Browsing Tag

صدیق کاوون

لېونی او چنار

دا چې غیرت غيرت کوي، غيرت يې باد وړی دی د لنگوټي، جگې شملې شوکت يې باد وړی دی د زرو شـوق تـرېنـه جـذبـه د آزادۍ هـېره کړه د سرښنـدنې افغاني هـويـت يـې باد وړی دی چې يې د مور ټيکري ته چا کاږه کتلای نه شول د خــور حـيا او د…

تورې شپې

د زړه دونیا مې د غمونو تورو شپو نیولې نه پکې ستوري، نه رڼا اونه سپوږمۍ ځليږي په گریوانه کې گرځومه رژېدلې اوښکې، سترگې مې نه وچيږي. *** ټوله شپه ستا د راختو زرینې لارې څارم او ټوله شپه زما د زړه په سوزېدلي باغ کې د تاندو هیلو…

آواره لکه شمال

له کوم ځایه غشي ووري، بیا نښتی دی جنگ چېرته شمع کوم محفل کې سوزي، ایرې کیږي پتنگ چېرته ستا د خیال اورپکي راشي، د خوب خونه مې تالا کړي د دردونو سکون چېرته، د یادونو غورزنگ چېرته کاشکې تکه توره شپه وای، زما سر او ستا سینه…

ښار او ښامار

لا د سرونو د بازار قصه روانه ښکاري د ښکلو ښار کې د سنگسار قصه روانه ښکاري لا خو ووريږي پر گلپاڼو د سکروټو باران د سوزېدلي لاله زار قصه روانه ښکاري د تالا شوې قافلې د راتلو تمه نشته د سرخوړلي انتظار قصه روانه ښکاري عمرونه…

زخمي آواز

د فاصلو د تورو غرونو له شا جانانه ستا زخمي آواز راځي د چنارونو له شهيدو پاڼو د وزرماتو وږمو ساز راځي ***** په ژَړَغونو اننگو کې دې بيا د پلوشو ماتې هيندارې وينم د مړاوو شونډو په گلپاڼو کې دې د مرورې خندا لارې وينم *****…

بیا به گورو

که شپه تېره شوه، سهر شو ، بیا به گورو که مې لاس درباندې بر شو، بیا به گورو خیر دی ته خو دې اوس خپلې نخرې وکړه که زما وار برابر شو، بیا به گورو اوس د خپل بې ننگه ورور په تېغ زخمي یم که مې جوړ د زړه پرهر شو، بیا به گورو زه…

نو روز

بيا قاصد د نوروز راغی، بيا دوران شو د مستيو بيا گلمخی ساقي وېشي، شنه صهبا د پسرليو د گلابو عطر ووري، د غوټيو له گرېوانه وچو لښتو په غوږو کړې، غوږوالۍ د چنبېليو د سپېرې دښتې گلانو، نوروزي جنډې کړې پورته پر شنو تالو شولې…

ساه د پسرليو

د نوي پسرلي، نوي کال او نوې پېړۍ د پيل په پلمه : ساه د پسرليو په خړو دښتو وغوړېده ساه د پسرليو بلېږي په بيديا کې څراغونه د رېديو د دښتې گرېوان ښکلی شو د پرخې په غميو د مينې نغمې راوړې په وزرونو کې مرغيو وږمې زلفې خورې کړې په…

 صدیق کاوون/ سپين ښامار ته

کور دې ګډ شه استعماره ستمګره د سرو وینو دوکانداره ستمګره د غوټیو د موسکا خوني قاتله د وحشي بادونو یاره،ستمګره ***** دا وطن به بیا آزاد وي ته به نه یې مختورن به استبداد وي ته به نه یې سره ګلونه به پر شنو دښتو غوړيږي دا غمجن انسان…