Browsing Tag

ضمیر ساپی

ایا رسنۍ هم ټولنیز مسوولیت لري؟

د ژورنالېزم او عامه ابلاغ د مشهورو تیوریانو (د اقتدارپلوې تیوري – Authoritarian Theory، ازادي پلوې تیوري – Libertarian Theory او اتحادپلوې تیوري – Soviet Theory) له ډلې یوه هم «د ټولنیز مسوولیت تیوري» ده چې د اوسني تدریسي نظام یوه مهمه برخه…

“افغانستان د امپراتوریو که د افغانانو د ککریو هدیره؟”

پوره ۴۰ کاله وړاندې د مرغومې یا جدې په شپږمه د شوروي اتحاد ځواکونو له نړیوالو اصولو او قوانینو تر پښو لاندې کولو سره پر افغانستان یرغل وکړ چې دا ورځ ډېری افغانان د افغانستان په تاریخ کې یوه تر ټولو تیاره او بدمرغه ورځ بولي. افغانان دا ورځ…

پښتون ژغورنې غورځنګ؛ هغه سوله‌ییزه هڅه چې “ټول پاکستانیان” له تېري ژغوري

برازیلي فیلسوف پاولو فریرې «د مظلومانو ښوونه او روزنه» کتاب کې لیکلي، تاوتریخوالی د هغه چا له لوري پیلېږي چې څوک تېری او استثمار کوي او د انسانانو په توګه د نورو په پېژندلو کې پاتې راشي، نه د هغه چا له لوري چې ځپل شوی وي، تر استثمار لاندې…

افغانستان د امپراتوریو که د افغانانو د ککریو هدیره؟

پوره ۴۰ کاله وړاندې د مرغومې یا جدې په شپږمه د شوروي اتحاد ځواکونو له نړیوالو اصولو او قوانینو تر پښو لاندې کولو سره پر افغانستان یرغل وکړ چې دا ورځ ډېری افغانان د افغانستان په تاریخ کې یوه تر ټولو تیاره او بدمرغه ورځ بولي. افغانان دا…

عبدالله او ګلبدین؛ خانان بیا سره خانان شول

د جمعیت اسلامي ګوند نوماند عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا لېدنه کړې ده. دواړو د دې ناستې انځورونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي او ورسره یې لیکلي چې د ناستې پر مهال یې د ولسمشریزو ټاکنو، د هېواد وروستیو سیاسي…

د سولې مړې خبرې بيا راژوندي کول غواړي، خو څه ډول ي

د وسله‌والو طالبانو د مرکچي پلاوي او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تر منځ د افغان سولې خبرو اترو له ځنډېدو شاوخوا دوه میاشتې تېرېږي، خو لا هم ظاهراً دا خبرې نه‌دي پیل شوي. خو یو څه چې د دې خبرو…

هغه جګړه چې هر څه یې له موږ واخېستل

څو شپې وړاندې مې د دې خونړۍ جګړې یو قرباني چې نږدې یو درجن اولادونه یې ځوانې مېرمنې ته پاتې دي، په خوب لېده چې په ډېرې خوشالۍ د خپل انګړ پر دروازه قدم کېږدي دننه لاړ. لکه د کلونو بندي په ډېرې مینې سره خپله غېږه پرانېزي، هڅه کوي چې خپله…

د امریکا او طالبانو غاښ‌چیچی د وینو سمندر لا توپاني کوي

-ضمیر ساپی له هغه وروسته چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازیو تر منځ د شا او خوا یو کال پټې خبرې د ځینو دلایلو له کبله د ټرمپ ټویټونو ودرولې، د افغان جګړې دواړو لوریو امریکا او طالبانو یو ځل بیا یو بل ته غاښونه وچیچل. د امریکا ولسمشر…

د سولې پروسه چا له ځنډ سره مخامخ کړه؟/ ضمیر ساپی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د امریکا په کمپ ډېوېډ ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره لېدنه لغوه کړې او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې یې درولې دي. هغه دا پرېکړه د کابل په شش…

د بین‌الافغاني خبرو ژور اختلافونه او ننګونې

ضمیر ساپی  - په قطر کې د بندو دروازو تر شاه د امریکا-طالبانو د سولې خبرې له شاوخوا لس میاشتو چنو وهلو وروسته ایله له نهم پړاو تېرې شوې او امریکايي لوری ډېره تمه لري چې دا پروسه په بل پړاو کې را لنډه کړي، څو بین‌الافغاني خبرو ته دروازه…