Browsing Tag

عبدالمالک بېکسیار

بې وطني

بې وطني د کامې ګوړه نده خواږه یې ستوني ته ور وځنځوه بادام، پیستې یې ورپسې وژویه په کټ کې ډډه شه نصوار واچوه ! بې وطني لکه د اوړي روژه حلق به دې وچ، خوله به دې تل ترخه وي زړه به دې تل خپه وي او سوال به دا نه وي چې ولې خپه ؟…

غزل

مني وکړه بیا د پاڼو نقاشي په زړه لیک مې د مماڼو نقاشي په روان لښتي د لښتې ولې عکس لکه کړې چا د زاڼو نقاشي وچو پاڼو کې چې اخلم هر قدم ته وا څیرم د ګلپاڼو نقاشي غبرګې خویندې لام لام زلفې یرغه تګ را تر سترګو شوه د…

غزل

ستا د یادونو خاطرو یو ډله ایز قبر دی زړه مې د مینې د اسرو یو ډله ایز قبر دی د کلیوالو اوس دعا او نه ښېرې قبلېږي چم د دعاوو د ښېرو یو ډله ایز قبر دی چې ټول وطن را چاڼ کړې یو وښکی موسکا نه مومې ټول د شهیدو نندارو یو ډله ایز قبر…

یوه افغانه ښاپېرۍ په کیف کې

یوه افغانه ښاپېرۍ په کیف کې کتاب چې ښاغلي محمد طارق بزګر لیکلی ولوست . کیسه د لیکوال له قوله چې د رښتینې پېښې انځور دی، د اکراین پلازمېنې کیف ښار کې پیلېږي چې جرړې یې تر افغانستان- کابل - پروان -کورنیو جګړو او ناروې پورې غځېږي . د ادبي…

غزل

د جنګ د بلا سر به چېرې وي، د چا په لاس ؟ په وینو سور خنجر به چېرې وي، د چا په لاس ؟ دا موږ چې د اسلام په نامه وژني هره ورځ قیزه ددې لښکر به چېرې وي، د چا په لاس ؟ ملالې د وطن تورنوي په ټابلېټ (کا) ددغه غوایي ښکر به چېرې…

بو له له

موږه د غرونه غرونه غورو خلک موږه د یو یو من خبرو خلک پښتو - اسلام مو دواړه وشرمول دي راخبر تر لرو لرو خلک پر چوکۍ ناسته راته عار ښکارېږي موږ د لیمڅیو، د ټغرو خلک موږه په هر میدان کې باخت کړی دی موږ د جرګو، موږ د لښکرو…

غزل

کړه مختصره کیسه څنګه شوله ؟ د زړګي سره کیسه څنګه شوله؟ هغه تا هېڅ نه کړي، زه به چې پړ ومه اکثره کیسه څنګه شوله؟ در رسېدو ته مې لا څومره مزل جام کوثره کیسه څنګه شوله؟ در پسې ړوند شوم ته به کله راځې ؟ نورالبصره کیسه څنګه…

غزل

اوس مې هغې سره رشته هغسې نده چې وه یوه خبره، نیمه شته هغسې نده چې وه لا یې لمنه باندې لمونځ لکه پخوا دی روا دا چا ویل چې فرشته هغسې نده چې وه ؟ حالات بدل شول د تقدیر کرښې هم واوښتلې زما د ټنډې نوشته هغسې نده چې وه بښنه…

غزل

ژوند چې څه خندا وه، څه ځواني وه څه وختونه وو ستا د ښکلي مخ حکمراني وه څه وختونه وو کله به ته ما نه مروره زه له تا زړه کې څه ماشوم مزاج، څه ناداني وه څه وختونه وو زه به په یوه مچکه سل جریمه نورې شوم ستا د سپینې خولې مسلماني وه…

غزل

قند و نبات هسې نومونه دي دا دواړه ته یې شکرې، شات هسې نومونه دي دا دواړه ته یې واړه رنګونه ته یې، واړه بارانونه ته یې هولي، برسات هسې نومونه دي دا دواړه ته یې هغه چې کیف ترې محسوسېږي او پلمه د خندا ښادي، نشاط هسې نومونه دي دا…