Browsing Tag

عبدالوافي نایبزی

له تحصیل وروسته بې‌کاري؛ پر اقتصاد یې اغېزې

سلام وطندار وپوښتلم، هر کال زرگونه محصلین له پوهنتونونو فارغېږي، خو کار او دندې ورته نه‌شته؛ دا به د هېواد پر اقتصاد څومره بد اغېز ولري؟! زه هم ورته په گډو-وډو سره شوم دلته دوه موضوع‌گانې دي: لومړی د محصلینو له حکومت څخه د دندو لوړه تمه…

نړیوالې مرستندویه ادارې او زموږ ناسم درک

گورئ انډیواله، پر وطن د نړیوالو بندیزونو کیسه راته اوږده ښکاري، ښه به وي، چې خپلې مشورې د ولس د ارامۍ له‌پاره جاري وساتو، پر یو ټکي چې موږ تېرو ۲۰ کالو د نړیوالو مرستو په اړه پوه شو، هغه د افغانستان له کانټېکسټ څخه د نړیوال موسسو د مسوولینو…

کال ۱۴۰۲ل څنگه تېر کړو؟

۱. هڅه وکړئ، چې له نور اغېزمنو اشخاصو سره اړيکې جوړې کړئ: اړیکې جوړول، ساتل او پالل ستاسې په شخصیت جوړېدنه او لوړونه کې ستر رول لوبولای شي، هم‌دا نن قلم راواخلئ، په تېر یو کال کې درته څوک، کوم ملگری/ې یا همکار مؤثر وو او چا-چا مو پښې وهلې،…

د سي پک پروژه او چین-پاکستان او افغانستان له‌پاره یې اقتصادي ارزښت

پېژندنه: د «چین-پاکستان اقتصادي دهلېز» پروژه چې د انگليسي China-Pakistan Economic Corridor یا سي‌پک يې لنډوونه ده، چې د چین هېواد د «یو کمربند - یو لار» د نوښتونو له جملې څخه ده. په لومړیو کې د دې پروژې اقتصادي ارزښت ۴۶ مېلیارده ډالر…

نوي افغاني بانک نوټونه؛ د چاپ علت، په ځنډ انتقال او بازار ته عرضه

د نویو بانک‌نوټونه د چاپ کیسه کله او ولې پیل شوه؟ د ۲۰۲۱ز-اگسټ ۱۵مه- د یکشبنې په ورځ «د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت» وپرځېد او پر ځای يې نوی سرپرست حکومت رامنځ‌ته شو، چې ورسره سم د هېواد اقتصادي او بانکي سیسټم د سقوط پر لور قدم اخیستل…

‏د افغانستان او چین نوی اقتصادي دهلېز

د افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان ترمنځ نوی اقتصادي دهلیز په‌داسې حال کې رامنځ‌ته شو، چې د افغانستان دوه نږدې گاونډیو ایران او پاکستان افغانستان د اقتصاد په برخه کې له ژوبلې گوتې نېولی‌دی. ********* نوي سوداگریز تړون کې څه دي؟ د…

د اسعارو پشتوانه، سره‌زر که ډالر؟  

د سرو زرو د سټنډرډ مطابق، هر هغه څوک چې کاغذي پیسې لري، کولای شي د هماغه هېواد مرکزي بانک ته دا پیسي یوسي او په مقابل کې يې طلا/سره‌زر واخلي، دا په‌دې مانا ده چې کاغذي بانک‌نوټونه په حقیقي فلزاتو (سرو زرو) سره په اساني تبادله کولای شي.…

د افغانيو لنډه‌کی تاریخ او بېلابېلې دورې

د شاه امان‌الله خان واکمنۍ کې افغانۍ له افغانستان بېرون هم کارېدله(د افغانيو لنډه‌کی تاریخ او بېلابېلې دورې) افغاني بانک‌نوټونه د لومړي ځل له‌پاره د شاه غازي امان‌الله خان په وخت کې چاپ شول، په ۱۲۹۸ل کال کې چې د شاه د حکومت له لوري دا…

د «روبل» د ارزښت لوړېدو تر شا کیسې

یو مستعد ملگري پوښتنه کړې‌وه، چې عموماً صادرونکی هېواد کوښښ کوي، چې خپله کرنسي ټیټه وساتي او وارداتي هېواد هڅه کوي چې خپله کرنسي لوړه وساتي؛ که دغه منطق په نظر کې ونیسو او ووایو چې روسیه یو صادراتي هېواد دی (چې حقیقت لري) نو څنگه ویلی شو،…

د غالیو سکټور باید له سقوط وژغورل شي

یو خبریال ملگري وپوښتلم، د افغاني غالیو صادرات بېخي صفر شوې‌دي، لنډې حل‌لارې به ورته څه وي؟ ځواب يې له تاسې سره هم شریکووم: مخکې له‌دې چې د غالیو د بازار په حل‌لارو بحث وکړو، باید پوه شو، چې دا صنعت د افغانستان له‌پاره خورا مهم ځکه دی،…