Browsing Tag

عبدالوکیل سوله مل

یو بام او دوه هوا

تاج بي بي په دیوال کې را ځړوندې څادرۍ ته وکتل، ورغله په مخ یې را خوره کړه، راغله، هیندارې ته ودرېده، خندا ونیوه، خو خندا یې ناببره په غوسه واوښته. لکه مرغۍ چې په جال کې راګیره شي، څادري یې له ځانه وویسته، لرې یې وغورځوله، لاړه اوږد تور…

شوقي سړی چلي سړی

دوی دواړه  هره ورځ دې پارک ته راځي. د پارک منځ نه یوازې په ښایسته ګلانو پسوول شوی دی، څو واړه ډنډونه یې هم په منځ کې آباد دي. د ډنډونو په منځ کې لامبو وهونکې مرغابۍ او د اوبو له پاسه الوتکونکي مرغان پارک لاپه زړه پورې ګرځولای دی. د پارک یوې…

دوه سرونه دوه فکرونه؛ مخکتنه

دوه سرونه دوه فکرونه د پښتو ژبې د وتلي کیسه لیکوال او ادیب عبدالوکیل سوله مل د لنډو کیسو نهمه ټولګه ده چې په دې وروستیو کې پښتونخوا کې چاپ شوې. د کتاب مخکتنه لندن کې د مېشتو افغان ادب والو او لیکوالو له لوري په یوه غونډه کې وشوه چې پکې د…

ګوښه شوی واکمن

 عسکري موټر د آمو سیند پر غاړه د وچې دښتې په هغه وړه برخه کې ودرېد، چې په څو لویو ونو پوښل شوې وه. لوړ دنګ سړی ترې ښکته شو، فوځي ډګري درېشي یې اغوستې وه. هوا ګرمه وه، له ځمکې تپ خوت. باد به هره شېبه دوړې او ګردونه هوا ته الوځول، د دغو څو…

نوی مېلمه

زه د لندن په يوه داسې سيمه کې اوسم، چېرته چې په ګرانۍ ځايي انګرېز لیدلی شئ . هره خوا چې مخ اړوې، يا به تورپوستی افريقايي مخې ته درځی ،  او يا به  په  هندو، افغان او يا هم کوم پاکستانی اوړې. دې سيمې ته سوتهال وايي، که د سوتهال  بازار ته لاړ…

کله چې یوه جګړه په بله اوړي

              د ماښام له اذانه سره سم فېروزې خپل وروستی ناروغ رخصت کړ. ستاتسکوب یې یوې غاړې ته کېښود. غځونې یې وکړې. د څوکۍ په یوه سوېچ یې ګوته کېښوده. څوکۍ شاته لاړه. لکه خوب چې ورشي. لږه شېبه یې ډډه ولګوله. بیرته راپورته شوه. د مېز وړه…

!سبق د مدرسې وايي

ملا عبدالسلام سلام  وګرځاوه. لاسونه یې لپه پورته ونیول. په لوړ غږ یې په دعا خوله پرانسته: «ـ لویه خدایه بښنه راته وکړه. ټولې خطاوې راته معاف کړه. ټول کوپار چې مسلمانانواو زموږمبارک دین ته خنډونه جوړوي، تباه او برباد کړې. خدایه! د نوح…

پړسېدلې پوکڼۍ

سره لمبه یې په کولمو کې تاو راتاو شوه. په ګېډه یې لاس کېښود. له سرک سره د غځېدلي لوی پارک څنګ ته وروګرځېد. د ګڼو ونو منځ ته ورننوت. د نږدې لویې ونې ډډ ته ودرېد. شاوخوا یې ښه وکتل؛ بیا یې د پطلون ځنځير په ګوتوکې ټینګ ونیو. ناببره یې د سپي…

راګرځېدلی زمان

ښه مې په یاد دي، لکه همدا اوس او همدا شېبه؛ په درانه او خواږه خوب ویده وم. چې مېرمن مې په نیمه شپه کې له خوبه راکېنولم. ـ وادې ورېدل؟ خوبولی او زنګېدلی له خوبه راپاڅېدم. سترګې مې وموښلې. ـ څه!؟ ـ په ښار او کوڅو کې په ګرځېدو بندیز ولګېد.…

خوبونه او فکرونه

زیړی مازیګر و،  لمرسترګه په ماښامني تورتم کې ورو وروډوبیده، د هسک لمن داسې ښکارېده لکه د ښکلې ناوې په اوربل کې چې ښکلی زرین ټیک ځوړند وي. رڼا د لوی هوټل د ناستې د اوږدې خونې پلنې کړکۍ ته ودرېده، د اسمانڅکي له دېرشم پوړه دباندې افق ته ځیر…