د افغانستان خطرناکه ګاونډي او د طالبانو په رسمیت نه پیژندلي واکمني

لیکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

399

  د افغانستان خطرناکه ګاونډي او د طالبانو په رسمیت نه پیژندلي واکمني

سریزه : کابل ته د طالبانو بیرته ورستنیدلو سره د امریکایانو او ناټو شل کلن جګړیز ماموریت ناڅاپه پایته ورسید. د طالبانو لخوا پرته له یوه ډزه په ډراماتیکه توګه سیاسي واک ترلاسه کولو ورسته افغانستان د یو ناڅرګنده سیاسي برخلیک او نا روښانه راتلونکي په لور روان دی. په افغانستان کې د سیاسي واک تشې رامنځته کیدو سره د دې هیواد د ګواښمنو ګاونډیو هیوادونو لیوالتیاوې، ګټې، ننګونې، اندېښنې او ترینګلتیاوې مخ په ډېریدو دي. د سختدریځو اسلامپالو طالبانو واک ته رسیدلو سره ګاوندې هیوادونه د خپل امنیت او ثبات په اړه تر فشار لاندې راغلي دي. د افغانستان ګاوندي هیوادونه طالبانو ته په کومه سترګه ګوري. د افغانستان امنیت او ثبات د سیمه ییزو ځواکونو او ګاونډیو هیوادونو د متقابل چلند پورې هم اړه لري. په افغانستان کې د واک تشه د افغانانو ترمنځ د خپل راتلونکی په اړه لویې اندېښنې او وېرې راتوکولي دي. همدارنګه د همدې نویو ستونزو او ناڅرګندتیاوې له امله د افغان کډوالو بهیر ګړندې شوي. د سیمې او اروپایې هیوادونو کې د افغان کډوالو ورتګ خپلې ناوړه اغېزې هم شیندلي دي‌. د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په افغانستان کې تر درې نیم میلیونه افغانان بیځایه شوي دي.

د جو بایډن په امر له افغانستان څخه د امریکایې سرتیرو غیر مسووله وتلو ناورین یوازې یو له شرمه ډک بشري ناورین نه و، بلکې دا د بایډن حکومت لپاره د یوې سترې سیاسي ستراتیجکې ماتې په مانا هم و. په افغانستان کې د لویدیځوالو ناکمیدو لاملونه ټولو ته څرګند دي. د لویدیځوالو پوځي ایتلاف د ناکامۍ لوی لامل د خپل دښمن څخه په بشپړه توګه ناسمه، غلطه انګیرنه او ارزونه وه. سربیره پردې د مرستکونکو هیوادونو د مرستو په پروګرامونو کې ناهمغږۍ او د مرسته کونکو هیوادونو مرستي د ناڅرګندو تیاره چینلونو له لرې د لویدیځوالو جیبونو او شرکتونو ته بیرته تګ وه، همداراز په افغانستان کې د لویدیځ ماتې په یوه نامساوي جګړه کې او د ترهګرۍ ضد جګړې په اړه  غلط فهمۍ، ناسمو انګیرنو، شننو او نا سمو ستراتیجیکو پلانونو سره تړاو درلود.

یو باثباته سوله ییز افغانستان د ټولو سیمه ییزو ځواکونو او ګاوندیو هیوادونو په ګټه دی. اوس پوښتنه دا ده، چې ایا طالبان به وکولي شي، د یوې اوږده مودې لپاره جګړه ځپلې ټوټه ټوټې او څیرلي افغانستان بیرته وګڼدي او یو موټې کنټرول کړي‌. یا د طالبانو اوسنۍ سختدریځه د نړوالو نومونو او اصولو خلاف واکمنې به د دوی د پخوانې پینځه کلن رژیم په څیر بیا لږ دوام وکړي. ایا طالبان به په یوه باثباته او څو اړخیزه ټولشموله ملي حکومت جوړولو کې بریالي شي‌. ایا دوی به د اسلامی ترهګرۍ صادرولو مخه ونیولي شي، د افغان کډوالو د بیرته ستندو ستونزې به حل کړې شي، د مخدره توکو کر‍‍کیلي او قاچاق په مختیوي کې به بریالي شي. د طالبانو حکومت سیاسي امنیتي او اقتصادي ستونزې ځښتې ډېرې دي، د لویدیځوالو پوځې ناکامۍ ورسته چین، روسېې، پاکستان او ایران د افغانستان د ناورین په اړه د خوښېو ډک غبرګونونه وښودلي دي. دغه خطرناکه ګاونډئ وسمهال او په راتلونکې کې هڅې کوي، څو پر سیمه ییز کچ خپلې ګټې په افغانستان کې خوندي کړي. پوښتنه دا ده، چې د افغانستان په راتلونکې کې ګاونډې هیوادونه څه ډول رول لوبول غواړي او د طالبانو په رسمیت نه پیژندل شوي واکمني په اړه څه ټګلارې لري؟

په دې لیکنه کې یوه هڅه کیږي، څو د افغانستان د ګاوندیو هیوادونو پالیسیو، لیوالتیاوې، ترینګلتیاوې، سیاسي، امنیتې او اقتصادي ګټې وڅیړل شي. پرته له شکه د طالبانو تر واکمنیدو او بری ورسته افغانستان خپل ګاونډې هیوادونه د نویو ځمکنۍ واقعیتونو سره مخامخ کړي دي. همدارنګه سیمه ییز ځواکونه یا هیوادونه د طالبانو په اړه څه ډول سیاستونه او پالیسۍ غوره کړي. دې ته ورسته نورې پوښتنې د ډیرو څیړنیزو انیسټیټونو، پوهنتونونو، افغان، نړیوالو دولتي او نا دولتي بنستونو، همدارنګه د بې شمېرو سیاسي کارپوهانو لخوا مطرح شوي دي.

۱ . په افغانستان کې د چین او روسیې ځانګړې رول، اقتصادی اهمیت، سیاسي او امنیتي لیوالتیاوې

په افغانستان کې د امریکایانو او لویدیځوالو ناکامکیدو سره سم چین او روسیې پرته له جګړې د اسیا لویه لوبه وګټله، پرته له شک شوپیانه د امریکایې ځواکونو له وتلو ورسته روسیه او چین د سیاسي واک په برخه کې ګټونکې دي. د چینایانو او روسانو په تاودو بحثونو کې د لویدیځ ناکامې په اړه د خپلو بریاوو څرګندونو سربیره د سیمه ییز امنیتي ثبات او وضعیت په اړه جدي ویرې هم څرګندې شوي دي.

د لویدیځوالو سیاستوالو په تاودو بحثونو کې غالب باور دا دی، چې مسکو او بیجینګ به اوس د لویدیځوالو ځواکونو د وتلو ورسته رامنځته شوي سیاسي تشه د خپلو سیاسي موخو لپاره ډکه کړي. د چین او روسیې له نظره د افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل د لویدیځوالو د دوامداره کمزوره کیدلو پالیسیو ثبوتونه ګڼل کیږي. په نهایت کې چین او روسیه باید پر سیمه ییز کچ د افغانستان نه د ورپیښو شویو ګواښونو مقابله هم وکړي. دا ګواښونه کولي شي په مستقیم ډول د چین او روسیې سیاسي، امنیتي ثبات او اقتصادي ګټې له جدي ګواښونو سره مخامخ کړي.

روسیه په افغانستان کې د ځواک له توازون سره د بل هر بهرنې ځواک په پرتله ډیره ښه پیژندګلوي لري. په دې ورستیو کلونو کې د طالبانو استازي څو ځله د خبرو اترو لپاره مسکو ته سفرونه کړي دي. د دې سفرونو په اړه روسي رسنیو لیکلي دی: اندیښنې ته هیڅ اړتیا نشته، د ټولو انګیرنو او تمې خلاف حتی طالبان د کابل ګوډاګې حکومت په پرتله زموږ ښه شریکان دي. روسان په دې هم پوهیږي، چې له افغانستان څخه د روسیې لپاره د ترهګرۍ ګواښونه لا هم شتون لري. ځکه اسلامې سختدریځه ترهګري ډلې د تاجکستان له لار روسیې ته لنډه لار لري. د روسیې ولسمشر له افغانستانه د ترهګرو د ګواښ خبردارۍ ورکړي دی. هغه د دولتونو د سیمه ییزه اتصال د استخباراتو مشرانو په غونډه کې ویلي، یو شمیر نړیوالې ترهګرې ډلې چې د داعش سره اړیکې لري، په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي. په عراق او سوریه کې روزل شوي وسله وال هلته سره راغونډیږي. په دې مهمه غونده کې د روسیې، بلاروس، ارمنستان، اذربایجان، قزاقستان، فرغیزستان، ترکمنستان، او د تاجکستان د څارګرو ادارو مشرانو برخه اخیستلي وه.

چین ته د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو نهه کسیزه پلاوې په سفر تللي و. د طالبانو پلاوې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره لیدنه وکړه. دا لیدنه د چین په تیانجین ښار کې ترسره شوه.دوی  په دې لیدنه کې د امنېتي مسئایلو په اړه بحث او خبرې اترې کړي دي. طالبانو چین ته ډاډ ورکړي دی، هیڅ یوه بهرنی ته به اجازه ورنکړل شي، څو د افغانستان خاوره د ګاونډیو هیوادونو په وړاندې وکاروي.

چین او طالبان د افغانستان پراخو طبیعي زیرمو کې ګډې ګټي هم لري. خو بیجینګ د مسکو په څیر د ترهګرۍ له نفوذ ډیره ویره لري. په چین کې اویغوریان د کلونو راهیسې د بیجینګ لخوا په ډېر وحشیانه ډول ځپل کیږي. په حقیقت کې د بیجینګ مشران واقعأ په چوپتیا کې د امریکایانو له شتون څخه په افغانستان کې ډیر خوښول. امریکایانو او متحدینو د شلو کلونو راهیسې له افغانستان څخه د اسلامپالنې او افراطیت صادرولو مخه نیولي وه. ملا برادر په چین کې د خپلو اویغوري مسلمانو وروڼو او خویندو په وړاندې د تاوتریحوالي سره سره چین ته ډاډ ورکړي، چې دوی به هیچا ته اجازه ورنه کړي، د افغانستان خاوره د چین پر ضد وکاروي‌، په تیرو څو لسیزو کې په سلګونه اویغوریان له طالبانو سره یو ځای شوي او ځینې په ګوانتانامو کې بندیان دي، د دې احتمال شته، چې دغه بې باوري دوه اړه خیزه وي. چینایان او طالبان ممکن ډیرې نورې ګډې ګټې ولري، په افغانستان کې د ډبرو سکرو، ګاز، نایابه ګرانبیه ځمکنې معدنې زیرمې لکه لیټیم، وسپنې، مسو او د سرو زرو لویې زیرمې شتون لري. چې ارزښت یې څو ټرلیون ډالره اټکل کیږي، طالبان کولي شي د پلور څخه خپل عاید د پاموړ لوړ کړي. ښایې افغانستان د چین فابریکو د اومو معدنې توکو لوړه غوښتنه هم ورپوره کړي.

په افغانستان کې د لویدیځ زوال د نوی نړیوال نظم پیل دی. د مسکو په سترګو کې له افغانستان څخه د لویدیځوالو وتل د امریکایانو د واکمنۍ او د هژمونېستي سیاست او د لویدیځ د بهرنې سیاست ماتې او د کمزویو نښې نښانې دي. په افغانستان کې د لویدیځ ناکامۍ د مسکو لپاره د څو قطبې نړیوال نظم په لار کې یو بل مهم ګام بلل کیږي. دا هغه امریکایې مات ځواک دی، کوم چې د امریکا متحده ایالاتو له لوری په یکتازی کې د نورو نړیوالو ځواکونو په منځ کې د یو لوی ځواکمن ځواک رول لوبوي، همدارنګه لویدیځ او د لویدیځوالو سیاستونه ورو ورو د چین تر سیاسي فشار لاندې ورننوځي. په راتلونکې کې د لویدیځوالو کمزورۍ، منضوي شوي متفرقه سیاستونه، د دوی تر مشرتابه لاندې سیاستونه به د نړۍ په نورو سیمو کې د رژیمونو نسکورولو یا بدلولو پالیسۍ او نورو هیوادونو ته د لویدیځ ديموکراسۍ له صادرولو څخه باید ډډه وکړي. د مسکو په اند اروپایې ټولنه د افغانستان په خونړۍ ناورین کې یو ځلې بیا ثابته کړه، چې دوی په خپلواکه توګه هیڅ ډول عمل نه شي کولي. وسمهال د افغانستان په اړه سیاسي مسئایل د چین، روسیه، ترکیې او اړوندو سیمه ییزو لوبغاړو لکه پاکستان، ایران او قطر اغېز پورې اړه لري.

د بیجینګ واکمنان له افغانستانه د لویدیځ ځواکونو وتلو ته له یوې بلې زاویې څخه هم ګوري، لویدیځ سقوط وکړ، ختیځ ظهور وکړ یا په جګیدو دی. دا هغه روایت دی، چې په نړیوالو سیستماتیکو سیالو شراېطو کې خورا ډیر کاروال کيږي. په ورته وخت کې چین اروپایې هیوادونو او دولتونو ته اشاره ورکوي، چې دوی نشي کولي په امریکایې ځواک باندې اتکا یا ډډه ولګوي. د چین رسمې دریځ څخه داسي اوریدل کیږي، چې متحده ایالاتو او اروپایانو په افغانستان کې یوه بیساري ګډوډې تر شا پریښودله، اوس دوی دا تمه هم ترینه لري، چې چین او روسیه به د دې ګډوډیو لګښتونو او پایلې پر غاړه واخلي.

۲ . افغانستان د چین لپاره څه اهمیت لري او چین په افغانستان څه ډول رول لوبوي

بیجینګ یو له هغو لومړنیو حکومتونو څخه و، اعلان وکړ، چې د طالبانو سره دوستانه اړیکو ته چمتو دی. ایا چین به د امریکایې ځواکونو له وتلو ورسته په افغانستان کې د سیاسي واک تشه ډکه کړي. چین په افغانستان کې د امریکایې سرتیرو له شتون څخه ګټه پورته کړي ده. د امریکایې سرتیرو له وتلو ورسته د چینایانو ویره په ډیریدو هم ده، چې ترهګرۍ به له ګاونډي هیواد افغانستان څخه ورخپره شي او د چین لویدیځ سنکیانګ ولایت ته ګواښ پیښ کړي. د چینایانو د رسمي خبرو له مخې د سینکیانګ په ولایت کې داسي بیلتونپال ځواکونه شتون لري، چې غواړي هلته اسلامي دولت بنسټ کیږدي. د چین مشرتابه په سینکیانګ کې په زرګونه مسلمانان د بیا زده کړي کمپونو کې توقیف کړي دي.

د چینایې سیاستوالو او د بهرنې پالیسۍ جوړونکو په ځینو وختونو کې په ماته او ګونګه ژبه کې ګډې وډې خبرې کړي دي، بیجینګ له ډیرې مودې راهیسې په افغانستان کې د امریکایې سرتېرو په شتون باندې نیوکې کولې او امریکایان یې د سیمې د بې ثباتۍ سرچینه بلله، خو کله چې واشنګټن په اپریل میاشت کې اعلان وکړو، چې دوی به د سپټمبر میاشت کې له افغانستان ووځي، د چین واکمنو بیا امریکایان تورن کړل، چې په ډیر ګړندي او غیر مسوولانه توګه عمل کوي.

د چین او افغانستان ترمنځ ۷۶ کیلومتره اوږده پوله د واخان دهلیز په ختیځ سر کې موقعیت لري، دغه پوله په دېره اسانۍ سره کنټرول کیداې شي. د چین امنیت ته د افغانستان سربیره د تاجکستان له لوري ډیر ګواښ شته دی. د افغانستان غرنیزو سیمو په پرتله تاجکستان یو داسي هیواد دی، چې د ترهګرو ډلو ته د چین سینکیانګ ولایت د برید کولو لپاره ځانګړي فرصتونه برابروي. چین له همدې امله د تاجکستان په پوله د ترهګري ضد پوځي مانورونه ترسره کوي.

په ۱۹۹۶ کال کې کله چې طالبانو په افغانستان کې د لومړې ځل واک ترلاسه کړ، د هغمهال او وسمهال توپیر ښیې ډیر لوی وي. په هغه وخت کې د چین مشرتابه د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو څخه ډاډه یا انکار وکړ، په کابل کې د چین سفارت د کلونو لپاره تړلي پاتې شوي و.

۳ . د افغانستان طبیعي زېرمو ته د چین لیوالتیا

د اټکلونو له مخې د افغانستان جغرافیایې جوړښت د ځمکې لاندې شتنمې څه د پاسه یو ټرلیون ‌ډالر ارزښت لري. د طالبانو رژیم د اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی. د افغانستان طبیعي زېرمې د طالبانو د عایداتو عمده سرچینه د کانونو راایستل کیدا شي. له همدې امله طالبانو د افغانستان طبیعې زېرمو کنټرولو ته ډیر پام اړولي دی. چین د نړۍ فابریکې په توګه د افغانستان د طبېعې زیرمو استخراج په پانګونه کې رول ولوبوي. چین د طالبانو د واکمنۍ د مخه د افغان حکومت سره په ځینو کانو کې پانګونه هم کړي ده. لکه د لوګر مسو د عینک کان د کیندلو تړون. چین به سمدستي ‌د افغانستان په کانو کې نوی پانګونه ونه کړي، خو ښایې چین به د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو ورسته خپل دریځ رسمآ څرګند کړي. کله چې طالبان چین ته اړین امنیت او ثبات تضمین کړي‌، ښایې په افغانستان کې د کانونو د استخراجولو لپاره پاګونه وکړي.

چین په دې ورستیو څو کلونو کې د طالبانو سره ښې اړیکې جوړې کړي دي. د همدې کال د جولای په میاشت کې د طالبانو یو پلاوې چین ته رسمې ته درلود، د چین د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنې کتنې ترسره کړې. چینایان په دې اندې دي، د طالبانو حکومت به په دې وتوانیږي، د چین پولې باثباته کړي او د داعش مخه به ونیسې. د همدې لیدنې په مهال د چین دولت په کابل کې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو ته لیوالتیا هم ښکاره کړي ده. بیجینګ د طالبانو څخه ډاډ ترلاسه کړي، چې طالبان به سینکیانګ ته د سختدریځو اسلامپالو ډلو د ورننوتلو مخنوي لپاره به پوره همکاري او هڅې کوي. په افغانستان کې چین، روسیه له دې فرصته ګټه اخلي. لویدیځ هیوادونه د طالبانو د بریا ورسته په کابل کې خپل سفارتونه وتړل او د دوی ډیپلوماتان او کارکونکې په تېښته کې شول، وسمهال یوازې د دری هیوادونو چین، روسیې او پاکستان په افغان پلازمینه کابل کې خپل سفارتونه خلاص ساتلي دي. روسیې تر دې دمه پریکړه نه ده کړي، چې ایا د طالبانو نوی مشرتابه په رسمې ډول په رسمیت وپیژندل شي. مسکو ویلې، دا د طالبانو چلند پورې اړه لري. د دې بر عکس چین د طالبانو له بریا ورسته لومړۍ هیواد و، چې نوې واکمنانو سره د دوستانه اړیکو ته راضي شو. په روسیه او چین کې طالبانو ته تود هرکلي شوي. د چین د بهرنیو چارو وزیر هیله من دی، چې د طالبانو لخوا به یوه منځلارې اسلامي پالیسې غوره شي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یو د جي شل هیوادونو په نړیواله ناسته کې ویلي، چې افغانستان پر دوه لارې ولاړ دی، چې یوه لار بریادۍ او جګړو ته ځی او بله بیا ابادۍ او ثبات ته ځي.

په حقیقت کې چین کولي شي، د افغانستان په اقتصادي ډګر کې طالبانو حکومت ته د روسانو په پرتله ډیر څه ورکړي. چینایې رسنیو لا د مخه افغانستان ته د چین د ورېښمنو لارې نوښت کې د مهم رول لوبول ځای ورکړي دی. افغانستان په بدل کې د طالبانو حکومت کولي شي بیجینګ ته خورا ډیرې طبیعې زېرمې لکه مس یا لیټیم د ګټې اخیستنې لپاره وړاندې کړي. چین د یو ستر سیمه ییز اقتصادي ځواک په توګه د افغانستان په زېربناوو کې ډیره پانګونه وکړي او د سرچینو په استخراج کې اساسا په دې پورې اړه لري، چې ایا طالبان وکولي شي افغانستان د سولې او ثبات خواته بوځي. په مسکو کې لږ څه شک شتون لري، چې چین به د افغانستان په سیاسي او اقتصادي پرمختګ کې پریکړه کونکې رول ولوبوي، له اقتصادي پلوه روسیه افغانستان ته په بیا روغونه کې او اقتصادي پراختیا کې ظرفیتونه نه لري.

افغانستان به د چین په مرسته او پانګونې باندې ستر اقتصادي پرمختګونه وکړي. له همدې امله چین د طالبانو سره ستراتیجې ملګرتیا څخه ګټه اخلي، د وریښمنیو لار د چینایانو د پرستېژ نړیواله پرروژه ده. افغانستان به د چینایانو په دې پرستېز پروژه کې یو ستراتیجکې رول ولوبوي. د افغانستان او چین ترمنځ اقتصادي اړیکې د تیرو شلو کلونو راهیسې پیل شوي دي، د تیلو ایستلو او د مسو کیندلو په اړه رسمې تړونونه لاسلیک شوي دي.

۴. افغانستان د روسیې لپاره څه اهمیت لري او په افغانستان کې د روسیې ځانګړي رول لوبول

وسمهال روسان د افغانستان سیاسي حالات له نږدې څاري او ارامه ښکاري. خپل سفارت په کابل کې پرانیستی دی او له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره لیواله ښکاري. د روان کال د اکتوبر په شلمه نېټه روسیې د طالبانو لپاره د یوې بلې مهمې غوڼدې د مسکو خبرو بهیر ته وربللي او کوربتوب یې کوي، د مسکو بهیر په خبرو کې د روسیې سربیره چین، هند، پاکستان او ایران هم برخه اخلي. همدا ډول روسیې ملګرو ملتونو ته وړاندېز کړي، څو د افغانستان په تړاو یوه بله نړیواله غونډه جوړه کړي.همدا ډول د جۍ شل هیوادونو غړو د افغانستان په اړه یوه انلاین غونډه ترسره کړه، په دې غونده کې هم روسیې برخه واخیستلي ده.

روسیې تل د خپلې سویلي څنډه کې د افراطي اسلامپالو له نفوذ څخه ویره درلودلي ده. له همدې امله روسیې په دې ورستیو کې هوکړه وکړه، چې د پخواني شوروي اتحاد هیوادونه ترکمنستان، تاجکستان او اربکستان سره پوځي همکاري او د پولو امنیت پیاوړي کړي. روسیه همداوس د روسیې په مشرۍ امنیتي بلاک د افغانستان او تاجکستان پلو ته ورڅرمه پوځی مانورونه ترسره کوي. د پخوانې شوروي اتحاد جمهوریتونه تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان د افغانستان مستقیم ګاوندې هیوادونه دي او په خپلو پولو کې له جګړې ویره لري. اسلامیږم د پخوانې شوروي په سیکولر جمهوریتونو کې مخ پر وده دی. روسیه غواړي خپل ګاونديان له اقتصادي پلوه هم په افغانستان کې ښکېل کړي او په دې توګه طالبان امنیتي ګواښونو ته مسوول وګرځوي‌.

مسکو هم د خپلې افغانستان پالیسۍ سره درې موخې تعقیبوي. د افغانستان اوسنۍ بې ثباتې باید د منځنې اسیا هیوادونو ته ونه غځیږي. روسیې ته د مرکزي اسیا جمهوریتونو د بې ثباتې ګواښونه د ژورې اندیښنې وړ دي. مسکو له دې سیاست سره د مرکزي اسیا جمهوریتونو دا زیګنال ورکوي، چې د دوی د امنیت تضمین کونکی په توګه خپل دریځ هلته په افغانستان کې پیاوړي کوي. په منځۍ اسیا کې د افغانستان په شا خوا کې د لویدیځ نوی حضور په صراحت سره رد کیږي. همدارنګه د داعش نفوذ مخنوي او په افغانستان کې د مخدره توکو د سوداګرۍ مخنوي او روسیې ته د ترانریټ لارې بندول دي.

په ۲۰۰۳ کال کې طالبان په روسیه کې د یوې ترهګري ډلې په توګه منع اعلان شول. طالبان لا هم په روسیه کې یو منع اعلان شوي افراطې سازمان دی. له دوی سره هر ډول اړیکه په بند محکومیدای شي. مسکو د تیرې لسېږې په پیل کې له طالبانو سره په پیل کې پټې خبرې پیل کړ، بیا د اعتبار په ډيرېدو سره په جوته توګه د نړیوالو سترګو ته مخامخ خبرې اترې پيل کړې. د طالبانو په وړاندې د روسانو په چلند کې بدلون په اصل کې دا ښکاره کوي، چې د متحده ایالاتو او ناټو شتون سربیره دوی خپل نفوذ بیرته ترلاسه کول غواړي. د افغان حکومت او ملي پوځ کړندې سقوط ټول حیران کړو.

تر نن ورځې پورې د طالبانو غورځنګ د سیاسي پالیسیو موخې کې او د روسیې لپاره د دې پالیسیو احتمالي پایلو په اړه ناڅرګندتیاوې شتون لري. د کابل تر نیولو ورسته په پیل کې روسیې ډیپلوماتانو د لومړۍ ګام په اړه مثبت غبرګون څرګند کړو. په هر صورت داسي ډیر داسي نښې نښانې شتون لري، چې روسیه به طالبان په رسمیت وپیژنې او دوی به د ترهګرو سازمانو لیسټ څخه هم لرې کړي.

۵. افغانستان د منځنۍ اسیا جمهوریتونو لپاره څه اهمیت او ارزښت لري.

افغانستان د مرکزي اسیا درې ګاونډېو هیوادونو ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان لپاره مهم ګاوندې هیواد دی. د دې هیوادونو ترمنځ نه یوازې تاریخی قومي اړیکې شتون لري، بلکې اقتصادي او سوداګرېزه اړیکې هم شتون لري. د دوی لپاره افغانستان د هند سمندر ته یو بالقوه ترانزیتي هیواد دی. همدارنګه دې دریواړو نازکوماتیدونکي امنیتي وضعیت درلودونکي هیوادونو لپاره د افغانستان امنیتي وضعیت او ثبات خورا مهم دی. ازبکستان، قرغزستان او ترکمنستان په وچه کې راګیرهیوادونه دي، چې سمندرونو ته لاسرسې نه لري، خو د انرجې لویې زېرمې لري. دغه توکې په افغانستان، پاکستان او هند کې اړین توکې دي د منځنۍ اسیا هیوادونه ویره لري چې افغانستان به یو ځلې بیا د سختدریځو اسلامپالو لپاره په یوه خوندي پټنځای بدل شي. له دې امله د منځنې اسیا هیوادونه د طالبانو نوی واکمنۍ ته د شک په سترګه ګوري. دوی د طالبانو واکمندو له امله د امنیت او ثبات ګواښ احساس کوي. خو په حیرانتیا سره د طالبانو د واکمنې په پیل کې د افغانستان دریو ګاونډې هیوادونو غبرګونونه ډیر محتاط ول. په دې هیوادونو کې ترکمنستان د طالبانو سره ښې اړېکې لري. ازبکستان د جولاې په میاشت کې د خپلې پولو په اوږدو کې سلګونو افغان حکومتي سرتیرو ته د طالبانو د برید له امله د ورننوتلو اجازه ورکړه، له بلخوا ازبکستان د افغان پخوانی حکومت یوه جنګي الوتکه له پولې څخه د ورتیریدو پرمهال وبشتلي هم ده.

د افغانستان د دوو شمالي ګاونډیو ازبکستان او ترکمنستان د افغانستان ثبات او امنیت د ټولې منځنۍ اسیا د ودې لپاره ارین بللي او افغانستان د ټولې منځنۍ اسیا د دوامدارو پراختیا کیلي ګڼلي ده.  تاشکند او عشق اباد ژمنې کړي چې د افغان  ولس سره د سولې او ثبات د ټینګیدو په اړه مرستې کوي. خو تاجکستان تل طالبان په کلکه رد کړي دي او د تاجکستان سره د طالبانو د رژیم ترنګنتیا مخ به ډیرو ده. د افغانستان بل شمالي ګاونډې تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې پر اوږدو کې وضعیت مخ پر کړکیچنویدو دی. د تاجکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ بیا پیل شوي دي. د ۱۹۹۴ کال راهیسې ډیکتاتور امام علي رحمانوف د تاجکستان اوتوکرات واکمن دی، د تاجکستان په ګاونډ کې د طالبانو ترکنټرول لاندې یو افغانستان د تاجکستان امنیت او ثبات لپاره او د رحمانوف د واکمنۍ لپاره یو ګواښ دی. همداوس د تاجکستان ولسمشر رحمانوف په فرانسه کې د فرانسویانو ولسمشر مکرون سره به خبرو بوخت دی، چې پر کابل د طالبانو له واکمنبدو ورسته د تاجکستان امنیت او ثبات له ګواښونو سره مخامخ دی. د فرانسي ولسمشر ورسره د مرستو ژمنو ټټر هم وهلي دی. په پاریس کې د الیزیه په ماڼې کې د تاجکستان د ولسمشر درناوی د دې نښه ده، چې د پاریس واکمن به دې باور دي، چې د سیمې هیوادونه د افغانستان په کړکیچ کې مهم رول لوبولي شي.

د پخوانې شوروي اتحاد جمهوریتونه، تاجکستان، اوزبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان هغه هیوادونه دي، چې سمندرې لارې نه لري او په وچه کې راګیر دي، خو دغه هیوادونه ځښتې ډیرې معدنې زیرمې لري، چې دغو معدنې زېرمو ته افغانستان، پاکستان او هند ډیره اړتیا ورته لري.

 

 

د لومړې برخې پای

Comments are closed.