Browsing Tag

عبدالهادي هادي

غزل

شپه له کیسو ډکه ده او شپه ډیره خاموشه ده شپه د سفید پوشو ګناهکارو پرده پوشه ده دا سپینه لمن او دا اوږده قبا چې ګورې ته دا له بلا ډیرو ګناهونو هم آغوشه ده شیخه! اوس به څه له خپلو تیرو توبه وباسو زموږ خو والله ټوله ځواني تیره…

!زړه کابل ته: خدایه کابل وساتې

نن مې کابل جانه اندیښنه درته بیا ډیره ده ناسته دې پر ګل وجود د کومې بلا ویره ده؟ بیا د کوم ابلیس د قساوت په اور کې سوځې ته؟ لیکه د سرو وینو او لمبو درنه چاپیره ده ××× ستا وچې لیمې او روغ وجود زما په یاد نه دی پاک دې شین آسمان…

غزل

واه د نور د کرښو تلاوت نه وو نو څه وو دا جوړ دې په محفل کې که قیامت نه وو نو څه وو دا زما چې د زړګي په درزا ټول عالم خبر شولو ستا د شوخو سترګو شرارت نه وو نو څه وو دا نن چې مخامخ شوو زموږ دواړو رنګ الوتی وو بل که په زړه اور د…

غزل

پدې ښکار کې زه هیچا ته ورته نه شوم زوروره وم کمزورې وخته نه شوم هغه هیڅکله له خپل ضده تېر نه شو زه هم ښکته د غرور له تخته نه شوم که هر څه مو دعاګانې رب ته وکړې هغه زما او زه دې هغه بخته! نه شوم ماویل لاړه به تر هسکو،…

غزل

ما دې د تلو او د بیلتون تجربه نه وه کړې ګرانې! په اور مې د ژوندون تجربه نه وه کړې ګناه منم، زه ملامت یم ، ما دې ناز وانه خیست ما دې د سترګو د افسون تجربه نه وه کړې زموږ ملګري چې شول مات، موږه چې سر وخوړو موږه په ځان کې د…

غزل

ستا په یادونو، زما په زړه دې خاورې واړولې ګلې! د ژوند په هر یو څه دې خاورې واړولې چې ستا خندا او ترنم ورځنې کډه وکړه زما په بیخونده ژوندانه دې خاورې واړولې هره تڼۍ ، هره ریښکۍ یې وه په اوښکو لمده د یو مین په ګریوانه دې…

د پاکستاني دیزل ملا د خبرو مانا دا ده

د پاکستاني دیزل ملا د خبرو مانا دا ده چې په غزه کې جنګ روان دی ،نو تر هغو چې هلته جنګ وي باید په افغانستان کې څوک د جنکو د تعلیم خبره ونکړي، یانې د افغانستان د بچو زده کړې دې د فلسطین له جنګه ځار وي!!! په جهاد مین اولسه ! اوس پوه شوې چې…

غزل

زړونه مو له زنګه خدایه وساتې نور کلی له جنګه خدایه وساتې ډیر ځلې لویدلي پاڅیدلي یو بیا مو له ګړنګه خدایه وساتې ټول عمر به شعر ته ریاضت کوم ما د بل له رنګه خدایه وساتې دا د اژدها پر ژامه پروت اولس روغ د دیو له چنګه…

غزل

زړه مې مات دی، زړه مې مات دی، زړه مې مات دی څه چې پاتې ، هغه ستا د سر خیرات دی ستا د سترګو د جوړه توتکو ځاله کوم کافر ویشتلی ، زما د زړه جومات دی لږ مې پریږده چې په لیچو دې سر کیږدم ژوند خو هسې هم د لمر پریوتو سات دی…

غزل

ستا ښایست زما هنر د خلکو خوښ وو چې جوړه وو نو اکثر د خلکو خوښ وو ستا ښکلا به زما له شعره څرک وهلو د دې غره په اوږو لمر د خلکو خوښ وو هر سهار یې ستا له سترګو غزل اخیست یو شاعر وو ستا په سر د خلکو خوښ وو اوس یې پښه…