!په هیواد کې باید د درملنې چارې معیاري شي

ډاکتر محمد نواب ویساند

0 229

نن  په  فېسبوک کې د قندهار ښکلي ښار د مهمند روغتون د هیله بښوونکي انځور په لیدو ، لکه د نورو هیوادوالو په شان خوښ شوم  . د ټولنیزو خدمتونو په اډانه کې به دا روغتون هله  د ځانګړي ارزښت څخه  برخمن شي،  چې روغتیایي چارې  پکې په معیاري توګه تر سره شي، او هیوادوالو مو اړ نه  وي ، چې د درملنې لپاره بهرنیو ملکونو ته ولاړ شي. لکه څنګه ، چې لیدل کیږي له کالونوکالونوراهیسې هره ورځ موله سهاره تر بېګاه  بېوزله هېوادوال ( ښځې ، واړه ، ځوانان او بوډاګان ) د پاکستان د سفارت او قونسلګریو مخې ته  په اوږدو کتارونو کې د خپلوناروغانو د وېزو  د ترلاسه کولو لپاره په اونیو اونیو انتظار باسي . اوآن دا چې څه موده وړاندې په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ نه د ویزې د تر لاسه کولولپاره د ورغلوکسانو د ګڼې ګونې له امله  زمونږ  یوشمېر افغان مېرمنو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ . چې دا پېښه د افغان فاسدې ادارې او د  تش په نامه مسلمان  ګاونډي هېواد (پاکستان) لپاره خورا د شرم ځای او د بشري جنایت یوه داسې ستره بېلګه ده، چې تر دې دمه یې په نړۍ کې ساری نه دی لیدل شوی  .
سره  له دې ، چې  دافغانستان په  یو زیات شمېر  پوهنتونونو کې د روغتیاپالنې په  بېلابېلو برخوکې څانګیز پوهنځي شتون لري او هر کال یو زیات شمېرځوان ډاکتران ټولنې ته  وړاندې کوي ، خو بیا هم  د هرې ورځې په تېرېدو سره د پاکستان په لور  زمونږ د ناروغانو په شمېر کې کوم د پام  وړکمښت  ونه لیدل شو  او  ویزې اخستلو هم یوه ( پټه ) مافیایي سوداګریزه بڼه غوره کړې ده  ، دلته پدې پوهیدل پکار دي ، چې آیا داد پاکستانیانو پوهه  لوړه ده ؟ ،طبي  وسایل  یې عصري دي ؟  او که  د افغانانو د  وړتیا کمزوري ده  ؟ .
که څه هم  د پوهې لوړتیا د یو انسان د لېوالتیا ، زیار، زحمت،  استعداد ، هلو ځلو او شونتیاوو پورې تړلې ده . خو که د لېوالتیا خبره راواخلو او له  سلو پېغلو، زلمیانو اوآن ماشومانو څخه  و پوښتل شي ، چې په کومه رشته کې به  مو غوښتل زده کړې ترسره  کړئ ،  ۹۰ سلنه به د روغتیاپالنې  رشته  درته په ګوته کړي. دا ځکه چې  په دې رشته کې  د کار موندنې شونتیا اود خلکو اړتیا ډېره لیدل کیږي.
د  ګاونډیوسره دمتقابلو  همکاریواو احترام پر بنسټ د  اړیکوساتل  خورا اړین دي ،  خوکه کله  پدې وپوهیږو ، چې بد نیته ګاونډيان او په تېره بیا پاکستان  مو په خوښیوناخوښ او پر خپلو پښوولاړ افغانستان  ورته د  زغم وړ نه دی او په خپل ټول ځواک اوتوان په ډېره بې شرمۍ اومهارت  سره له  پیدایښته تر دې دمه  هڅه کړې ، چې افغانانو ته د ژوند په ټولو ډګرنو کې  زیان  واړوي، چې آن د هیواد د اقتصادي او ټولګټو بنسټونو نه نیولې، د ډېورند خیالي کرښې په اوږدو کې دافغان  صادراتي توکو په وړاندې د لګول شوو دروازو  بندول خو یې یوعادي همېشنی  عادت ګرځېدلای دی   .
په داسې شرایطو کې مونږ افغانان ددې پر ځای ، چې ټوله ورځ ګاونډیان ګرم وبولو ، پدې  باید فکر وکړو ، چې څنګه کولای شو د درملنې  چارې په معیاري توګه د هیواد په دننه کې تنظیم کړو. تر څود یوه  پلوه  مو  له هیواده  د اسعارو د فرار  مخه نیول شوي وي  او د بل پلوه مو د پاکستاني ویزو (د سیاسي فشارونو) څخه  خپل هېوادوال وژغورلي وي.
زه د طبابت په رشته کې کوم تخصص نه لرم، خو د منجمنټ او اقتصادیت (ګټورتوب) له اړخه اود هېوادوالود روغتیا په وړاندې د پرتو ستونزو دلېرې کولو په  پار، که څه هم  د پراخه فساد د شتون له امله  کومه تمه پکار نه ده، خو بیا هم  د نیوکو پر ځای  غوره بولم، د ځینو  تدابیرو نیولو لپاره  دیو شمېر معلوماتو را ټولول  اړین  بولم:
۱ ــ  دا باید جوته شي ، چې د کوموناروغیو د درملنې په چاروکې کمزورۍ  او نیمګړتیاوې زیاتره لیدل کیږي ؟  د کومو دلایلو له امله یې د هیواد په دننه کې  درملنه  ناشونی ده ؟  ایا   د پوهې ټیټه کچه  ، د اړوندو طبي وسایلو کمښت اوکه د روغتیایي څانګوتر منځ  د همغږۍ نشتوالی  .
۲ـــ   هر کال په منځنۍ توګه  د درملنې په موخه د  ویزو اخستونکو د شمېرو  اوهم د اټکل له مخې  په منځنۍ  توګه  ټول لګښت  ( د لارې  او کور کرایه ، د  معاینې لګښت  ،د  دوا قیمت ، د بستر او درملنې ارزښت او نور لګښتونه  ) باید د روغتیایي چارو اړوند د وټپوهانو( اقتصادپوهانو)  د یوې ځانګړې  څېړنیزې  ادارې له خوا وسنجول  شي  .
۳ـــ د دې  ډول معلوماتوراټولو لپاره د روغتیا وزارت  له خوا باید د اړېکوځانګړې شمېرې د ټولنیزورسنیوله لارې   د  هیوادوالو په واک ورکړل شي. ترڅو هیوادوال  د امکان په صورت کې وکولای شي خپل مالومات دغه وزارت سره  شریک اود اړونده  څېړنیزې ادارې له خوا  ددغه معلوماتوله مخې  یو نچوړ جوړ او د هر اړخیزو ارزولو وروسته د ګټورتیا اواغېزمنتیا په پام کې نیولو سره  په معیاري توګه  د هېواد په دننه کې د درملنې لپاره  په  یو ځانګړي  میکانیزم  اود دې ستونزو د اوارولولپاره په  عملي لارو چارو غور او کار وشي   .
د ځینوسرچینوله قوله که د هیواد دبیارغونې لپاره د ۲۰۰۲ زکال نه تر دې  دمه   د متحده ایالاتو د ۱۳۵ ملیارده  مرسته شوو ډالرو شاوخوا  ۱۹ میلیارده  ډالر په بډه نه  وای  وهل شوي، اودولتي اکادمیکو اوټولنیزو بنسټونوپه تېره بیا د روغتیا پالنې په برخه کې کارول شوي وای  ،  نو به  مو  د پاکستان د ویزې اخستلو پر مهال د هیواد پتمنې  میرمنې  په  سازمادهي  شوې ګڼه ګوڼې کې نه وای  وژل شوې .
خو بیا د هیواد عیني شرایطو اود وخت غوښتنو په کتو دولت ته پکار ده ، د روغتیا پالنې په برخه کې  خصوصي سکتور ته اسانتیاوې برابرې کړي  ا و پرېنښودل شي ، چې  هیوادوالو موخپلې  په سختۍ ګټل شوې سپماوې د درملنې   لپاره  له هیواده  بهر  له لاسه ورکړي  .
د روغتیایي خدمتونو د ښه سمون لپاره  د  مرستندوی فکتور ( وړاندیز ) په توګه  د ځینو کړنو تر سره کول  اړین بولم .
وړاندیز : 
۱ـــ  په اتو غټو ولایتونوکې د خطرناکو ناروغیود درملنې لپاره باید په عصري تکنالوژۍ (وسایل ) سمبال شوې ځانګړي روغتونونه پرانېستل شي  .
۲ــ د هېواد د بېلابېلو روغتنونو څخه لایق  تجربه لرونکي  برحال  ډاکتران  د باریک تخصص د تر لاسه کولو لپاره مرستندویه هیوادو ته د زده کړې او د نوو عصري  وسایلو سره د اشنائي او سم کارولو لپاره  واستول شي .
۳ــ  د ځینو ځانګړو ناروغیود درملنې په پار  د بهرنیو متخصصانو سره  د انلاین له لارې د یو ځانګړي تړون له مخې د مشورې اخستلو په لارو چارو غور وشي  .
۴ــ  که  د درملنې هره  څانګه دیو ناروغ  د درملنې پر مهال د کومې  ستونزې سره مخ کیږي، باید د مخه  د با تجربه او مخکښو ډاکترانوڅخه د یو جوړ شوي بورد ( ټیم )  ، سره شریک کړلای شي.
۵ــ  د هیواد  روغتونونو ته  پکار ده ، چې د نړۍ د روغتونونو سره  د درملنې د نوو میتودونو د تر لاسه کولو په پاراړېکې ټینګې کړي.
۶ــ هرکال یو شمېر لایقو  ډاکترانوته د روغتیا پالنې  نړیوالو کنفرانسونو اوسیمینارونوکې د ګډون  زمینه برابره شي .
د باریک تخصص پرته د هرې ناروغۍ  د تشخیص چارې په غاړه اخیستل  یو غیرممکن کار دی او دانسان د ژوند سره لوبي کول دي . دلته  درملنه ، که څه هم  په لویو برخو ( داخله عمومي، جراحی عمومی ، کوچنیانو ، نسایي ولادي، (غوږ ــ ستونی ــ پوزه) ، سترګې ، غاښونه او . . . . نور  ) ویشل شوې  . خو د هرې څانګې پورې د تړلوناروغیودرملنه  بیا هم  دناروغ د بدن دمقاومت او ځانګړنو د توپیرله  امله د ډاکترانو لپاره  د تشخیص کار پېچلی  کړی دی،  نو ځکه دلته  د باریک تخصص درلودونکی ډاکتران  د سم تشخیص په کولو کې رغنده رول لوبوي  . که داسې نه وای نو بیا ولي په ډېرو هیوادو کې د ساري  په توګه  داخله ( کورنی  ډاکتران ) داړتیا په صورت کې پرته لدې چې ناروغ ته د کومې دوا سپارښتنه وکړي او د دوا نسخه ولیکي ، باریک تخصص لروونکي   ډاکتر ته  یې  ورپیژني ، تر څو یې ، چې  د تشخیص ډاډ نه وي ترلاسه کړی ددوا سپارښتنه نه کوي .
څرنګه چې د ناروغانو د وجود فزیکي ځواکمنتیا او بیولوژیکي جوړښت  د یو بل سره توپیر لري ،همدا شان یې  د دوا اندازه (دوزه) اود ناروغتیا ځاګړتیاوې هم سره  ورته والی  نه لري. نواړینه ګڼل کیږي د هېواد په کچه لکه د نورو هیوادونوپشان یومرکزي څېړنیز انستیتوت اومجهز لابراتوار جوړ شي .
خو له بده مرغه  په افغانستان کې پرته لدې ، چې د ناروغ  ناروغي سمه تشخیص شوي وي  ، ناروغ  په  یو پنډ دوا سره ، چې ښایي  له ګتې یې زیان  زیات وي  رخصتوي. نو ځکه هیواد وال  موپه کورنیوډاکترانو باورنه  لري ، اوګاونډیو هیوادونوته  د درملنې لپاره د لوړلګښت په کولوسره سفر کوي. که افغانان غواړي ، چې د کورنیو غړي یې د پاکستان سفارت او قونسلګریو څخه د ویزې اخستلو پر مهال د پښو  لاندې  شوي نه  وي  او هم  د ډېر لوړ لګښت مخه  یې نیول شوي وي ، اړینه ده ، چې پر دولت  فشار راوړي  تر څو د فساد پر ځای په دې ډګر کې اړین ګامونه پورته  کړي .

په درنښت

Leave A Reply