خان عبدالغفار خان د زغم، سولې، ملی ترقی او آزادی سمبول

دودیال

0 75

خان عبدالغفار خان د زغم، سولې، ملی ترقی او آزادی سمبول

(د خان عبدالغفارخان / فخرافغان  د وفات د ۳۳م کال په مناسبت)

د نړۍ د نامتو ملی مبارزینو، د استبداد، استعمار او تبعیض کلکومخالفینو او مدبرو سیاستمدارانو، دتساند، زغم، عدم تشدد او سولې نامتو څیرو، ملت ته د خدمت په لاره کې دستړو او ستومانو او ترټولو زیات د جیل په تورتمونوکې د غورځیدلو ملی مشرانو او د ملت په درد د ریښتیو دردیدلو  وتلو څیرو په لړ کې یو نوم د خان عبدالغفار خان دی چې د انسانی آرمانو په آسمان کی لکه لمر ځلیږی.  ده سره نور یو شمیر کسان هم څه ناڅه پرتله کیدای شی لکه: نلسن ماندیلا، ګاندهی، مارتین لوترکینګ، سیرسید احمد خان او مولانا ابوالکلام آزاد. باچا خان د ملیونو پرګنو د آزادی، عدالت او خوشبختی په مبارزه کی قربانی، ستومانی او هر راز ربړونه و ګالل، خو زغم یې خپله کړنلاره ګرځولی وه چې  همدغه د زغم او د عدم تشدد کړنلاری  د ده نوم ابدی کړ.

خان عبدالغفار خان د انګریزی استعمار پرضد لوی مبارز، آزادیخواه، نامتواتل، د پښتنو مهربان مشر، دقوم لوی خدمتګار، دانجمن اصلاح افغنه بنسټ ایښودونکی. متواضع اومتقی مسلمان، د دینی علومو عالم، جرارویناکوونکی، زړه سواندی رهبر، عادل مشر، دخدایی خدمتګارو د غورځنګ بانی فخرې افغان ، باچا خان چې د بادشاه خان او د سرحد ګاندي په نوم هم ياد شوی، د پېښور په هشنغر سيمه د اتمانزو په کلي کې د خان بهرام خان محمدزي په کور کې کال (1890 – 20 جنوري 1988)زېږېدلی. دی د عدم تشدد په موخه یې د خدایي خدمتګار يوه ټولنه جوړه کړه او د انګرېز په مقابل کې د وخت د نوموتي هندي سياستوال مهاتما ګاندي سره يو ځای ېې د انګرېز داشغال پر وړاندې مبارزه پبل کړه .

عبدالغفار خان د ترنکزو د حاجی فضل واحد تارڼ کاکړ په ملګرتيا د استعمار په ضد د افغانانو د راويښولو او ملي حکومت د جوړولو له پاره تاريخي کارنامی په سر رسولی دي. خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۲۰ م= ۱۲۶۸ ش) کې د خلافت د تحريک په بهير کې له يو زيات شمير خلکو سره کابل ته هجرت وکړ او د بيرته تلو په وخت کې يې د انجمن اصلاح الافاغنه ټولنه جوړه کړه. دغه ټولنه په ( ۱۹۲۹ م= ۱۳۰۷ ش) کې د خدايی خدمتګارانو په ټولنه بدله شوه، خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۳۱ م= ۱۳۰۹ ه‍.ش) کال کې د کانګرس په ملګرتيا د هند د نيمی وچی د ازادولو له پاره زياتی مبارزی وکړی و له ۱۹۳۱ را په ديخوا د استعمار سره د مخالفت به جرم په اوه کاله بند محکوم شو.
فخر افغان خان عبدالغفار خانپه لومړي لوی نړیوال جنګ کې د انګرېزانو سره د عدم تعاون په جرم د کانګرس له نورو مشرانو سره دوه کاله په زندان کې و او د ( ۱۹۴۷ م) کال راپه ديخوا د پښتنو ملی خپلواکۍ د غوښتلو په جرم پاکستاني حکومتونو د استعمار د لاسه په وار، وار جيل ته لېږل شوی ؤ. خان عبدالغفارخان (فخر افغان، پاچا خان) په خپل يوه تاريخي ليک کې د ( ۱۹۳۵ م) د مي په پنځه ويشتمه چې د سابرمنی، سنټرل جيل احمداباد څخه يې د حکيم عبدالخالق خليق په نامه ليکلی دی داسی وايې:
خوږه خليقه خوشاله اوسې. السلام عليکم ورحمته الله و برکاته: د بمبيی نه د جدا کيدو په وخت کې ماتاسره وعده کړی وه چې زما په خيال کې هر وقت ستاسو متعلق څه خبر راشی نو تاسو به پری خبروم، ليکن ژر تر ژره ګرفتار شوم. جيل خانه کې مې هم ته يادوی او خدايې خدمتګار مې هم هير نه وو ليکن داسې څه خيال مې پېدا شوی نه وو چې تاسو ته می ليکلی وای تاسو به زما د قيد په حقيقت رسيدلی يي، زما جرم صرف دومره وو چې ما د سرحد او د خدايې خدمتګارو متعلق خلکو ته لږ غوندی حالات څرګند کړي وو. د هندوستان دخلکو د سرحد او خدايې خدمتګارو سره دومره مينه او محبت دی چې زه په دوره هرې صوبی ته تللی يم، نو د خلکو اوله مطالبه دا وه چې موږ ه د سرحد او خدايې خدمتګارو د تحريک حقيقت بيان کړه. خير دې کې به خير وی. د الله تعالی هر کار د خير دی ولی مونږ پرې نه پوهېږو ځکه چې موږ ظاهر بين يو. لږ غوندی ظاهری تکليف چې راباندې راشي نو بيا مو وار خطا وي . زه په خپل قيد خفه نه يم ولی چې څه وخت زه بهر شوم نو ما ته دا خبره ښه ښکاريده چې زه خو د بهر يم او زما بعضی خدايي خدمتګاران وروڼه دی په جيل خانه کې وی، ماصرف دا خبره د خپل ځان د پاره ښه ګڼله. خدايي خدمتګاران ورونو چې د جيل خانو بی اتفاقۍ ، بهر ځان سره راوړی وی ، هغه يې پرېښودی که لا هغه شان پکښې اخته دی؟، که چيرې په صداقت سره يې دا بدعادتونه پرې نه ښودل او ریښتينې خدايې خدمتګاران نه شوو ، نو دا ټولی قربانۍ به په سيند لاهو شي او زموږ د کاميابۍ راز په رشتيني خدايي حدمتګاران کې دی. زه چې کله دې جيل ته راغلی يم نو همېشه ناجوړه يم، ولی چې ددی ځای اب او هوا په ما صافه نه ده. بل زه يوازې يم داسی يو سړی نشته چې تبادله خيالات ورسره وکړم. زما په خيالاتو که چيری زه سرحد يا پنجاب ته بدل شم نو شايد چې ښه شم ليکن د پنجاب او سرحد حکومتو زما د اخیستو نه انکار وکړ او تر اوسه پورې دې حکومت هم زه بلې جيل خانی ته بدل نه کړم. تاسو زما څه فکر مه کوئ ، خپل کار کوئ، که چيری الله تعالی زما د وجود نه د خپل مخلوق خدمت اخستل منظور وي نو ما له به صحت هم راکړی. دا دهغه طرف نه په ما يو بل ازمايش دی. تاسو راته دعا کوی چې ما پکښې الله تعالی کامياب کړی او ما له صبر او استقبال راکړی. زه قيدی يم، زه هر چاته خط ليکلی نه شم ولی چې زما خپل اختيار نه دی. دا خط زما ټولو خدايې خدمتګارو ته ښکاره کړی او زما ډير سلامونه ورته وواياست. زه همېشه تاسو ته دعا کوم او اميد دی چې تاسو په هم هره جمع کې ماته دعا کوی چې الله تعالی ما ددی لايق کړی چې زه د هغه د مخلوق خدمت وکړی شم او ماته روغ او ښه صحت راکړی.

آمين،  فقط ستا ورور عبدالغفارخان .

 پاچا خان د خپلواکۍ د اخيستلو په اړه وايي: له خلکو سره د ناستې ولاړې، ليدنو او کتنو څخه وروسته دې پايلې ته ورسېدم چې خپلواکي اخيستل اړين دي او دې کار لپاره بايد خلک لوستي شي، تعليم وکړي، خپلواکي وپېژني، د خپلواکۍ په ګټو او ارزښت پوه شي، پاچا خان يو له لويو او قوي شخصيتونو څخه و چې د فکري ثبات، د خپلواکۍ د ترلاسه کولو، د ملت د پوهې د کچې لوړولو، د تعصب او تاوتريخوالي له منځه وړلو، د اسلامی واقعی اخوت خورولو، د نجونو د تحصيل په اړه عامه ذهنيت جوړولو، د هر ژوندي حقونو ته درناوی، د الله ج په ځمکه کې ارامتيا راوستلو او همدارنګه د بشر د هوساينې لپاره يې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړې.

پاچا خان پدې نظر و چې  له تاوتريخوالي څخه د خلاصون يواځينۍ لاره د ښوونې او روزنې د کچې لوړول دي ، په دې خاطر یې  د پېښور په بېلابېلو سيمو کې د ښوونځيو جوړولو ته شروع وکړه. ده پدې برخه کې ډېرې ستونزې وګاللې، هغه د ذوالفقار علی بهټو د حکومت په وخت کې د نيشنل عوامي پارټۍ د صوبايي حکومت په بلنه په ( ۱۹۷۰ م) کې د کابل څخه پېښور ته ولاړ او کله چې هغه حکومت ړنګ شو بيرته افغانستان ته راغی او تر ( ۱۹۸۰ م) کال پوری کله په کابل او کله په ننګرهار کې او سيده. دی د افغانانو ، د ملی آزادي غو ښتونکو او وطنپالونکو لوی لارښود او (بابا) وو او حضور يې د افغانستان او سيمې د ازاديخواهانو بل مشعل وو. د هند له خپلواکۍ څخه وروسته د پاچا خان په اړه د هند لومړني لومړي وزير جواهر لعل نهرو په یوه تاریخی وینا کې  ويلی و: پاچا خان به له يوه کلي څخه بل کلي ته، ته ترڅو سرخپوشان په خپلو ځانونو اتکا پيدا کړي. نوموړي د پاکستان د رامنځته کېدو څخه دمخه او بيا وروسته، د لوی هندوستان او لوی افغانستان بیلابیلو سیموته سفرونه درلودل. حقيقت دا دی چې خان عبدالغفار خان افغانستان خپل لومړنی کور باله او د کابل حکومتونو هم ورته په ډېر درناوي قايل وو، له بده مرغه دده وروستی عمر په افغانستان او سيمه  کې د تېزو جګړو شاهد و.
خان عبدالغفارخان په هغه ليک کې چې د (عبدالغفارخان فيټ ازای بيټل) د (ډی، جی تنډر اثر)، ( Abdul ghafar khan fait is a battle D.G Tender ) دکتاب له پاره ليږلی او هغه دغه ليک د خپل کتاب په څلورم مخ کې لیکلی دی، د خپل ژوندانه او عقيدې په باب داسې ليکی: (… زه چې د اتو، نهو کالو وم او په پيښور کې مې به سکول کې سبق وايه نو اکثره مې لوبی د بنګيانو د بچو سره کولی، زه به هغه خپلو ملګرو منع کولم چې دا خو چوړيان دی؟ د دوی سره ولی لوبې کوی. ولی زه به دهغوی په دی خبرو نه منع کيدم او نه به زما په زړه د دی خبرو اثر کيدو. چې زه زلمی شوم نو زما تعلقات به اکثر د باکسته خلکو سره وو، زما دوستان اکثره لوواران، جولاګان ، ترکاڼان، شاخيلان و ، حالانکه زه د خان زوی وم. زه چې هلک وم نو د قصۍ اوريدلو سره مې ډير شوق وو او دا قصې به مې زياتی د خولو او يا کتابو کې اوريدی او ډيری به مې خوښی وي. بيا مې ژر په طبيعت کې تبديلي راتله او داسی کتابونه مې خوښ وه چې په هغو کې د داسې خلکو حالات چې چا به د انسانيت او د خدای د مخلوق له پاره ډير تکليفونه او مصيبتونه تير کړی وو راغلی وو. دانګریزانو په وتلو سره او د هند د استقلال په ترلاسه کولو سره فخر افغان په زغرده د هند په دوه برخو وېشنې سره مخالفت درلود، دی ۱۲کاله د اګریزانو له خوا بندی شو . د پاکستاني حکومت لخوا هم شاوخوا ۲۲ کاله جېل ته د افغانانو د قبايلو د يووالي لپاره د کار له کبله دلګول شویو تورونو له امله تر نسلن ماندیلا او ډیرو نورو مبارزینو ډیر کلونه زندانی  شوی دی،
فخر افغان په پښتني ټولنه کې نه يوازې چې د پوهې او علم د هڅو لو عملي کار پرمخ اچولی و ، بلکه د هند ، پاکستان ، او بنګله دېش وګړي ېې هم راويښ کړي و او ورسره ېې خپل انساني غږاوچت کړی و، او لومړی ېې د هغوی د حقوقو لپاره چې د انګرېز له غلامۍ څخه خلاص شي مټې راونغاړلې ، له همدې کبله ورته د هند د لومړي خپلواک حکومت رامنځته کېدو سره د ولسمشرۍ د څوکۍ غوښتنليک ورلېږل شوی و . ده د یوه غټ منصب د ترلاسه کولو په ځواب کی ویلی و چې څومره چی زه اوس خپلو خلکو ته ښه خدمت کولای شم او د دوی منځ کی ځان خوښ احساسوم د منصب او چوکۍ په ترلاسه کولو کی دغه عزت نه وینم.

په ۱۹۸۴ م . زېږديز کې ېې د نوبل نړېوالې جايزې لپاره د سولې د مبارزې په لړ کې نومول شوی و ، خو د وخت د سياست(پښتون دشمنه پالیسی) له کبله ېې مخه ډب شوه . فخر افغان يو له هغو ۴۴ هندي او د سيمې نوموتومبارزو شخصيتونو په کتار کې د هند د حکومت لخوا ياد شوی چې په لړ کې ېې ورته د بهارت رتنا چې د هند تر ټولو لويه ملي جايزه ده هم ورکړی . همدا رنګه د جواهر لال نهرو ملي جايزه ېې هم په برخه شوې . د افغانستان د پخواني پاچا غازي امان الله لخوا ورته د افغانانو د وياړ لقب ورکړ شوی او د راوروسته لومړي ولسمشر داود خان لخوا ورته د افغانانو د ملي مبارز او مفکر جايزه ورنومول شوې په دی توګه د عدم تشدد دغو مبارزینو کی یوه تر ټولو نامتو او وتلی څیره د باچاخان وه، چې د ډیر بوډاتوب په عمر کې هم د خپل ملت په غم کې و. د پاکستانی نظامی سردمدار جنرال ضياءالحق د حکومت په  توره دوره کې یې دبوډاتوب او ناروغۍ سختې ورځې او شپې تيرولې، ترڅو چې ډیر ضعیف  او د دغی ناروغۍ د ډیر شدت له امله په کال ( ۱۳۶۶ ش.) کې د دلوې په اوله د چهارشنبی په ورځ ، په محلی وخت؛ د سهار په څلورو بجو او په پنځه څلويښت دقيقو د پيښور په ليډی ريډنګ روغتون کې وفات شو، او جنازه يې د وصيت سره سم د جمعی په ورځ د ( ۱۳۶۶ ش)کال د دلو په دريمه ( ۱۹۸۹م) د جنوری په شلمه په ډير درناوی د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په ډیرو درنو مراسمو سره خاورو ته وسپارله شوه، چې دافغانستان د هغه وخت ولسمشر یې په جنازه کې ګډون درلود. له جنازې سره یې د کوزې پښتینخا ګڼ شمیر ملی مشران، فرهنګی او علمی څیرې، مخور، د ولس معززسپین ږیری او زرګونه ځوانان جلال آباد ته راغلي وو. د افغانستان له ګڼ شمیر ولایاتو پوهان، لیکوالان او دسیمو مشران جلال اباد ته راغلی وو چې د ده د جنازې کټ ته یې اوږه ورکړې وه.   اوس یې نوم لکه لمر ځلاند او خاطرات یې تلپاتې دي.   الله پا ک دې فردوس جنت ورته په نصیب کړي.    امین.

Leave A Reply

Your email address will not be published.