Browsing Tag

عزت الله ځواب

ليکوال، شاعر او د مينې مجلې مدير مسؤل عزت‌الله ځواب تېره ورځ امنیتي کسانو نیولی

ت.البانو ليکوال، شاعر او د مينې مجلې مدير مسؤل عزت‌الله ځواب تېره ورځ (چهارشنبه، د جنورۍ ۲۴مه) له کابله ننګرهار ته د تګ پر مهال نيولی او له ځان سره يې بېولی دی. د عزت‌الله ځواب کورنۍ رسنيو سره د دغه خبر پخلی کړی او ویلي يې دي، چې نوموړی…

غزل

له کارته سه نه کارته چار ته ځمه یو ځلې بیا دیدن د یار ته ځمه! د کابل ښکلې نجونې ستر شولې!! اوس به په کومه بانه ښار ته ځمه؟ ساقي چې ته راته په مخه راشې! زه به ونه وایم چې کار ته ځمه!! ملا که بیا دې مخ ته ګوتې راوړې! نو…

د بنده ګانو بنده ګي ګورمه

د بنده ګانو بنده ګي ګورمه دا څه بې خونده زندګي ګورمه يو خوا مې خپله بې وسي ژړوي بل خوا د ښکلو بې ننګي ګورمه نجونې ډوډۍ ته په کتار کې ناستې ما ويل په سر به يې منګي ګورمه نه درمسال شته نه ویساک کتی شم نه د سيکانو چوپ جنګي…

!جينکۍ؟

له ما نه که له تا ډېرې په عذاب دي جينکۍ ملا زمونږ د کلي په حجاب دي جينکۍ په کومو ايتونو کې د مخ پټول راغلل؟ دا ولې مو پوښلې په نقاب دي جينکۍ؟ سروکي دي چاربيتې دي ټيکۍ ده موسيقي ده تبله هم ده باجه هم ده رباب دي جينکۍ چا ويل چې له…

!ګاونډيه

کله ډز کله بمبار کړه ګاونډيه! سور دوزخ ته مو ګوزار کړه ګاونډيه فتوه ورکړه چې جهاد راباندې فرض دی مجاهد شه ما کفار کړه ګاونډيه! شيطاني وکړه مونږ خپلو کې په جنګ کړه ښه مو نور هم خوار او زار کړه ګاونډيه ساده ګانو خپل وطن…

زور ورکه

ملا لمونځونه کوه زور ورکه عبادتونه کوه زور ورکه لاسپيکرونو کې نعتونه وايه تلاوتونه کوه زور ورکه عمرې کوه او خيراتونه کوه خانه حجونه کوه زور ورکه دوه ښځې مه کوه څلور وکړه محبتونه کوه زور ورکه طالبه خلکو باندې ږيرې…

سيل ته ځمه/ عزت الله ځواب

بيا د خمارو سترګو سيل ته ځمه! زه د هوښيارو سترګو سيل ته ځمه دا به جهاد کې حسابېږي که نه؟ چې د کفارو سترګو سيل ته ځمه! د دوی د مينې ډيوه بله نه شوه! د ناکرارو سترګو سيل ته ځمه! ځان په کې ګورم چې مسکۍ شي راته نور د خونکارو سترګو سيل ته…

پوهیږي

د غزل په نزاکت باندې پوهېږي! ځينې ښکلي په سياست باندې پوهېږي بې اودسه لمونځ دې بيا ورپسې وکړ! ملايان منافقت باندې پوهېږي! پښتانه ځان د جانان له سره ځار کړي څه نا څه په محبت باندې پوهېږي! چې غوږونو نه د سترګو کار وانخلي ړانده کله…

ټالۍ به وخورمه؛ ويده به شمه!

کوکۍ به وخورمه؛ ويده به شمه! خولګۍ به وخورمه؛ ويده به شمه! چې شراب نه شته؛ نو چلم به وڅښم ټالۍ به وخورمه؛ ويده به شمه! ملا خندا؛ خو دې حرامه کړله! سلګۍ به وخورمه؛ ويده به شمه! د شپې يوولس بجې وږی شومه! هګۍ به وخورمه؛ ويده به شمه!…

حاجی!؟

چاودنې دي، وژنې دي، مرګونه دي حاجي! دا څو ورځې خو دغسې خبرونه دي حاجي! هنر درته ارزښت نه لري، بحث درسره نه کړم لوستلي که دې څومره کتابونه دي حاجي! په کلي کې خو مونږ سره چلم ته کېناستلې عربو کې دې څنګه ماښامونه دي حاجي؟ جنګونه او جګړې…