Browsing Tag

نقیب احمد قریشي

غزل

زړه مي در سوځي چي ته هر ګړی بدحاله یې! پاچا صاحبه خالي سوئ، له جلاله یې!! تا خو باید د ژوند له بدو پېښو خوند اخیستای! نقیبه! ولي په زاړه درد کي پایماله یې؟! تا د کوم چا پوښتنه وکړه او تا کوم غر مات کړ؟! او ته خبر د کوم…

باعزته سوله! چي نه ولس پکي وږی وي، نه ت.الیب

باعزته سوله! چي نه ولس پکي وږی وي، نه ت.الیب: - دې سړي ورته وويل چي سوله فکر غواړي، دوی ورته وويل چي فکر نه؛ دوی تا نه غواړي! - ده ورته وويل چي سوله به وي، ډوډۍ به‌ نه وي، دوی ورته وويل چې نو نه دي وي. - ده بيا ورته وويل چې سوله به…

هغه راهب چې خپل فراري موټر یې خرڅ کړ

لیکوال: رابین شرما ژباړن: جبار فراز لیکنه: نقیب احمد قریشي    "یو داسې په زړه پورې داستان چې هم به زدکړه ځنې وکړئ او هم به خوند پر واخلئ" پاولو کویلو.    د ځانجوړونې دا آثر د نړۍ په ۷۰ ژبو ژباړل شوی، چې دا مهال په ۵۰ هیوادونو کې ۵…

غزل

د دنیا خوند د دغه شیانو ټکر وړی دی ښکلا یې تا وړې او قېمت یې سره زر وړئ دی دا ځل نکریزي پر دېوال تپو، را اخلو یې نه زموږ بدبختو د لاسونو رنګ اختر وړی دی تاته د خپل وطن زخمي حالات در یاد نه سوله؟ تا  څنګه وویل چي "مستي منګی بر وړئ…

ځانوژنه

د فکر - زړه تر منځ مي جنګ روان دی زما پر حال خپه انسان، حیوان دی خو خدای له عرشه رانه ګوري هسي خوشحالي کاندي، شين آسمان خندان دی یارانو زما د ځان وژني لامل په عصبي تکلیف یې مه اړوئ ټوټې ټوټې وجود مي سپو ته یوسئ داسي يې دلته هلته مه…

!شاه شېریني

په نڅا سه تر څلور دېواله واوړه شاه شېریني! موږ یوو اور او اوبه دواړه را تازه سه بې پوړوني په ګډا سه خیالوري! له لسم منزل را تا سه ژوند شروع له پایلوبۍ تر پایکوبیه نن مي جام کړه نن را ګډه په اروا سه ستا د کلي چنار چاته هوسېږي؟…

شاه صنمي

وخت راغلی هم قلم وهم، هم توره شاه صنمي! د وطن آدې ده بوره لېونی باد رالوتی پر ښارونو ويني څاڅي د وطن تر اندامونو پر سپېره مېنه عشقي کابل آباد دي پنځوسم کال دی راوځي له اورونو ننګرهار اوس د ګلونو سیمه نه ده ټول کورونه دي ودان، تش له…

!شاه زریني

زه روان یمه و کومي زمانې ته شاه زریني! لاس دي مه نیسه ډېوې ته کوچنی نه یمه زه ـ زه تر ټولو لوی یم چي د چا نه یم شیریني د هغوی یم زه د عشق په خانقاء کي لېونی یم نیمی ستا او نیمی خپل ګرېوان ته توی یم د سماء پر مسته مېنه راتاوېږم زه د…

شاه زرګري

نور مي بد راځي له سپینو اوښکو خپلو شاه زرګري! سلام واخله د ځپلو! د ناروغ وجود د زړه د وینوداره خوبولي سترګي راغلم ستا تر ښاره د دردونو باوجود مي ته وې یاده تور سترګي، توري زلفي، سپین "رخساره" ستا نظر یو نظر نه و؛ څو انسانه باراني…

غزل

زما څیري ګرېوانه! جادوګر یې جادوګر مه ژاړه آسمانه! جادوګر یې جادوګر بیا دي په کابل کي لېونی زوی په ژړا دی زما افغانستانه! جادوګر یې جادوګر نور مي هم ښه ستغ کړه، چي بیا مات سمه بیا جوړ سم ژونده پهلوانه! جادوګر یې جادوګر خدای دي…