لیپوما څه شی ده؟
لیپوما یو غیر سرطاني تومور ده، چې د غوړ حجرو څخه جوړ دی . څرنګه چې موږ په بدن کې هرچیرې غوړ لرو ، لیپوما تقریبا هر چېرې رامینځته کیدی شي . مګر ډیری لیپوما یوازې زموږ د پوټکي لاندې رامینځته کیږي ، چیرې چې دا د نرم ټوټی په څیر احساس کوي .
…