Browsing Tag

عصمت الله صالح

د ویرجینیا وولف ادبي ژوند

ویرجینیا وولف د نړۍ په ښځینه لیکوالو کې مخکښه څېره وه، په ۱۸۸۲م په لندن کې وزیږېده. دا لیکواله یو ځای لیکي: “لیکوالي د ناهیلۍ زیږندنه ده، یانې کله چې انسان ناهیلی شي، لیکل پیلوي…” خو دا چې دا ښځه به څومره حقیقت وايي، راځئ تبصرې پرې وکړو.…

یو کتاب، یوه مېلمستیا /عصمت الله صالح

تېره اونۍ له یوه ملګري سره د بل ملګري مېلمستیا ته ورغلو. ډېره خوندوره ډوډۍ یې برابره کړې وه؛ واقعاً ډېر زحمت یې ایستلی و، وریژې، څو ډوله غوښه، کبابونه، سبزۍ مشروبات او… خلاصه د ملا صاحبانو په خبره ډېر نعمتونه یې راباندې وخوړل. دوې بجې چې…

کاغذ/ عصمت الله صالح

ځوان د کتنځي ور ټک ټک کړ، سر یې وځړېد، غوږونه یې څک شول… ډاکټر غږ وکړ: — راځئ، مهرباني وکړئ! ځوان د بوډۍ مړوند په لاس کې ټینګ کړ، ښۍ اوږه یې د کتنځي پر وره تخته کړه. بوډۍ زګېروی وکړ، د کتان‌ ډوله ټکري پیڅکه یې پر سیمنټي زینو څښېده……

د مطلق باور منفي تاثرات/ عصمت الله صالح

باورونه د پدیدو پر وړاندې هغه مهال له حواسو راوځي چې عقل له زوال سره مخ شي. باور پخپله یو عقلي حرکت دی، خو دا چې د اتکا ژوره نقطه نه لري، نو ځکه ډېر ځله انسان له خطا نه‌شي ژغورلی او پر فاعل د مرموز ګنګسیت څپه راولي، چې همدغه ګډوډتوب مطلق…

سینګار/ عصمت الله صالح

ښۍ ګونډه یې پر پاسته ورانه ورکېښوده، رڼو خړو سترګو ته یې ځیر شو، له چاودو ډکه څپېړه یې تر زنه لاندې کړه، په موسکا یې وویل: ـــــ مبارک دې شه، خدای مو د تر مرګه نه بېلوي! بنګړی وشرنګېدل، د نجلۍ پر تندي غوټه خولې…

زړه مې غواړي/ عصمت الله صالح

له کلي مې دوه ملګري راغلي وو، په ښار کې ورسره په چکر روان وم. یوه یې خوله غوږ ته رانږدې کړه: “یاره مزې خو تاسو وکړې، چې د ټوپک آواز نه اورئ. راشه موږ ته چې هره ورځ مو تر سر زرګونه مرمۍ تېرې- بېرې کېږي. زړه مې غواړي چې زه هم خپله کډه له کلي

د ژوند حق / عصمت الله صالح

موږ د داسې خبرو وړتیا لرو، چې نه باید هغه ووایو او ډېری داسې تصورات هم راسره دي، چې که په سپړلو یې بې له ځنډه فکر وکړو؛ نو تر یوه حده به مو د ژوند حق پر ځای کړی وي. دا خبره مې د حقیقت تر معلومولو وکړه؛ چې فلسفه پکې لوی لاس لري؛ خو نننی بشر…

چغن / عصمت الله صالح

نجلۍ چپلکه پورته کړه، شپږ کلن ماشوم له کلا د وتلو هوډ وکړ، منډه یې کړه؛ خو د لرګینې دروازې لخک یې غچه ګوته ونیوه، وترسېد. نجلۍ په بیړه ورغله، د دروازې پله یې شاته کړه، د ماشوم پر ټوکل شوې ګوته یې شونډې کېښودې، په ورخطایۍ یې وویل: ــــ…