Browsing Tag

ملاله کلیواله

غزل

بې یادونو دې په بل څه بوخته نه شوم هېڅ اوزګاره ژونده! ستا کارو ته نه شوم لکه څانګه به راقات پخپل وجود شوم چې حالاتو ماتولم ماته نه شوم هغه هیڅکله له خپل ضده تېر نه شو زه هم ښکته د غرور له تخته نه شوم که هر څه مو دعاګانې…

غزل

ګرمه قهوه یادونه ستا او دا واورینه ښکلا اوس مې هم یاده شي د چا هغه حسینه ښکلا تږو غوټيو ته خندا راوړه چې جل وهلي سپرلیه تاته انتظار ده ګلورینه ښکلا زه د دنیا د ښکلا ګانو هیڅ پروا نه لرم ماته په سترګو کې چا راوړه مینه…

غزل

دغسې نده چې بیخي به له تا هیره یمه تاته به هم شمه دریاده له وختونو وروسته بیا به ټوکیږي زما د زړه په وران محل کې هیلې لکه ګلونه شي راشنه له بارانونو وروسته د یار په سترګو کې به هره لمحه ځان ګورمه که خدای نیزدې کړلو له ډېرو…

غزل

غم په هېڅ نه غلطيږي رایادیږي هره ورځ راته ګرانیږي رایادیږي په ټناکو پښو تر تا پورې مزل کړم لارې نورې لا اوږدیږي رایادیږي دې ټيکري څنډه په مخ باندې مې راغله خدای خبر چې څه چل کیږي رایادیږي زه پدې حالات کې هم یمه خوشحاله…

غزل

د څومره ډېرو ارمانونو منځ کې پاتې یمه زه د بلا بلا دردونو منځ کې پاتې یمه د ازادﺉ لارې د ټولې تړل شوي دلته لکه بندي د دیوالونو منځ کې پاتې یمه د وخت ده پریکړه چې په ما رنګ ،رنګ الزام لږوي نن د ثواب او ګناهونو منځ کې پاتې یمه دوخت منصف…

غزل

هيڅ نه پوهېږم ارت جهان کې ناکراره یمه هواس مې ټول دي شندل شوي زه بیماره یمه خدای خبر بیا کومه بلا ده د زرین لمر مخ ته سپينه سهاره درته ډېره انتظاره یمه کله د نن کله سبا سبا وعدې راکوې کلونه وشول انتظار دا ستا لپاره یمه دا ستا راتلو…

غزل

پام! چې ډکه له ارمانه لکه زړه یم وخــته! ډېره د کمزورو  د کـاله یم چې له مخه دې رڼا وي د ژوند لارې زه یې تاپسې شیندلې یم، اوبه یم د هوس او د عشق کور اوکلی نشي لنډه داچې نه مې څه یې، نه دې څه یم ضد دې جارشم یو نیم ناز د سړي…

غزل

د چا خوږو خوږو خیالونو کې یم ګډه په باغ د امیدونو کې یم څه د بد ذوقو ښاریه کې اوسم د خپل احساس اذیتونو کې یم زنده ګۍ شور دې زندۍ شوی بیخي د خاموشۍ بدو وهمونو کې یم د زړه له زخمه مې وجود خوږیږي د سترګو فعله! په اورونو کې یم یمه…

د کلي کلیواله (مرکه)

نه ستنېږي نه تم کېږي کلیوالې زنده ګي لکه کاروان په تیریدو ده  ښځه په انساني ټولنه او بیا په ځانګړي ډول په ژبه او هنر کې ځان ته ځای، ارزښت او احساسات لري. ښځه د ظریف او لطیف احساس لرونکې ده. له ټولنې څخه تر نارينه‌و زیات اغېزمنېږي او د…