دی خپله خبره کوي، د خپل زړه خبره په خپل انداز کې کوي. د بل چا په څېرنه غږېږي او نور هم د ده په څېر نه شي غږېداى. په غني خان ډيرکار شوی دی خو لکه څنګه چې د ده په شان شاعري کول او فکر…

د کاوون په شعرونو کې د طبیعت څرکونه

کاوون په خپلو شعرونو کې طبیعت او کایناتو ته ژبه ورکوي، خبرې ورسره کوي، په خبرو یې راوړي او حقیقتونه پرې وايي. شاعر د حواسو په وسیله له بهرنۍ نړۍ څخه ډېر شیان اخلي او له داخلي تاثراتو سره یې ګډوي او د هنر او شعر په ژبه یې وړاندې کوي. شاعر…

د سیدجمال الدین افغان وجیزې او په حال کې یې څرکونه

لیکنه د ګل پاچا الفت په څو بیتونو پیلوم چې د سید جمال الدین افغان په ستاینه کې یې ویلي دي: میندې راوړې ډېر زامن ډېر اولادونه یو یا دوه یې افلاطون او سکندر شي د خلقت له کارخانې نه کله کله په جهان پیدا یو بل شانې بشـر شي د کونړ د لوړو…

د غني خان د یو نیم بیتي شرحه

دې تن کې پټ شیطان که وي لټون، ۱۰۸ دلته د تن یادونه شوې ده. که له تن څخه موخه د انسان ظاهري جوړښت وي، نو شیطان د انسان په داخلي نظام کې وي او که له تن څخه موخه د انسان داخلي او خارجي جوړښت وي، شیطان د انسان په داخلي رغښت کې پیدا کېږي او د…