د ځوان لیکوال احمدي په ویر کې

خالق رشید

169

ښایسته هلکه سلام مې وایـــــــه !؟

په هغه شپه نارامه وم، ځکه پرون مزمل راته لیکلي ول چې:

ـ د خدای په پار او هیله شپې ورځې سبا کوو، جګړه ورځ په ورځ خپله توره لمن د غزني د ښار پر لور له هرې خوا را غزوي …

زما زړه تراوسه پورې له غزني نه شکیږي، نه راټولیږي، تر ډیرو پورې مې غزنی، رشیدان ، اندړ قره باغ ، ګیرو، ګیلان د ذهن پرشیشه باندې ولاړل راغلل، هغه د ماشومتوب خوږې ورځې، هغه د سردې بند او مرسلې پرشاوخوا باندې د زاڼو کتارونه، د مهمان د سندرغاړو اړو او سلطان خوږې سندرې :

 سیل دی سیل د کوترو سیل دی – په هوا ولاړې

ښایسته هلکه سلام مې وایه ….

او یا هم د قره باغ د ښکلو شانداره سندره :

د قره باغ د نجونو څه عجب جمال دی

ګل په قره باغ دی جانانه …

په همدغه سوچ کې وم چې د مزمل  د فیس بک په پاڼه یو جوړه عکس را وبریښیده چې ورسره لیکلی یی ول :

ـ احمدی ناروغه دی … دعا …

ما ته په ذهن کې را تیره شوه چې ده خوله کومې  خارجي رادیو سره کار کاوه، خو وروسته را یاده شوه چې زما ذهن د ده پرځای د کوم بل چا نوم را انځور کړی و او د ده په اړه یې تیرایستلي وم…

د نصیر په ناروغي خواشینی شوم، یو یو نیم کال د مخه یې په یوه لنډه ایمل کې راته لیکلي ول :

ـ استاده سلام …  ، کیسې دې لولم… پر جالبه کرشه روان یې … پوهیږم چې سپي د دې پر ځای چې درچه خوشاله شي خپه کیژي…

زرمې په ځواب کې ورته ولیکل :

تاسې دې هم خدای راته وساتي، د پیراو فقیر لاره  او چاره  یی ستا … د سپو هغه یې زما … توکل پرخدای …

راته یې ولیکل :

ـ ها ها ها ها …  خدای مو راته ژوندی لره …

نصیر په قره باغ کې زیږیدلی و، په هغه قره باع کې چې د غزني ښکلا یادیږي، هغه ښکلې سیمه چې هلته د هرچا په خوله او زړه باندې شپه او ورځ د دغې سندرې انګازه لکه لمر خپلې وړانګي غوړوي :

د قره باغ د نجونو څه عجب جمال دی …

ګل په قره باغ دی جانانه …

هماغه قره باغ چې څوکاله د مخه، کله چې ما او سفیرابدالي په ډیلي کې پسرلي تابوت ته د درناوي سرټیت کړ، هغه را نه وپوښتل :

– پسرلی صاحب د کوم ځای و ؟

– د غزني ، د قره باغ …. زما وطندار…  د قره باع نوم دې اوریدلی ،

– د قره باغ نوم نو چا نه دی اوریدلی …  د قره باغ د نجونو…

هو، نن سهارمې لاسم د موبایل هندارې ته نه وو کتلي چې د ناولونو د ځوان لیکوال نصیرنوم مي ژوندی مخې ته راوپړکید داسې چې ګواکي هغه نور د  مرګې د کیسې پر کرښه پریوې بلې سوژې او کیسې پسې چې تللي یې کله هم نه دي راستانه شوی له موږه تللی دی، ودردیدم، ولړزیدم او بیا غزنی را یاد شو، پرتم را یا دشو، قره باغ مې سترګو او ذهن ته په یوه شان او یوه ډول د غم خیمې وغوړولې، او جرآت مې ونه کړچې د قره باغ سندره مې په دغه شیبه کې ذهن او ضمیر زمزمه کړي ، یوازې لکه چې بیا یوڅوک پوښتنه راڅخه کوي:

ـ دا ځوان څوک و ؟

ـ د پښتو ناولونو خوان لیکوال:

ـ دا ځوانمرګ ځوان د کوم ځای و ؟

 ـ د غزني ، د قره باغ … زما وطندار …  د قره باغ نوم دې کله اوریدلي ؟

خو فکرته مې راغله چې ګواکي هغه په ځواب کې په الهامي شرنګ سره راته وایي :

–  نه ، نه مې دی اوریدلي … نه غواړم وایې ورم … ځکه چې له هغه ځایه اوس د نجونود جمال پر ځای د ځوانانو د مرګونو او جنازو جمالونه د تورو خاورو پر لو رځي اوځي … 

او نصیرهم په ډیره ځوانۍ کې له همدغه کاروان سره یوشو…

د میز څنګ ته مې ډډه ولګوله ، بیا یې هغو څو کرښو زما پرذهن باندې سیورې راواچاوه ، راویې غوړاوه او…

ـ استاده سلام …  ،کیسې دې لولم… پرجالبه کرشه روان یې … پوهیږم چې سپي د دې پرځای چې درچه خوشاله شي خپه کیژي…

زرمې په ځواب کې ورته ولیکل :

تاسې دې هم خدای راته وساتي، د پیراو فقیر لاره  اوچاره  یی ستا … د سپو هغه یې زما … توکل پرخدای …

راته یې ولیکل :

ـ ها ها ها ها …  خدای مو راته ژوندی لره …

د کړکۍ پرده مې پورته کړه، تیاره وه ، سخت تیاره وه ، د رڼا یۍ هسې څرک هم نه و، نه ښکاریده …هرڅه مړه وو ، هیلې مړې وې، ستورې مړه ول او نصیرهم نورپه همدغه تورتورتم کې له موږه تللي و…

بیرته مې پرده کش کړه…  سرمې د میز پرسر کیښود، بیا غزني را یاد شو… د غزني کیسې او یادونه مې یو یو ترذهن تی راو بیر شول… څوچې د اړو اوسلطو د سندرې وروستاړي مې ذهن ته اوږه ورکړه ، له درد او دوک، له بیوسۍ او پردیسۍ سره مې ستړې اروا په نصیر پسې چغه کړه :

ـ     سیل دی سیل دکوتروسیل دی – په هوا ولاړې

ښایسته هلکه سلام مې وایه ….                      

پای

د۲۰۲۱ کال جولای

Comments are closed.