چين او د سوريې بحران

شننونکی : عبدالله لغمانی

0 179

پيکېنګ او دمشق د اړيکو اوږده او نرمه سابقه لري. ددې دواړو هېوادونو د اړيکو د پيل داستان په ۱۹۴۶ کې  د چين نيشنلېسټ دولت لخوا د سوريې په رسميت پېژندلو او په ۱۹۵۶ ميلادي کال کې د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيکو په پيل کېدو سره را شروع شوی دی چې د لسيزو په تېرېدلو او د سوريې د داخلي جنګونو سره،سره لا تر اوسه هم ښې او تقريبا پیاوړې پاتې شوې دي.

چين د يوه اقتصادي ځواک په توګه د سوريې له داخلي جګړو مخکې ددې هېواد د تجارت يو عمده او اصلي شريک و.او د يوه ځان ساتي هېواد په توګه د خپل خارجي سياست د اصولو له مخې په نړيوالو شخړو او نړيوالو کړکېچونو کې ځان نه ښکېل کوي.  دا ځان ساتی سياست یې له کلونو کلونو جاري ساتلی دی. د چين دولت په ۱۹۷۹ميلادي کال کې په هېواد کې د بنيادي اصلاحاتو د راتللو په لړ کې دوه مهم شيان  د خارجي سياست برخه کړل چې بايد په لنډ مهالې او منځ مهالې راتلونکې کې ټول تمرکز پرې وکړي: لومړی دا چې په نړيوالو سياسي مسئلو کې بايد بې طرفه پاتې شي او دويم خپله اقتصادي پراختيا او پرمختيا ته ځانګړی پام وکړي  او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلې اقتصادي ودې او ځان ته د نړيوال بازار د پيدا کېدلو په لټه کې شي. له تقابلي سياست څخه یې ډډه وکړه او له هر فرصت څخه په استفادې یې په  نړۍ کې د اقتصادي پراختيا په تکل کې شو.  خو له ۲۰۱۲ څخه را وروسته چې (شي جينګ پينګ) د چين د کمونيسټ ګوند مشر او ددې هېواد ولسمشر شوی  په خارجي سياست کې یې يو لړ بدلونونه راوستي او په نړيوال ډګر کې پرېکنده سياست کوي چې په سوريه او ځينو نورو هېوادونو کې يې نښې ليدل کېږي چې د خپلو نړيوالو سيالانو امریکا او ناټو پر وړاندې کله ناکله سياسي بيانيې او هڅې کوي.

په وروستيو کې د جنوبي چين په سمندرونو کې پوځي مانورونه، قدرت نمايي او په نړيوالو مسئلو کې قاطع دريځ درلودل یې ددې ښودنه کوي چې چين غواړي په تدريج سره په نړيوالو مسئلو کې ځان بې طرفه ونه ښيي او له خپل نړيوال پرستېژ ، اقتصادي او سياسي ځواک څخه د خپلو اقتصادي او سياسي مخالفو هېوادونو پر وړاندې کار واخلي.

ددې څو کلونو په جريان کې چين په ملګرو ملتونو کې د سوريې پر وړاندې ۴ هغه پرېکړې ويټو کړې دي چې د سوريې د اوسني نظام پرضد د راټولېدلو او د دوی پر وړاندې د محکوميت لپاره امریکا او ملاتړو یې جوړې کړې وې.

خو بيا هم له هر ډول سياسي پرېکړو  مخکې ورته خپله اقتصادي پراختيا او پرمختيا اوليت لري او همېشه کوشش کوي چې د چين د توليداتو لپاره نړيوال بازار پيدا کړي او نړيوال تجاران او سوداګر د خپلو توليداتو اخيستلو ته وهڅوي، د چين دا کار ډېر  اغېزمن هم روان دی او که داسې روان وي کېدای شي تر ۲۰۳۰ ميلادي کال پورې له امریکا څخه چې اوسمهال له چين څخه مخکې د نړۍ لومړی درجه اقتصادي ځواک دی مخ ته شي.

لکه مخکې مو چې اشاره وکړه چين هر ځای او په هر ډول د يوه فرصت په لټه کې دی چې خپل اقتصادي پراختيا تضمين کړي نو په دې وروستيو کې هڅه کوي هغه هېوادونه او سيمې چې د نوموړي هېواد اقتصادي شريکان وي  د هغو سياسي او نړيوال ملاتړ هم وکړي چې سوريه هم يو د هغو له جملې څخه ده. چين غواړي چې  سوريه د خپل اقتصادي شريک په توګه له لاسه ورنکړي نو ځکه د بشارالاسد له اوسني نظام څخه ملاتړ کوي او هڅه کوي د هغو ستونزو پر وړاندې له روسيې سره ودرېږي چې د امریکا او اروپا د پلان له مخې بايد د سوريې نظام بدل او د نوي نظام بنسټ کېښودل شي.

يو بل مهم دليل چې چين غواړي د سوريې په سياسي حالت کې ځان دخيل وښيي هلته د بشارالاسد پر وړاندې د مخالفينو په کتار کې د ايغور مسلمانان دي چې د چين له سينکيانګ ولايت سره تړاو لري، د يوې شمېرې له مخې شاوخوا ۵۰۰۰ ايغور اسلامپالي جنګيالي د بشارلاسد پر وړاندې په جګړو بوخت دي، چين له دې وېرې چې مبادا دا خلک وروسته دوی ته د چين په دننه کې سرخوږی جوړ کړي غواړي له خپل هېواد لرې په بل هېواد کې يې د بل چا په مرسته له منځه يوسي او ويې ځپي ترڅو خپل راتلونکی داخلي ثبات تضمين کړي.

چين له سوريې سره د کلونو کلونو په اوږدو کې لومړی ښې اقتصادي او بيا وروسته ښې سياسی اړيکې لرلې دي، او سوريه هم په دې پوهېږي چې له جنګ وروسته د دوی د ځپل شويو خلکو اړتياوې د چين په ارزانه بيه توکو او توليداتو او د چين په پانګونه پوره کېدلی شي او دواړه په دې يقين دي چې د پخوانيو اړيکو بيا راژوندي کول له نويو جعلي جوړو شويو اړيکو څخه ډېر اسانه ،باورمندې او يقيني دي.

سره له دې چې چين د سوريې په شاوخوا د منځني ختيځ په هېوادونو کې لا له وړاندې اقتصادي بازار موندلی دی او توليدات یې ښه مارکېټ لري خو په عين حال کې نه غواړي چې خپل پخوانی ملګری هېواد سوريه هم له ځانه پردۍ کړي.

د سوريې د سياسي بحران په برخه کې چين د سوريې په سياسي حل باور لري او دا سياسي حل په سياسي مذاکراتو پورې تړلی بولي، او د لويديځو هېوادونو د نظامي حضور او دخالت پر وړاندې د مخالفت سياست لري، او له روسيې سره په ګډه یې د امريکا، برتانیا، فرانسې او نورو هېوادونو پر وړاندې يې په ملګرو ملتونو کې د سوريې لپاره د خپل ويټو حق کارولی دی.

د چين او روسيې له نظره د سوريې د بحران د اوږدېدلو او خرابېدلو يو عمده لامل د سوریې د حکومت او خلکو پر وړاندې د امريکا او ناټو د ناسم او غلط سياست نتيجه ده ، چې دوی غواړي په هرډول چې کېږي د سوريې اوسنی واکمن را وپرځول شي او د خپلو سياسي ګټو په نظر کې نيولو سره اداره داسې يو چاته وسپاري چې د دوی خوښ او د دوی د راتلونکو پلانونو مانع نه وي.

که څه هم روسيه او چين په سوريه کې مستقيمې سياسي ګټې نه لري، خو وايي چې د القاعده، داعش او نورو راډيکالو اسلامپالو د راپيدا کېدلو لپاره د امریکا او لويديځ غلطو سياستونو لاره پرانيسته.

چين په اوس وخت کې په منځني ختيځ کې تر بل هر هېواد ډېره سرمايه ګزاري کړې چې ۱۷۷ ميليارد ډالرو ته رسېږي او دی نه غواړي چې د سوريې په بې ثباتي کې یې خپلو ګټو ته صدمه ورسېږي؛ هڅه کوي ددې هېوادونو د سوله ييز حل لپاره هرډول ممکنې منډې ترړې وکړي

خو په سوريه کې د خپلو منافعو د ساتلو لپاره د روسيې حمايت ورته لازم او ضروري دی ځکه ماسکو په سوريه کې د نظامي حضور او د لويديځ او ناټو په مقابل کې د کيليدي هېواد په توګه له کلونو کلونو راهيسې د سوريې د دولت نږدې ملګری او متحد پاتې شوی دی چې د سوريې په دولت ډېر اغېز لري او کولای شي چې سوريه دې ته راضي کړي چې له چين سره نږدې اقتصادي اړيکو په لار هوارولو کې مرسته وکړي ، بې له روسيې څخه چين ته سخته ده چې په سوريه کې اقتصادي بازار پيدا کړي او يا د لويديځ د هېوادونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې حمايت تر لاسه کړي او يا د سوريې پر حکومت د وضع شويو نړيوالو بنديزونو پر وړاندې ودرېږي.

Leave A Reply